Categories

اعلان

Loading…

په لسګونو مشکوک کسان په سالنګ کې نیول شوي

تاند- د افغانستان شمال ته د دولت د لسګونو وسله والو مخالفانو د نیول کېدو په اړه امنیتي چارواکي ضد و نقبض څرګندونې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې تېره شپه یې۱۵۰ تنه مشکوک کسان په داسي حال کې په سالنګ کې نیولي چې د هیواد شمال ته روان ول.

پژواک خبري اژانس د امنیتي چارواکو په قول د نیول شویو کسانو شمېر ۲۰۰ تنه ښودلی خو د پروان چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې ۷۱ تنه یې نیولي دي.

له بلې خوا د ملي امنیت ریاست وايي چې ۴۰ تنه مشکوک کسان یې په کاپیسا ولایت کې نیولي دي.

په همدې حال کې باختر خبري اژانس ادعا کړې چې اکثره نیول شوي کسان پاکستانیان دي.

4 total views, 1 views today

2 comments

  1. لاروی Reply

    دا هغه خوار پښتانه دي چې باکستان په زوره ایستلي

    طالبان به دومره ساده نه دي چې پر پروان ورشي

  2. shahed Reply

    اۍ په درانه خو ب ویده قو مه له خوبه را ویښ شې دا څه ظلم او جفا په دې مظلوم قوم روا نه ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *