Categories

اعلان

Loading…

له کابله تر لاهوره، شپږمه برخه، اجمل تورمان

سپورت

د لاهور د سپورتي ادارو او لوبغالو نه د لیدنې پیل مو له هاکي لوبغالي نه و چې ویل کې د نړۍ په کچه د هاکي تر ټولو لوی لوبغالی دی.

د پنجاب صوبې د سپورت د ادارې د معلوماتو له مخې په دغه لوبغالي کې په یو وخت نېږدې ۹۰۰۰۰ نندارچیان لوبه کتلی شي.
د فوتبال فدراسیون له مسوولینو سره مو هم ولیدل خو د فوتبال لوبغالي ته یې ورنه وستو، پاکستان په فوتبال کې د افغانستان په پرتله کمزوری هیواد دی.

یادېږي مې یو مهال چې په پېښور کې د افغان کډوالو د فوټبال لوبډلو شاه کلپ او مجاهد کلپ د څوـ څو ګولونو په توپیر ګټل.

پولو لوبغالي ته هم ولاړو، مسوولینو یې ښه میلمه پالنه وکړه.

پولو لوبه زمونږ د وزلوبې په شان ده، یعنې لوبغاړي په اسونو سپاره لوبه کوي، خو میدان یې لکه د فوټبال ګولونه لري، د لوبغاړو په لاس کې لکه د هاکي لرګي او په مځکه هم د وزې پر ځای توپ.

د پولو په اړه ویل کېږي چې دا یو شاهي لوبه ده.

کرکټ اکاډیمي او قذاقي لوبغالي ته هم ولاړو، د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځني روزونکي او لوبغاړي مو ولیدل. دوی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په اړه ښه نظر درلود. ویل یې چې لوبډله د پخوا په پرتله دېره ښه شوې ده.

د پنجاب صوبې د سپورت د ادارې مشر حفیظ بګتي دا هم وویل که د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په همدې ډول مخته ولاړه شي نو ښايي په راتلونکې کې د ټولو لپاره یو خطر جوړ شي.

خو د دوی په وینا افغانستان باید خپل د کرکټ د ملي لوبډلې د راتلونکې په اړه یوه فکر ولري، ځکه دا لوبغاړي به زاړه شي او پکار دا ده چې د ځای ناستو د روزنې په اړه یې اقدام وشي.

د اندام جوړنې له کلپونو مو هم لیدنه وکړه، له سپورتی خبریالانو سره مو خبرې وکړې او د چا خبره تجارب مو سره تبادله کړه.

پارکونو او باغونو یې هم د بیلابېلو ورزشونو په ځانګړي ډول د کرکټ لپاره ښه پراخ میدانونه درلودل.

په ټوله کې مې دا وموندل چې دوی د هر ډول ورزش لپاره ښه امکانات لري خو ورزشي تحرکات کم ول، خو مونږ کې دغه تحرکات ډېر دي امکات ورته نه لرو.

د پاکستان د سپورتي چارواکو غوښتنه هم دا وه چې متقابلې همکارۍ باید موجودې وي او زما هم شخصاً دا خیال دی چې که د دوی له امکاناتو استفاده وشي بده به نه وي.

فکر کوم په دې برخه کې د طنز مالګه نه وه خو چې تش لاس هم ستانه نه شئ نو دومره به ووایم چې محمد واصل وصال  او انیس الرحمن صیب د پاکستان دورزشي خبریالانو د کرکټ له لوبډلې سره د کرکټ لوبې ارمانجن هیواد ته راستانه شول. هغه لوبه چې په پام کې وه خو د خوشحال تایب د ناروغۍ د بهانې، د بهشته جانې صافۍ د پیزا خوړلو د پروګرام، د خاموشو خویند د شاپنګ او زما او د کمال صیب د قوي ټکو غورځولو له امله تر سره نشوه.

ځکه زمونږ دلیل دا و چې، دا شرم به بیا چېرته وړو!

304 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2