Categories

اعلان

Loading…

په پروان کې د شاوخوا ۲۰۰ تنو د نیونې انګېزه قومي بلل کېږي

خبریال: تازه ګل(پروان) په سالنګ کې د شاوخوا ۲۰۰ تنو د نیول کېدو د دلیل په اړه شکونه مخ پر زیاتېدو دي.

ویل شوي چې دا کسان په دې جرم نیول شوي چې پښتو یې ویله.

د پروان ولایتي چارواکو ادعا کړې چې نیول شوي کسان طالبان دي او غوښتل یې چې په تش لاس د هیواد شمال ته لاړ شي او د شمال امنیتي وضعیت ګډوډ کړي.

خو هیڅ حکومتي سرچینې بې له دې چې ووايي چې د نیول شویو کسانو په جېبونو کې یې لږ پیسې موندلي، بله کومه پلمه د هغو د نیولو لپاره نه ده موندلې.

ځینو امنیتي چارواکو د نیول شویو کسانو ژبه د هغوی د پاکستاني توب نښه بللې ده.

ویل شوي چې د شمال ځیني متعصبې کړۍ هر څوک چې په پښتو خبرې کوي پاکستانی معرفي کوي.

د شمال د پخوانۍ ټلوالې یوه غړي خلیل الله کامراني په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي چې د دغو کسانو نیونې ثابته کړه چې پښتانه ترهګر دي ځکه چې ټول نیول شوي کسان په پښتو خبرې کوي.

د ټلوالي دغه غړي همداراز ارګ د طالبانو په وړاندې په نرمښت تورن کړی دی.

په خپرو شویو عکسونو کې نیول شوي کسان عادي خلک ښکاري او حتي د هغوی په منځ کې ماشومان هم لیدل کېږي.

92 total views, 1 views today

10 comments

  1. خوست بابا هر وخت ږاړې Reply

    پښتونه زړه دې سندان کړه

    چه په سندان کېږې دې پلکونو ګذارونه

    نن مغلومه شوه چه دې سقاوو زامن او مهاجر بې فرهنګ بېا خپل حرامېتوب او اېرانې فرهنږ ېې وښوده

    او ټولو پښتانو ته واېم چه دې ورکېدو په حال کې ېې

    که چېرې ماته هغه سابقه قدرت بېا په لاس راشې او درته خورم چه په دوې باندې دوباره اتم مذهب وواونېم خو افسوس ددې اصلې مسول کرزې دا دې پښتنو دښمن

    افسوس ها ها ها ها افسوس

  2. ظریف خان Reply

    ای خلکو تاسو د یوې لحظې له پاره داسي فکر وکړۍ چې که دا کسان په خټه تاجک یا هزارګان وای او د ‌ذابل ــ کندهار تر منځ
    پر لاره درول شوي وای ورته ویل شوي وای: چې تاسو ولي یوازي په پاړسي خبري کوي هتمن تاجکستانیان او یا هم منګولیایان یاست نو خو ټول افغانستان به شور خوړلی و
    اوس چې پشتانه سلا بلا را ګرزول شوي ټولي رسنۍ ، مدني ټولني او دحق ویونکې چپ دي
    تو لعنت دي په دا هسي منصفي شه !
    قسم په هغه خدای چې زه یې پیداکړی یم چې که زه ی درولی وای، پر دا سبا مې له طالبه ټوپک اخیست او ورسره معلوموله مې

    تاند والو کور مو ودان چې دا خبر مو نشر کړ

  3. حسن Reply

    د داسی قضیو د څیړلو لپاره د دولت له خوا باید یو باصلاحیته هییت وټاکل شی. ترڅو معلومه کړی دوی رښتیانی طالبان دی او که قومی تعصب دی. که چیرې قومی تعصب او د هیواد والو ترمنځ د بی باوری او بحران رامنځ ته کول وی نو مسوولو کسانو ته باید تر ټولو سخته سزا ورکړل شی چی بیا هیڅکله داسی جنایت ته څوک زړه ښه نه کړی.

  4. Alam Reply

    tand kho hum pron lekali woo chi taliban di

  5. عبدالله Reply

    داماته پلان شوی بله نوی لوبه معلومیږی
    ټول افغانان دیی په دغه هکله ژوره څیړنه وکړی
    حکومت باید د دغی موضوع په هکله دنیول شوو خلکو سره خبری وکړی ، که دحکومت دتوان څخه پوره نه وی، باید ولسی اوقومی مشران دغه ډرامه دنیژدی وڅاری، که دغه دسیسه په جدی ډول ونه څیړل شی شاید په راتلونکی کی ددغوډول دسیسو شمیر نورهم زیات شی .

  6. سپین یار Reply

    اول باید مالومه چه دا کسان دکوم جای دی او ددوی مااومول دیر اسانه کار دی او بیا وروسته مونگه کولای شو چه ووایو چه سه باید وشی ، اوس پوری دهیس شی درک هم ندی معلوم خومونگه یوبل ته کنزلی کوو چه دا دعقل نه لری خبره ده . زه دحسن صیب خبره تاییدوم چه باید اول تحقیق وشی چه داکسان دکوم ولایت دی.

  7. pattang Reply

    !!که تاندوال زما لیکنه پرېږدي
    پښتانه خو ډېر احمق انسانان دي څو وارې تاجکو او دانورو یې پښتانه سومبه کړل خو دوی لا نه بيداريږي
    په پاړسو ليکنې کوي او خبرې کوي !
    تاجکان دپښتنو افغانستان نه
    بلکې تاجکي افغانستان غواړي او دپښتون هویت له منځه وړي!!
    پښتون يو پښتون دی هغه هيڅوک هم نشي بېلولی خو سياسي شعور ته اړ تيا لري چې متاسفانه هغه په پښتنو کې اوس نشته !!

  8. محمدربی آماج Reply

    که په جیبونوکی د کلدارو لیږدول د پاکستانی توب لاسوند وی نو بیا ټول افغانستان ایرانیان،پاکستانیان اوامریکایان دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *