Categories

اعلان

Loading…

د معاصر افغانستان ستونزي او فرصتونه/ محمد عارف رسولي

(دیارلسمه برخه)

سریزه

دا مقاله د تیرو لړیو په دوام دیارلسمه برخه ده. په دې مقاله کې هڅه کیږي چې د کلتور تعریف، د هغه اغیزه د انسان په شخصیت، ټولنیزه وده او د ژوند د کیفیت په ښه کولو باندې په لنډه توګه و څیړو. همدارنګه، به د خپلې افغاني ټولنې د کلتوري مسئلو په دواړو مثبتو او منفی خواوو یو څه رڼا واچوو. همدارنګه،هڅه به وشي چېخپلو یو لړ هغو کلتوري کمښتونو تهګوته ونیسو چې موږ ته ټولنیزې ستونزې جوړوي او د وروسته والي سبب مو ګرځي، او هم  به په شته فرصتونو او ځینو حل لارو باندې بحث وکړو.

کلتور (فرهنګ) څه شی دی؟

لاندې د  کتلور ځینې تعریفونه له نړیوالو منابعو څخه را اخیستل شوي دي:

  • کلتور یا فرهنګ یوه لړۍ ګډ عادتونه، اړیکې، د پیژندګلوۍ جوړښتونه، او باورونه دي چې په تولنیز ژوند کې زده کیږی.
  • کلتور د پوهې یوې راغونډې شوې ټولګې، تجربې، باورونو، ارزښتونو، کړنو، معنا ګانو، نورمونو او د مرتبو لړیو، دین، د وخت سوچ، رولونو، څو بعدي اړیکو، نړۍ لید، شتمنۍ او مادي څیزونه دي چې د خلکو یوه ګروپ د نسلونو په بهیر کې د فردي او ټولیزو هڅو په مرسته  ترلاسه کړي وي.
  • کلتور د پوهې هغه سیستمونه دي چې په نسبي توګه د خلکو د یوه ستر ګروپ سره شریک وي.
  • کلتور اړیکې نیول دي، اړیکې نیول کلتور دی.
  • کلتور د هغه په هر اړخیز مفهوم سره پالل شوی عادت دی;د یوه کس د زده کړو، راغونډ شوو او نقل شوو تجربو ټولګه ده، یا په لنډه توګه، هغه عادتونه دي چې د ټولنیزې زده کړې له لارې ترلاسه کیږي.
  • کلتور د خلکو د یوه ګروپ د ژوند کولو یوه لاره ده – هغه عادتونه، باورونه، ارزښتونه، او سمبولونه دي، کوم چې هغه خلک یې  په ټولیزه توګه بیله سوچ کولو منی، او هغه له یوه نسل څخه بل نسل ته د اړیکې نیولو او تقلید له لارې نقل کوي.

د پورته تعریقونو په بنسټ کلتور او فرهنګ د یوه ګروپ د ګډ شناخت وده ده چې د ټولنیزو بهیرونو په لړ کې رامنځته کیږي او په هغه ګروپ پورې اړه لري. د اوس زمانې ملتونه چې له راز راز ملیتونو او قومو جوړ دي، د هغوي کلتور هم د دې ټولو ګروپونو په واسطه تر اغیزې لاندې راځي او یو ګډ ملي کلتور رامنځته کوي. دا هم یو ډول وده ده. څومره چې ملکونه وده کوي همدومره یې کلتور هم تنوع او رنګارنګي مومي.

د کلتوري باورونو ځینې بنسټونه

افغاني ټولنه د خپل کلتور د پنځولو او مثبتې ودې لپاره څینې بنسټیز باورونه او ښکارندې لري چې په هغو باندې زموږ دیني باورونو، زموږ ټولنیز ژوند، دود او دستور، له نورو خلکو او ملتونو سره راکړو ورکړو او نورواغیزه کړې ده او زموږ ملي کلتور ته یې شکل ورکړی دی. دا کلتور پخپل وار سره زموږ د هر یوه شخصیت ته شکل ورکړی او ورکوي یې. دا بنسټونه زیات دي او ځینې یې لکه میلمه پالنه،سخاوت، د بیوزلو لاس نیوی، میړانه یا مردانګي، زغم، بردباري، بښل، تر اړینو شرایطو لاندې ننواتې او عذر منل، عامه دیني عقیده چې د هر انسان اخره خاتمه مستوره ده، معلومه نه ده چې خدای ته به څوک ښه وي، د تکبر بد لیدل، عقیده لرل چې فضیلت به تقوی کې دی او نور ښه ارزښتونه لري. دې بنسټونو او ټولنیزو باورونو مرسته کړې چې په افغاني ټولنه کې ټولنیز تبعیض، په نژادي لوړتیا یا ټيټوالي باندې ایدیولوژیک او کلتوري باور، د کست  (Caste)یا ټیټې کچې نژادي فکر، ټولنیز سیستم او نور د ځینو نورو هیوادونو په نسبت کم یا نشته دي.

د ستونزو سره سره په افغاني ټولنه کې دا باور نشته چې دا قومی ګروپ تر هغه بل نژادي لوړتیا لري، او داچې کوم قوم له ټیټې کچې نژاد څخه دی او نشي کیدای اصل او نسب یې بدل او ښه شي. له همدې کبله زیاتو خلکو د نورو قومي ګروپونو له کورنیو سره ودونه کړي، زیات ګډ ټولنیز باورونه، عقیدتي ارزښتونه او ګډ کتلوري تشخص او پیژندګلوي لري.

د کلتور اغیزه د انسان په شخصیت باندې

د ملتونو انسانان، قومونه، سازمانونه، سیمې او نور ګروپونه د یو څه توپیرونو سره سره زیات ګډ دیني، کلتوري، ټولنیز او سیاسي ارزښتونه لري.دا ځکه چې لکه چې پورته وویل شول، ټولنه په ګډه کلتور ته وده ورکوي او کلتور بیا د یوه ملک په جغرافیه کې او ټولنیز چاپیریال کې په خلکو د هغو د شرایطو سره سم اغیزه کوي. نو کلتور زموږ انسانانو په شخصیت باندي په تیره په کوچنیوالي کې ستره اغیزه لري.

د ماشوم شخصیت، عادتونه او نړی لید تر ډېرې کچې په لمړیو څو کلونو کې شکل نیسي. ماشوم د ذاتي او فطري ذکاوت ترڅنګ، هرڅه له هغو کسانو زده کوي چې ورته زیات نژدې وي. نو هغه کسان او لوبغاړي چې عقیده، اخلاق، پوهه، رښتینولي او کړه وړه یې د ماشوم د شخصیت او عادتونو د جوړښت لپاره بنسټیز رول لري د ماشوم مور او پلار، کورنۍ، ښوونکی، همزولي، ګاونډ، ټولګی، ښوونځۍ، پوهنتون، مسجد او ټول ټولنیز چاپیریال دي. همدارنګه، زموږ ښوونیز نظام، تاریخ، د کار ځایونه، قوانین او مقررات هم زموږ د ماشومانو او د نورو خلکو د ذهنیت او نړۍ لید د جوړښت لپاره یو ښه او یا بد بستر رامنځته کوي او دهغوي ټولنیز ارزښتونهټاکي. په پای کېوتلي مشران، پوهان او روڼ اندي کسان هم د ټولنې په نړۍ لید، عادتونو، انګیرنو، ارمانونو او نړۍ لید باندې اغیزه کوي او په دې توګه ټول پورتني لاملونه او لوبغاړي د ټولنې د کلتور په جوړښت کې اغیزه لري. په دې ترتیب سره د انسانانو او کلتور یو په بل باندې متقابل اثر پریوزي.

په انسان کې د ټولنیز زغم، د غوسې په وخت د ځان کنترول، د مخالف سره چال چلند، د اړیکو نیول، رښتیا یا درواغ ویل، بې رحمه او یا دلسوزه انسان کیدل، د پاکۍ مراعات په کالیو او استوګنځي کې، د حفط الصحې مراعات، بخل او یا لورینه لرل او نور ټول که له یوې خوا په سواد، شتو، او نورو لاملونو پورې اړه لري خو په اصل کې ټولې کلتوري ښکارندې دي.

زیات کسان چې په ستونزه لرونکي کلتور کې ستر شوي وي او بیا لوړې زده کړې، زیات شته او ټولنیز رسوخ هم ولري خو کیدای شي د خپل اولاد په تربیه کې زیات بریالی نه وي. خو ځینې نور کسان بیا که څه هم چې غریب وي او زده کړې یې هم کمې وي خو په کوم غوره کلتور کې لوی شوي وي د اولادونو په روزنه کې کیدای شي تر لمړۍ ډلې ښه وي. ځکه کلتوري عادتونه موږ په ناخبره توګه له ځانه ښیو.

که څوک ووایي چې کلتور زموږ شخصیت ته شکل ورکوي نو ولې په یوه هیواد کې چې زیاتې ګډې کلتوري پدیدې او مقولې لرو زموږ ځینې خلک زیات بیرحمه دي، د یو څو پیسو لپاره ماشومان تښتوي او وژني یې، او ځینې بیا په همدې هیواد کې ډېر ښه عادتونه لري، زړه سواندي، مهربانه او د ښو اخلاقو خاوندان دي، شپه او ورځ د خپل هیواد او خلکو په چوپړ کې دي. دلته زیات پیچلي لاملونه شته خو یو ځواب دا هم کیدای شي چې،دلته ارثي او جنیتیکي لاملونه، د انفرادي کسانو انتخاب او اراده، د هرچا ځانګړې ټولنیز چاپیریال او شرایط، رواني مسایل او نور ټول خپل رول لري چې ځینې کسان یې ښکار کیږي. کیدای شي د دوو وروڼو ماشومانو ټولنیز چاپیریال او د ژوند شرایط ان که په یوه کور کې هم ژوند وکړي خورا زیات توپیر ولري، د یوه لپاره د مینې شرایط وي او بل په بیل وخت کې ستر شي. دا د پیچلو شرایطو یو ترکیب په خواشینۍ سره په شخړو وهلو، بیوزلو او نالوستو ملکونو کې زیات رامنځته کیږي. همدا شخړې او وروسته پاته والی بیا بخپل وار سره نور بد عادتونو راټوکوي او بدې کلتوري عادتونه رامنځته او تقویه کوي. دا اوږد بحث دی او دا مقاله یې حوصله نلري خو مهم سوالونه دي او باید ورباندې څیړنې وشي.

د افغاني ټولنې ځینې کلتوري ستونزې

باید ومنو چې زموږ ټولنه د کلتوري او ټولنیزو معیارونو له اړخه یوه دودیزه او قبیلوي ټولنه ده. د نورو قبیلوي ټولنو په څیر زموږ په ټولنه کې هم ښه ارزښتونه او هم خراب عادتونه شته. په خرابو عادتونو کې بخل او یو بل نه منل زموږ ستر کمښت دی. زموږ په ټولنه کې ډېری خلک نه په خپله کوم ښه کار کوي او نه په بل لورینه لري چې د ښه کار او کوم ټولنیز چوپړ له کبله د خلکو پام ورته واوړي.  د بخل په ځای که موږ په معقولو کارونو کې له یو بل سره مشروع او روا مسابقه کولای، اوکه د چا وس نه کیدای نو بیا یې د بل مخه هم نه ډب کولای زموږ ټولنیزې ستونزې به ډېرې کمې وای.

زموږ بل ټولنیز کمښت دادی چې موږ د اړیکو نیولو، په رښتیا غوږ نیولو، لمړی په خبره باندې ځان سم پوهولو او بیا قضاوت کولو مهارتونه نه دي خپل کړي. موږ چې کله کومه تبصره واورو، یایې په لیکلې بڼه وګورو، نه یې په غور اورو، نه یې په خلاصو سترګو او په حوصله لولو، نه یې سمه ارزونه کوو او زر غبرګون ښیو. نو ځکه زموږ پریکړې هم سمې نه وي.

زموږ د کلتور یوتر ټولو بد مرغ اړخ دادی چې له یو څه ځانګړتیاوو پرته زموږ لویان خپل ځوانان په مجلسونو کې نه شاملوي، خبرو ته يې غوږ نه نیسي او د ځوانانو نظر ته کوم اهمیت نه ورکوي.دا بده کلتوري ښکارنده ځوانان له ودې او مسوولیت منلو راګرځوي.زموږ ښوونیز نظام، د فکر ودې، استدلال، ارزونې، د خپل فکر په هکله فکر، خپلو خامیو ته ځیر کیدل شاګردانو ته کم ورزده کوي. که زموږ د لوړو زده کړو نظام شاګرد بنسټه شي، شاګردانو ته په پټو سترګو د منلو نه بلکه د تعقل او علمي ارزونې له لارې د زده کړې زمینه برابره شي د ارزونې قدرت به یې لا زیات شي. په نورو ملکونو کې شاګرد ته وخت ورکول کیږي چې په مسئلو شک وکړي، خپل دلیل ووایي، او قناعت ونکړي، خو د یوه چوکاټ په د ننه کې. هلته په ټیمونو کې ازاد بحثونه کیږي، د بحث کولو اداب ورښودل کیږي، د حقیقت موندلو لپاره د بل طرف خبرې په غور اوریدل، د خپل فکر په هکله د سوال کولو هنر، او د ځان د اصلاح کولو موکه ورکوله کیږي.

که کوم کس په ټولنیزو رسنیو کې په ټولنه کې د ګډ فکر، عقلاني چلند، سواد او تدبیر کمښت ته ګوته ونیسی، کم کسان یې په تحلیل پوهیږي. یو شمیر کسان به درته ولیکي چې، دا څیزونه اهمیت نلري او هغوی به بله نسخه درکړي. دا کس به لوستی هم وي خو تحلیل او ارزونه به یې تر یوه ماشوم هم کښته وي. سړی د خپل ښوونیز نظام خامیو ته ښه ځیر کوي چې څنګه کسان یې له دومره کمزوري تحلیل سره روزلي دي.

بله ستونزه داده چې زموږ خلک نه په انفرادي توګه او نه په ټولیزه توګه د خپلو تیرو کړنو، تیروتنو او لاسته راوړنو کومه ارزونه  کوي او نه ورڅخه زده کړه کوي. موږ د پلان جوړولو عادت نلرو. که موږ په کوم کار کې پاته راځو ملامتي بل ځای لټوو او مسوولیت نه منو.

زموږ د ټولنې په ځینو ګروپونو کې د کلتور په اهمیت، رول، او د هغه د ودې په لارو چارو باندې زیاته پوهه نشته، نه ورته اهمیت ورکول کیږي، خو په حقیقت کې هره ټولنه کلتور لري او په هر چا باندې د هغو د خپلو ځانګړو شرایطو سره سم اغیزه لري. که په ټولو هغو خلکو چې له کوچنیوالي په یوه کلتور کې اوسیدلي وي، سم غور وکړو او د راز راز سابقو، نظریاتو او ایدیولوژیګانو لرونکي خلک سره پرتله کړو، نو د کلتور په اهمیت او اغیزه به پوه شو. و به ګورو چې له توپیرونو سره سره دا راز راز خلک زیات ګډ خاصیتونه هم لري.

کلتوري چاپیریال او پدیدې په سیاسي شخصیتونو، سیاسي ډلو او دهغوي په کړو وړو هم اغیزه کوي. که په کوم کلتور کې انفرادي کسان او کورنۍ د خپل ځان لپاره موخې نه ټاکي، پلان کول او د خپلو کارونو ارزونه او ورڅخه زده کړه د خلکو عادت نه وي نو سیاسي سازمانونه او ډلې یې هم نه توانیږي چې خپل ځان ته لید لوری، موخې او تګلاره جوړه کړي او ورباندې عمل وکړي.

څو لسیزې پخوا په افغانستان کې داسې کلتور و چې ځینې لایق ښوونکي، استادان او لیکوالان به زیات تقدیریدل. که به کوم کس په یوه مهمه ښوونځۍ او یا پوهنځۍ کې مخکښ شاګرد و، هر چا ورته درناوی کاوه. د دوکتورا او نړیوال شهرت لرونکو کارپوهانو او استادانو په یوه ساده کور، یو څو زره افغانیو معاش، د دولتي موټر څخه یوازې کور او دفتر ته په تګ او راتګ قناعت کاوه او له درناوي ډک ژوند یې درلود. دا هغه ښه کلتوري ارزښتونه ول چې خلک په خدمت، ښه کار او بسیط ژوند خوشاله وو.

خو اوس په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ کې د ترټولو غریبو هیوادونو په کتار کې راځي، داسې یو کلتور راغی چې، زیات خلک که کوم حلال تجارت او یا بل کاروبار هم نلري خو حتمي باید داسې څو کورونه ولري چې د څو سوو ملمنو ځایښت لرونکې تکوي او څلور یا پنځه منزله ولري. د ځینې خلکو نورې سیالۍ بیا د زیاتو لوکسوموټرو، په پغمان کې د سترې چمن لرونې ویلې، په شمالي کې د سترو باغونو په لرلو او هره جمعه په دوبۍ او یا په پل ځای کې په مزو او چړچو کې وي. د دې لپاره چې خلک دا ترلاسه کړي یوډېر لږ شمیر به حلال کسب او کار لري خو یو شمیر بیا د فساد له درکه هغه تر لاسه کوي. دا زموږ اوسنی کلتور دی اوهغه مو د تیر وخت و.

که موږ وګورو، زموږ یا په هره بله ټولنه کې شخصیتونه او ګروپونه د ایدیولوژیکي توپیرونو، مختلفو زده کړو او په راز راز قومي ګروپونو پورې د تړاو ترڅنګ د کلتوري اغیزو له کبله زیات ورته والی هم لري. د مثال په توګه زموږ سیاسي ډلې که په هره مفکوره دي، خو د ځان لپاره کومه علمي تګلاره، مقررات او پلان نه جوړوي، د بریا لپاره په ارامه، سوله ییزه، علمي مبارزه کم باور لري، له خپلو تیرو کړنو زده کړه نه کوي، غواړي زر له خپل بیړنی کار څخه سترې لاسته راوړنې ولري. دا ټول کلتوري خاصیتونه دي چې ټول افغانان یې په زیات ورتوالي سره لري.

که هره ډله خپلې تیروتنې تشریح کوي نو لمړۍ ملامته په نورو اچوي، بیا د ځان د کمښتونو په لړۍ کې هغوی وایي چې موږ بیړه وکړه، تجربه مو نلرله، له تاریخه مو درس نه و اخیستی او نور. خو که تاسو اوس ښه ځیر شی او اوس د ټولو ډلو کړو وړو ته وګوری په عین پخوانو بابولالو لګیا دي او که وس ومومي زیات امکان شته چې خپل تیر تاریخ تکرار کړي ځکه چې له کلتوره یي دا عادتونه اخیستي دي. همدا  لاملونه دي چې زموږ سیاسی ډلې کوم سم پرمختګ هم نشي کولای. زموږ د ملت د بیلو بیلو فکري جریانونو په رهبرانو او کدرونو کې دا ورته والی د هغوی ځینې کلتوري شباهتونه ښيي. همدارنګه، راښيي چې د دې خلکو شخصیتونه په ورته چاپیریال کې راجوړ شوي او ځکه نو یو شمیر عادتونه یې هم سره ډېر ورته دي.

زموږ پخوانیقبیلوي فکراو کلتور به څه مثبت او ځینې منفي اړخونه لرل. خو زموږ په ملک کې تحمیلي جنګونو او اوږدوشخړو، محرومیتونو او ناندریو د هغوی ښه اړخونه کمزوري، او منفي اړخونو یې زیات او تقویه کړل. دا په یو څه توپیرونو سره زموږ په زیاتو ایدیولوژيکي سیاسي او دیني سازمانونو کې راڅرګند شوي دي. زیاتو ګروپونو خپله ایدیولوژیکه لاره پریښې ده، د قومي ټيکه دارانو بڼه یې خپله کړې ده او یا کیدای شي ځینو له لمړۍ ورځې  رښتیا نه ویل او قومي اجندا یې لرله. موږ ګورو چې دې فکر زموږ د هیواد زیاتې ډلې او یا سیاسي سازمانونه نړولي او کمزوري کړي دي. نو ویلای شو چې قبیلوي فکر چې کلتوري اړخ لري زموږ په کړو وړو او سیاسي او ټولنیز ژوند باندې سترې اغیزې لري.

خپل کلتور ته څنګه وده ورکړو؟

کلتوري ارزښتونه او باورونه که څه هم ډېر عمر کوي خو تلپاته نه وي او د وخت په تیریدو او د شرایطو په اساس پکې بدلون راځي.دټولنو د کلتوري او فرهنګي کمښتونو بدلون او اصلاح یوه اوږده پروسه ده، ښې تحلیلی پوهې، علمي او کلتوري کار،غوره تګلارې، ریښتینولۍ، زغم، د وړتیا لرونکو ریښتینو رهبرانو او کدرونو شتون ته اړتیا لري.

د ارثي او جینیټیکی لاملونو ترڅنګ چې د چا په کنترول کې نه وي، د ټولنې کلتوري چاپیریال چې د کورنۍ، همزولو، ښوونې او روزنې، دیني مرکزونو، رسنیو او نورو تر اغیزې لاندې وي د انسان د شخصیت په جوړونه کې خورا زیات رول لری. همدارنګه، دانسان د شخصیت جوړښت ډېره برخه په کوچنیتوب کې سرته رسیږي نو ځکه اړینه ده چې د کوچنیانو سمې روزنې او دهغوي کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو ته پوره پام وکړو ځکه چې په کوچنیتوب کې د ماشوم په شخصیت، ذهنیت، کلتور او خاصیتونو باندې سمه او جوړوونکې اغیزه ولرو او د ژوند د ننګونو لپاره یې تیار کړو.

د سمون لپاره د لیک لوست، میندو، کورنیو، د وړکتونونو او روزنتونونو او د ښوونځیو د لمړنیو ټولګیو د ښوونکو رول خورا مهم دی. همدارنګه، د ماشوم د ادبیاتو، درسي کتابونو، د داستانونو، کتابونو او مجلو د لیکوالانو اثرهم زیات دی. دا د ماشومانو په مستقیمه وده اغیزه لري او هم ماشوم ته نژدې د لمړي کتار خلکو لکه میندو، ښوونکو اونورو چې د ماشومانو مستقیمه روزنه یې په غاړه ده،نو ځکه د ماشوم په معنوي وده کې د هغوي د وړتیا لوړول زیات اهمیت لري.

د دې قشر د کار د لا موثریت لپاره باید د معارف د کوریکولم د پوهانو، د فرهنګي شخصیتونو، ارواپوهانو، د رسنیو او تلویزیوني خپرونو د کارپوهانو او نورو په مټ د شته ستونزو له ارزونو وروسته یوه ملي ستراتیژي جوړه او پلې شي. همدارنګه، د دې کړنلارې په بنسټ باید اړینې لیکنې، ورکشاپونه، درامې، کارتونیک فلمونه، اړین کتابونه او مجلي د امکان ترحده د هیواد په ټولو ژبو او یا لږ ترلږه په دوو ملي ژبو برابر او تطبیق شي. دا به لاره اواره کړي چې د هیواد د راتلونکي او اوسني ځوان کهول لپاره یو ښه کلتوري چاپیریال رامنځته شي ترڅو د سترو شخصیتونو روزلو ته لاره اواره شي.

که په ټولنه کې سیاسي او اقتصادي ثبات، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او د شخړو د حل سم مکانیزمونه شتون ولري; د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره وي;عام خلک ښوونې او روزنې، ټولنیزو خدمتونو، اړینو معلوماتو او عدالت ته لاسرسی ولري، رسنۍ ازادې او د بیان ازادي خوندي وي، ، خلک له لیک، لوست او مدني فعالیتونو سره مینه ولري ښه کلتوري او ټولنیز ارزښتونه وده کوي او بد ټولنیز عادتونه کم او ورکیږي. په داسې شرایطو کې به ټولنیزې ستونزې کمې وي او په خلکو کې به ستره وړتیا وي.

ښاري ژوند او ښاري مدنیت که سم رهبري او مدیریت شي د ګډ ملي کلتور په رامنځته کیدو کې خپله ونډه لري. همدارنګه، کاروبار، پوهه، په علمي توګه طرح شوې ټولنیزې دولتي عامه پالیسۍ او سم پلي کول یې هم خپل ځای لري. که دې شیانو ته وده ورکړل شي نو په کراره کراره ګډ کلتوري او ټولنیز ارزښتونه او مدنیت رامنځته او ټینګښت مومي چې ټول خلک به ورباندې ویاړي.

کلتوري تنوع او رنګارنګي هم د کلتور په وده کې مرسته کوي. که په یوه سیمه او ملت کې څو قومي ګروپونه په سوله او درناوي کې ژوند وکړي، په مدني او ټولنیزو کارونو کې یو بل ته لاس ورکړي، نو یو له بله ښې کلتوري ښکارندې خپلوي، په خلکو کې زغم، یو بل منل، ګډ ټولنیز ارزښتونه او یو ګډ قوي کلتور رامنځته کوي. د وخت په تیریدو سره همدا رنګارنګ قومي ګروپونه، نژادونه او خلک یو ګډ کلتوري هویت رامنځته کوي او دا د هغوی په یووالي کې مرسته کولای شي. څومره چې خلک له مدنیت، علومو، هنر او د اسلام له اصلي روح سره بلدیږي په همغه کچه د هرچا کلتوري هویت او پيژندګلوي هم خوندي کیږي.

نن هر اروپایی وګړی په څو اروپایي ژبو لکه انګلیسي، جرمني، هسپانوي او ایټالوي خبرې کولای شي، زیات کلتوري تنوع او راکړه ورکړه لري. د امریکا په هغه پوهنتون کې چې ما خپلو زده کړو ته دوام ورکاوه یوازې انګلیسي ژبه پکې درس ورکول کیدا، خو رئیس یې څو نورې ژبې هم په درسي سیستم کې شاملې کړې، د مختلفو ملتونو د کلتورونو، تمدنونو، ادیانو او تاریخي نهضتونو درسونه یې د پوهنتون په کوریکولم کې داخل کړل. که څه هم زما مسلک انجنیري وه خو د نړیوال تمدن د تاریخ، د نړیوالو سیاسي جریانونو او په هغو کې د مسلمانانو په ونډه او نورو مهمو مسئلو ډېر نوي شیان مې پکې زده کړل.

د پورته پوهنتون رئیس به ویل چې په نن زمانه کې هغه کس چې په څو ژبو پوهیږي، له څو کلتورونو سره بلد وي، ښه بریالی کیږي ځکه چې نړۍ په یوه کلي بدلیدونکې ده.د پورته پوهنتون رئیس به ویل چې په واشنګټن کې د چین سفارت ټول کار کوونکي په انګلیسي ژبه ښه پوهیږي خو د امریکې سفارتکاران د چین په مرکز کې په چینایي ژبه نه پوهیږي چې دا کار د امریکې دیپلوماسۍ، اقتصادي او تجارتي اړیکو او ګټو ته ستر تاوان لري او زر یې باید لیرې کړي.  تاسو ګوری چې زیاتې مشهورې کمپنۍ لکه سوني، ټویوټا او نورې، ملګري ملتونه، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیاي بانک، او نور نړیوال ګڼ ملیتیز سازمانونه په نړیواله کچه کار کوي او هغوی ټولو ته اړتیا ده چې داسې کار کوونکي ولري چې په زیاتو ژبو پوهیږي او له راز راز کلتورونو سره اشنایي ولري. دا خبره د شتمنو ملکونو د مرسته کوونکو سازمانونو، پانګوالو، تاجرانو، ژورنالستانو او همدارنګه د ټولو ملکونو د دیپلوماسۍ ادارو، تجارت او اقتصادي اړیکو کارپوهانو ته هم اړینه ده. له دې پورته لنډ بحث څخه موخه داوه چې د کلتوري تنوع په ښه والي او ګټو پوه شو.

په خواشینۍ سره د شخړو له کبله زموږ د ټولنې غوره ارزښتونه ورځ تربلې کمزوري کیږي او ځای یې بدې پدیدې او بد عادتونه  نیسي. په موږ کې ځینې باورونه رامنځته شول چې زموږ کتلور ته یې تاوان ورساوه او په ټولنه کې کرکې، یو بل نه منل، او نفاق رامنځته شول.لامل یې دادی چې، نالوستي توب، بیوزلي، وروسته پاته والی، ټولنیز محرومیتونه، د پردو لاسوهنې او نوررامنځته شوي دي. له دې حالت څخه زیات خلک کړیږي، په تعلیم، روغتیا، کاروبار، معیشت، پرمختیا او د بیوزلۍ په ورکولو موږ زیاته پانګونه نشو کولای او د ستونزو په خبیثه دایره کې بند پاته یو.

زموږ کاروباري خلک له ورته ستونزو کړیږي. د ځینو ګوتو په شمار خلکو ور اخوا هغويپه علمي توګه د بزنس پلان او ستراتیژیک پلان په جوړولو او پلي کولو باور نلري. یو ځلي زه د وظیفې له مخې د جمعه محمدي صاحب صنعتي پارک ته د ایسا د ادارې لخوا صنعتکارانو ته د ټریننګ ورکولو لپاره بلل شوی وم. که رښتیا ووایم ما داسې څوک پیدا نکړ چې د خپل کاروبار لپاره د کوم سم بزنس پلان او یا ستراتیژیک پلان ولري. دا خبره بیا ما د مرسته کوونکو( ډونرانو) په یوه لویه غونډه کې مطرح کړه. یوه خارجي کارپوه وویل چې په پلان باور درلودل او ورباندې پانګونه کول یوه کلتوری مسئله ده، ترڅو خلک په دې عادت نشي، په اهمیت یې پوه نشي، د بزنس پلان او ستراتیژیک پلان جوړولو او پلي کولو ته وخت او زیرمې نه ورکوي.

زموږ د وزارتونو هم همدا حال دی. که زموږ حکومت کله کومه ملي ستراتیژي جوړه کړې ده، یا کوم وزارت د خپل ځان لپاره کوم ستراتیژیک پلان جوړ کړی دی خو د پلی کولو لپاره یې هیڅ ژمنتیا نه وي او د کاغذ په مخ پاته کیږي. هیڅکله هم موږ اوږدمهاله فکر ته کوم اهمیت نه ورکوو. دا پورته کمښتونه ځکه شته چې موږ یوه لړۍ کلتوري او ټولنیز عادتونه لرو چې د مسئلو له رښتیني تعقیب څخه مو راګرزوي.

یو څو د پام وړ سپارښتنې

  1. موږ ټول افغانان باید خپلو کلتوري او ټولنیزو مثبتو ارزښتونو ته پوره پاملرنه وکړو او په اهمیت ېې پوه شو. باید په علمي توګه یې ټولې خواوې وارزوو، ویې وپیژنو، د ټینګښت او تقویې لپاره یې په علمي توګه او په ګډه کار وکړو.
  2. د اړوندو کارپوهانو په مرسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د اړوندو نهادونو لکه د لوړو زده کړو اړینې پوهنځۍ، څیړنیز مرکزونه، د علومو اکادیمي، لیکوالان، فرهنګیان، د رسنیو کارکوونکي او نور باید یوه کلتوري او فرهنګي شورا رامنځته کړي او علمي طرحې وارزوي، او د پلي کولو په هکله یې له دولت سره مرسته وکړي.
  3. باید د کلتور اهمیت د انسان او په تیره د ماشوم د شخصیت، عادتونو، کرکتر او نړۍ لید په جوړونه کې و عامه خلکو ته د رسنیو، لیکنو، سریالونو او دیني موعظو له لارې روښانه او لارې چارې یې ورزده شي.

  1. د ماشوم ادبیاتو ته باید اړینه پاملرنه وکړو، د ماشومانو خپرونې، مجلې لکه د کمکیانو انیس، کتابونه، کارتوني فلمونه او نور باید په علمي توګه رامنځته او وده ورکړو.

  1. د میندو، کورنیو، د وړکتونونو د روزونکو، د لمړیو ټولګیو د معلمانو، په رسنیو کې د ماشوم د پروګرامونو وړاندې کوونکو، د ماشوم لپاره د خپرونو چلوونکو او مینه والو لپاره غوره اړین ټریننګونه جوړ او سم پلي شي.

  1. په ښوونیز او روزنیز نظام کې په وړکتونونو، مسجدونو، او د ښوونځیو په لمړنیو ټولګیو کې مو د ماشوم د شخصیت، کلتوري ارزښتونو، له نورو خلکو سره د اړیکې نیولو او چال چلند په وده اړینه پانګونه وکړو او پلي کولو ته یې ژمن شو.

  1. اړونده مسوولین باید د منځنیو او لوړو زده کړو په پروګرامونو او کوریکولم کې د نرمو مهارتونو، لکه اړیکې نیول، له نورو سره کار کول، زغم، یو بل منل، د ارزونې قدرت، عمیق فکر کول، د مخالفت او ذهني فشار سره عقلاني چال چلند، د خپل فکر په هکله فکر او نور شامل کړي ترڅو د ځوان کهولاحساسي ځیړکتیا زیاته او د ژوند د ننګونو لپاره تیار شي.

  1. د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د اړینو ستراتیژیکو پلانونو په مرسته په هیواد کې د یوه ملي کلتور د ودې لپاره کار وکړي او باید چې کافی بودجه ورته وټاکل شي.

  1. د ښکلو هنرونو، ادبیاتو پوهنځیو او مسلکي دارالمعلمینو او نورو ته باید داسې شاګرد بنسټه کوریکولم او پروګرامونه جوړ او پلي شي چې، د هنر، ادب، کلتوري ارزښتونو به پنځولو کې مخکښان شي او هم ځوان کهول نوښتګر، د مشروع رقابت پلویان، او په ځان متکي وروزي.

 د یوه خپلواک، هوسا او پرمختللي افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل – افغانستان

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *