Categories

اعلان

Loading…

د کابل – کندهار د لویې لارې ترافیکي پېښې تر ۵۰ زیات کسان وژلي

خبریال: صدیق الله پوپل – د کابل- کندهار په لویه لار په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کي شاوخوا پنځوس تنه مړه او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل شول.

ویل شوي چې په دې پېښه کې ۵۲ تنه مړه شوي او ۷۳ ژوبل دي خو د ځینو ټپیانو حال نازک دی او کېدای شي چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي.

دغه ترافيکي پېښه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې نن سهار ۶ بجې او ۳۰ دقیقې د ۳ موترونو ترمنځ وشوه .
د مقر ولسوال وحیدالله وایي چي تر ټکر وروسته ۳ واړه موټرو اور اخیستی چي له کبله یې وژل شوي مسافر پکې سوځيدلي او تراوسه پېژندل شوي نه دي.

نوموړی زیاتوي، ټکر د ۲ مسافر وړونکو بسونو ترمنځ شوی چې یو ۳۰۳ د میوند وردګ او بل هم د هلمند بس ترانسپورت اړوند دی.
د مقر ولسوال زیاتوي چي د دواړو موټرو ترمنځ یو ټانکر موټر هم را ګیر سوی چي اوس هم د اورلمبې ورڅخه پورته کېږي.

18 total views, 2 views today

1 comment

  1. Dilawar Reply

    دشهیدانودی جنتونه نصیب شی او زخمیانو ته الله ج عاجله شفاه ورکی او دریوران دی الله پوه کی چی ددی حادثی نه عبرت واخلی

Leave a Reply to Dilawar Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *