Categories

اعلان

Loading…

نوی کال: يو څه ښه او بد زيري/ عبدالله حسرت

د ۱۳۹۵ کال پیل د افغانستان لپاره څو ښه او بد زيري لرل. د وسلوالو طالبانو د سولې خبرو ته له نه ويلو وروسته د دوی له لوري د عمري په نوم د عملياتو پیل او د کابل په پل محمدخان کې د خونړي بريد د پړې اخيستل د دې لامل شول چې افغان حکومت پر خپله تګلاره له سره غور وکړي. د کابل له چاودنې وروسته که له یوې خوا افغان چارواکو او ولس له وسلوالو طالبانو سره د سولې له خبرو اترو څخه بيزاري او بې باوري وښوده خو له بلې خوا د افغان دولت د يوې بلې مخالفې وسلوالې ډلې مشر ګلبدين حکمتيار له لوري کابل ته د خبرو اترو په موخه د پلاوي راليږل د ملي پخلاینې ټکنۍ شويو هڅو ته ساه وروبښله. د وروستيو راپورونو پر اساس د اسلامي حزب د پلاوي او د افغان دولت تر منځ د سولې خبرې اترې تر ډیره کامیابې او نهایي کېدو ته نږدي دي. په سيمه کې يو لړ نور سياسي او اقتصادي پرمختګونه ليدل کيړي چې افغانستان به یې له مثبتو او منفي اغيزو څخه خوندي نه وي. د کاسا ۱۰۰۰ او چابهار بندر اقتصادي پروژو په اړه د اړوندو هيوادونو تر منځ  وروستيو پرمختګونو د افغانستان د اقتصاد او د سيمئيزو همکاريو لپاره یو زيری دی. دغسې پروژې کولای شي د افغانستان او سيمې د هیوادونو تر منځ رغنده اړيکو ته لاره هواره کړي او د سيمئيز امن پیلامې وګرځي.

له بلې خوا د پاکستان په دننه کې د دغه هيواد اوسنی حکومت د پوځ تر مستقيم او غير مستقيم فشار لاندې دی. په اسلام آباد کې د مذهبي ګوندو او اشخاصو له لوري (پلان شوي) لاريون څخه رانيولې تر پانامه ليکس پورې د نوازشريف په مشرۍ حکومت تر سخت فشار لاندې دی. د دغې فشار په پايله کې د نوازشريف حکومت ښايي پوځ ته په لا زياتو اختياراتو ورکولو سره د خپلو مشکلاتو راکمولو هڅه وکړي. په اسلام آباد کې که کوم سياسي بدلون راځي نو دا به د افغان دولت د سيمئيز سياست په روان کړکيچ کې د ستونزو د لا زياتوالي سبب وګرځي.

له بلې خوا د طالبانو سره څلور اړخیزې خبرې د ناڅرګنده برخليک سره مخ دي. له دې څخه داسې بريښي چې د جګړې ښکېلې خوواوې او د سولې د خبرو ګډونکونکي په خپلو کې د ګټو د ټکر له امله په يوه داسې توافق نه رسيږي چې ټولو ته د منلو وړ وي. له طالبانو سره د سولې پروسه د پردیو په لاس کې ورکړل شوې ده او بين الافغاني کول یې هم تر ډيره د افغانانو د وس خبره نده. ځکه چې افغان دولت د امکاناتو او سولې لپاره د يوه منظم ميکانیزم د نشتون له کبله پر بهرنيو اتکا کوي او وسلوال مخالفین هم د پرديو په لومو کې ګېر دي. له بده مرغه د افغانانو تر منځ سوله د افغان جګړې د بهرنيو لوبغاړو تر منځ د دوی د سيمئيزو ګټو د ټکر په مخنيوي کې نغښتې ده. د افغانستان دولت بايد له خپلو ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو همکارانو سره داسې سیاست پر مخ بوځي چې دغه هيواد د دوي د خپل منځي رقابتونو د تظاهر لپاره میدان ونه ګرځي. د ملي وحدت حکومت که له يوې خوا د چين د هيواد بې سارې مرستې او همکارۍ جلبولو کې کامياب شوی خو له بلې خوا په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ له امله د روسیې او مرکزي اسيا د هيوادونو اندېښنې راپاریولې دي. افغان دولت بايد د امريکا او روسيې تر منځ موجود حساسيتونه درک کړي، تر څو افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د زورواکانو تر منځ د جنګ په ميدان بدل نشي. له هغو ټولو امکاناتو بايد پوره پوره ګټه پورته کړاي شي چې د سولې په راوستلو او سيمئيز انډول رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د طالبانو له لوري د پل محمد خان خونړي بريد په ولسي کچه خورا توند غبرګنونه راوپارول. د پېښې ډېری قربانيان عام وګړي ؤ. دغسې کړنې د خلکو په منځ کې د وسلوالو طالبانو د نفوذ د کموالي او له دوی څخه د خلکو د کرکې سبب ګرځي. په ۱۳۹۴ ه.ل کال کې د وسلوالو طالبانو لاسته راوړنې د دوی د ځاني او مالي زيانونو په پرتله خورا کمې وې. اوس دوی له يوې خوا ځان مجبور ګڼي چې د خپلې ۱۴ کلنې جګړې په دې فيصله کن او حساس پړاو کې د بشپړ قوت مظاهره وکړي خو له بل لوري د دوی بې کچې تلفات به دغه  وسلوال تحريک له زوال سره مخ کړي. د طالبانو په تشکيلاتي جوړښت کې وروستي درزونه د دوی د ناکامۍ غمازي کوي. که په اوسنيو شرايطو کې طالبان جګړې ته دوام ورکوي نو لازیات به کمزوري شي. چې په هغه صورت کې به شايد سوله له دوی سره د دوی د ګټو لپاره نه، بلکې د دوی په نوم له پرديو سره د هغوی د ګټو لپاره وي.

له بلې خوا د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د پخلاینې او له افغان دولت سره د سولې کولو لپاره په هره معنا دقيق او مناسب وخت ټاکلی. د کرزي صيب په وخت کې، کله چې اشخاص فردأ نازول کېدل او د ګوندي سياست مخه نيول شوې وه، شاید ښاغلي حکمتيار دا غوره نه ګڼله چې خپل ګوندي ملاتړ او قوت له لاسه ورکړي. اګر که د هغه له لوري د اوسني نظام پر ضد د ټوپک اوچتول د افغانستان او افغانانو په تاوان وو خو په اوسني وخت کې د ده راتګ او له نظام سره يو ځای کېدل تر بل هر وخت اړين دي. له تېرو دوو يا دريو کلونو څخه د افغان دولت پر ضد د وسلوالو په جګړه کې توندوالی راغلی. له حزب اسلامي سره د سولې په نتيجه کې نه يواځې دا چې د دولت يوه مخالفه ډله به د اوسني نظام پر وړاندې له مقاومت څخه لاس په سر او د تقويت لپاره به یې په کار پيل وکړي بلکې د وسلوالو طالبانو په مورال او تګلاره به هم اغېزې وکړي او د هغوی د اوسني موقف مشروعيت به نور هم له ستونزو سره مخامخ کړي. دویمه دا چې په اوسني حالت کې د ملي وحدت حکومت له داخلي بحران سره مخ دی. د حکومت د رهبرۍ خپل منځي اختلافاتو او په ولسي کچه د اکثريت خلکو نارضايت ته په کتو سره د دې اړتيا ليدل کيږي چې د ښاغلي حکمتيار غوندې کس چې د هيواد په شمال او جنوب دواړو کې پراخ ملاتړ لري، د حکومت او نظام د پياوړتيا سبب وګرځي. که څه هم د انجينر صیب نشتون د افغان دولت لپاره دومره ستونزې نه پیدا کولې خو له نظام سره د هغه يو ځای کيدل به د ډيرو ننګوونو مخنيوی وکړي. حکومت به له یوې خوا د سولې د خبرو د کاميابۍ کرېډټ واخلي او له بلې خوا به د اپوزيسيون د ډلو او اشخاصو په مقابل کې خپله جبهه قوي کړي. دريمه دا چې د ښاغلي حکمتيار په راتګ سره به د حزب اسلامي ليکې د یوه سياسي ګوند په توګه له سره منسجمې او منظمې شي چې دا به په ټوله معنا د افغانستان په سياسي فرهنګ کې د ګوندي سياست د احياء پيلامه وي. خو دا هر څه به د انجينر صیب لپاره دومره آسانه هم نه وي. ځکه چې نوموړی له تېرې یوې لسېزې څخه راپدېخوا له هيواده څخه بهر پاتې شوی چې په دغه موده کې د افغانانو په ټولنيز ژوند او د هيواد په سياسي اوضاع کې خورا اساسي بدلونونه راغلي. د ګوند ملګري یې هم د ده په نشتون کې په بېلابېلو  او آن تر دې چې په مخالفو سياسي لوريو کې مدغم شوي. له دغو بدلونو سره د ځان اعيارول او ستونزو ته د حل لارې چارې  لټول به د ښاغلي حکمتيار لپاره له ستونزو خالي نه وي.

وخت به لګي چې به رنګ د کابل اخلم

ډېر خويونه مې اوس هم د پېښور دي

له بله پلوه د هيواد په شمال کې د اسلامي حزب نفوذ ته په کتو سره شمالي ټلواله هم د ګلبدين حکمتيار راتګ د ځان لپاره د خطر زنګ بولي. او له همدې امله په پټه سره داسې هڅې کوې چې د حزب اسلامي له پلاوي سره د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي. حکومت او ولس بايد د دغسې کړنو مخه ونيسي او د اسلامي حزب د غير مشروطې سولې وړانديز ته په خلاص زړه هرکلی ووایي. دا هيواد تر بلې هرې ورځې زيات نن سولې ته اړتيا لري او يوازې خپل منځي سوله او اتحاد مو له نړيوالو سره سيال کولای شي.

عبدالله حسرت يو خپلواکه ليکوال دی چې په بېلابېلو سياسي او ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو ليکنې کوي. نوموړی  د دې برېښناليک له لارې موندلای شئ.

abdullahabdullah124@gmail.com

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *