Categories

اعلان

Loading…

لویې بنسټیزې پروژې په ټول ولس پورې اړه لري/ احسان الله ارینزی

اقتصاد پوهان او د ټولنیزو علومو متخصصین د هېوادونو د ټولنیزې– اقتصادي ودې، پرمختیا، پراختیا، امنیت، هوساینې او نیکمرغۍ له پاره، لویې بنسټیزه (زیربنایي) پروژې خورا اړینې بولي.

انساني پراختیا(ښوونه او روزنه، مسلکیتوب، لوړي زده کړې او ورزش)، لویې لارې، پلونه، بندونه، د اورګاډو پټلۍ، لویې فابریکې (وسپنه او پولاد، برېښنا او نور)، ماشین جوړول، مخابرات او معلوماتي تکنالوژي، د اوبو بندونه، روغتیا، ښاري ترانسپورت، کورونه، د پانګونې له پاره وړ اداري، حقوقي او قانوني چاپېریال او د پانګوالو، مولدینو او سوداګرو رواني او فزیکي خوندیتوب (امنیت) او ځېنی نورې بنسټیزه پروژې دي او د اقتصادي پرمختګ اصلي عوامل بلل کېږي.

ډېرې لویې پروژې تولیدي نه دي؛ خو د تولید د ډیروالي، کار او وېش، بنسټونه جوړوي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

بنسټزه پروژې چې ډېری دولتونه د ټولو خلکو له پاره جوړوي، ویښ او فعال ولس، هېواد پاله سیاسي مشرانو، ستري ارادي، لوړ ظرفیت، سمې پلان جوړونې، غټې پانګې، کارپوهانو، مسلکي کادرونو او وخت ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د کابل، ننګرهار او حربي پوهنتونونه، د کندهار، هرات، بلخ، تورخم او شېرخان بندر لویې لارې، د نغلو، سروبي، درونته او کجکي بندونه او د برېښنا فابریکي، د پنبي او چغندر ډېر کر، د سمنتو تولید، آریانا افغان هوایي شرکت، څو بانکونه او د کار او پانګونې خوندي چاپېریال بنسټیزه پروژې وې چې جګړو ډېرې زیانمې کړې.

په تېرو څو کلونو کې بیا داسې هیلې ټوکېدلی وي چې د نړیوالو په مرسته به نوې پروژې په کار پیل وکړي. د TAPI نل لیکه، د عینک د مسو کان، د حاجیګک د وسپنې کان، حلقوي سړک؛ د سلما، کمال خان او بخش آباد بندونه؛ د شمال تېل او ګاز، نوی کابل (ښار)، کاسا 1000، توتاپ او د ورېښمو د تاریخي لاری بیا احیا هغه پروژې دي چې بشپړېدل به یې افغانستان او سیمې ته ډېرې ګټې ورسوي.

له بده مرغه چې په جنوبي آسیا، منځنۍ آسیا او منځنی ختیځ کې عمومي شرایط لویو پانګونو او پروژو ته ډېر مناسب نه دي. پر له پسې جګړې، سیاسي بې ثباتي، کمزوري اعتماد، تحمیلي حکومتونه، ټولنیزه ناکرارۍ او د ثبات نشتوالی هغه عوامل باله شي چې د بنسټیزه پروژو د جوړولو کار ټکنی کوي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان په لار پاکستان (او احتمالاً هند) ته د ګاز لېږد پروژې لومړنی خبرې ان په 1993 او 1994 کې پیل شوې وې؛ خو نن چې موږ په 2016 کې یاستو، لا هم په افغانستان، پاکستان او هند کې داسې ستونزې شته چې د TAPI مخه نیولای شي!

د عینک د مسو او د بامیان د حاجیکګ حال هم همداسې دی. بشپړ باور دی چې ایران د سلما، کمال خان او بخش آباد په اوبو ډک بندونه نه شي لیدلای او پاکستان د پنجشیر او کنړ سیندونو د بندونو د جوړولو مخه نیسي او داسې نور!

که TAPI جوړېږي، که سلما، که کاسا او که توتاپ، ګټه یې د افغانستان ټولو خلکو ته رسي او ټول یې باید ملاتړ وي او دا پروژې د ځان وبولي.

ځینی پروژې داسې ځانګړتیاوې لري چې بل ځای نه شي جوړیدای. د مثال په توګه موږ باید د آمو دریا د سیمې تېل او ګاز په همدې سیمه کې وپلټو. د عینک د مسو تاسیسات باید په همدې سیمه کې جوړ شي او د حاجیکګ د وسپنې د ایستلو، ویلي کولو او تولیداتو پروژې باید په بامیانو کې وي؛ خو دا خبره په دې مانا نه ده چې د دې پروژو مالکیت به په همدې خلکو پورې اړه لري. دا د ټول افغانستان او ټولو خلکو پروژې دی او په ملي شتمنیو او ملي ویاړونو کې راځي.

په دې ورځو کې په افغانستان کې د توتاپ د برېښنا لېږد پروژه د (د حضرت عباس) په (کمیس) بدله شوي. دا هغه پروژه ده چې د ترکمنستان برېښنا به د افغانستان په لار پاکستان ته وړي. دا چې دا مزي په څومره ظرفیت، څومره بودجه، کومه لار او څنګه تېر شي؟ ټول هغه تخنیکي مسایل دي چې د پروژې د ګټورتوب یا مفدیت په راپورونو کې په پام کې نیول شوي او تمویل کوونکو هېوادونو یا بانکونو او موسساتو منلی وی.

د اوسني لانجې اصلي خبره دا ده چې ځینی خلک وایی چی توتاپ دې له پلخمري(بغلان) وروسته د دره کیان، تاله او برفک، شېبر، بامیان په لار د وردګو میدان ښار ته عملي شي؛ خو برېښنا شرکت وایي چې د سالنګ واورینه لار لنډه او ارزانه ده!

د چارو کارپوهان په دې آند دي چې افغانستان له اوبو څخه د 23000 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا او ظرفیت لري. ډېر ښه به دا وای چې په تېرو 15 کلونو کې د مرستندویه هېوادونو او موسساتو په مرسته داسې منځنی بندونه جوړ شوی وای چې هم یې کرنې ته اوبه برابرولای او هم یې 15 – 40 میګاواټه برېښنا جوړولای چې موږ نن خپله برېښنا لرلای او د ډېرو یا ټولو افغانانو کورونه په برېښنا رڼا او تاوده وای!

له بده مرغه چې د ملي ظرفیت او ارادې د کموالي له امله دا هیله تر سره نه شوه او نن په هغه برېښنا دعوی ده چې له ترکمنستان څخه به پاکستان ته روانه وی!

هغه څه چې ډېر واضح دي، دا دي چې ټول افغانستان باید برېښنا ولري. د بدخشان له واخانه نیولی، د نیمروز تر کنګ او د بادغیس له پولو څخه نیولې د ننګرهار تر شینوارو پورې. بامیان، پروان او وردګ خو په دې منځ کې همدومره حق لري لکه نور خلک او نور ولایتونه یې چې لري.

د اشرف غني په وینا هېڅ افغان په هېڅ افغان امتیاز نه لري، ټول د درناوي وړ او وروڼه دي او باید عادلانه چلند ورسره وشي.

زه وایم که توتاپ د بامیان په لار تېرېږي که د بغلان- پروان. زموږ بامیاني وروڼه او خویندې په برېښنا او رڼا خوشاله کېږي او حق یې لري.

د کنړ، خوست، زابل، دایکندی او … خلک هم همداسې ښه او درانه خلک دي او د خدای د ټولو نعمتونو د لرلو وړ!

په دې څو ورځو کې په توتاپ داسې خبرې وشوې چې باید نه وای شوی. په لندن کې خو لویه بی غرتی وشوه او رسنیو ولسمشر اشرف غنی ته د کنځلو انځورونه خپاره کړل. مدني خوځښتونه باید واقعاً مدني وي او د مثبتی پایلې ولري، نه دا چې کرکې او تعصب ته لمن ووهي.

زه شخصاً د ولسمشر اشرف غني او مرستالانو، اجراییه او ټولې ادارې په کارونو او نېمګړتیاوو کلکې نیوکې لرم او لیکنې هم کوم؛ خو دا خلک د انساني اخلاقو او قانون له مخې د اشخاصو په توګه د درناوی وړ دي، د انتقاد او کره کتنې باک نشته؛ خو تر هغو چې محاکمو نه وي محکوم کړی، بري الذمه دي او څوک مخصوصاً د سپکاوي، اهانت، بی غرتۍ او کنځلو حق نه لري.

TAPI، کاسا 1000 او توتاپ داسې پروژې دي چې د نورو په مرسته عملي کېږي؛ خو افغانستان ته یې ډېره ګټه رسي.

دا پروژې په افغانستان کې مړاوي روحیه ژوندی کوي، خلکو ته کار پیدا کېږي، ملي تحرک منځ ته راځي، د افغانستان ډېرو خلکو ته ګاز او برېښنا او دولت ته حق الترانزیت او مالیات ورځي. زموږ لارې او کورونه رڼا کېږي، فابریکې په کار لوېږي، واټرپمپونه د کرنې له پاره اوبه وباسي، په بامیان کې به انترنیت فعال وي او داسې نور…

داسې چانسونه لږ پېدا کېږي. موږ باید د خپل کمکی کور په ځای د خپل لوی کور یا افغانستان له پاره فکر وکړو. ارواښاد رازق فاني څه ښه وايي چې آباد هر که شد من آباد میشوم! موږ هم دې باید دی حقیقت ته درناوی وکړو چې که افغانستان آباد، آرام او هوسا وی، موږ به هم ښاد، ودان او نیکمرغه واوسو. موږ باید د هېواد د هر اوسېدونکی او هر کلي په وداني او نیکمرغۍ خوشاله شو او دا خبره ومنو چې کله نا کله د ښو احساساتو او عاطفي مسایلو شا ته د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو لاس وي چې زموږ د یو شمېر تش په نامه سیاسي مشرانو په لستوڼې کې پټ وي.

دا خلک یعنی تحمیلی مشران .موږ بیا له څڅکه پاڅوي او ناوې ته کېنوي. دا سیاسی سوداګر موژ ښه پیژنو. پام مو وي چې د ډالرو کڅوړې به مشرانو اخستې وې؛ خو زموږ کورونه او کوډلې به د پخوا په څېر تیاره او بې برېښنا پاته وي!!


د ښاغلي ارینزي نورې لیکنې

55 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *