Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار د سولې د موافقې د لاسلیکولو لپاره کابل ته راځي

تاند- راپورونه وايي چې ممکن په لنډ وخت کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

که حکمتیار د سولې د موافقې لپاره کابل ته لاړ راشي دا به په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان د حکومت د سولې د هلوځلو لومړنۍ نتیجه وي.

کابل ته د حکمتیار د تګ په صورت کې به نوموړی له ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې د عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د سولې د عالي شورا سرچینې تاییدوي چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره موافقه نهايي شوې او هیله لري چې حکمتیار به په خپله د وروستۍ موافقې د لاسلیک لپاره کابل ته ورشي.

کابل ته د حکمتیار له تګ سره به په زرګونو حزبیان، چې په پاکستان کې د مهاجرت سخت او له توهین سره مل ژوند کوي، موقع ترلاسه کړي چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي او څه نا څه له هغو امتیازونو برخمن شي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یوازې څو ګوندونو ترلاسه کړي دي.

ډېر حزبیان او ښايي حکمتیار په دې باور وي چې د سولې د موافقې په صورت کې حزب اسلامي پر یوه داسي اغېزمن او متحد ګوند بدلېدای شي چې د هیواد د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې رول ولري.

حکمتیار د افغانستان د حکومت په محبسونو کې د خپلو ټولو بندیانو د خلاصون او له تور لېست څخه د اسلامي حزب د ټولو غړیو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د سولې عالي شورا تېره اوونۍ ویلي و چې د حکمتیار په ۲۵ شرطونو کې یوازې له ۵ سره موافقه نه ده شوې او د هغو واک له ولسمشر محمد اشرف غني سره دی.

د افغانستان له دولت سره د حکمتیار یوځای کېدا ممکن د دولت نورې وسله والې ډلې د سولې پر پروسې باورمنې کړي.

389 total views, 1 views today

3 comments

  1. pattang Reply

    کومه سوله ؟؟

    دالر پټ کړه ، هېواد خرڅوه په دالرو
    اشغا لګر پرېږده چې په افغانستان کې نور هم خپلې پښې کلکې کړي !!!
    دا کوم غیرت ، پښتو انسانيت دی ؟؟؟

  2. محمد انور ولید Reply

    حکمتیار خو د قطبي خرس کمونېزم په توره او نره کې وواهه . له غرب سره (۱۵ ) کاله له افغانستانه د غربي ښکېلاک د وتلو پر سر په لانجه کښېوتی ؤ ،خو نن یې د خپلو ملي ګټو په خاطر مشروطې سولې ته لاس اچولی . ځکه سوله د خدای تعالی امر دئ ،خو دېته دې هم پام وکړي چيرې نه چې د غربي نهنګ په کومه توطئیه کې بند نه شي . د الهي دستور سره سم خو اسلامي ژمنو ته د اسلام او خدای تعالی دښمن عقیده نلري ، نو ژمنو ته به څه ډول معتقد پاتې شي ؟ !!!! ….. والسلام . محمد انور ولید

  3. الکوزی Reply

    الله دی په خیر راولی او خدای تعالی دی دغو نورو ډلو ته هم توفیق ورکړی چی راشی او دغه خوار ملت ته خدمت وکړی او که څوک ددی هیواد ورانول غواړی الله ج دی تباه کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2