Categories

اعلان

Loading…

فرديت او ادبيات/ اجمل ښکلی

” له بودا نه خپل يوه پيرو پوښتنه وکړه، چي ژوند څه دی او خدای څه دی؟ بودا ورته وويل: که يو سړی په غشي لګېدلی وي، هغه به دا پوښتنه کوي، چې غشی د څه و او په زهرو لړلی و که نه او که د غشي د ايستو چاره به کوي؟”(د سوفي نړۍ)

د وجوديت مشر فيلسوف کيير کيګارډ د هيګل پر پلويانو همدا نيوکه کوي، چې د فرد ټپونو درملنه پکار ده، ټوليز قوانين پرې تطبيقول نه.

خير کيګارډ خو د خدای پر وجود شک د خدای د خدايۍ سپکاوی ګاڼه؛ خو د وجوديت نامتو فيلسوف ژان پل سارتر له خدايه منکر و، ځکه د ده په اند که خدای وي؛ نو د فرد د ازادۍ تصور نه شي کېدای او که فرد ازاد وي، نو د خدای اړتيا نشته.

د سارتر د فردي ازادۍ چغه يواځې د کاتوليک عيسويت پر ضد نه وه، بلکې د سوسياليزم پر ضد هم وه، چې د ټولنيزې برابرۍ په نامه يې له فرده ازادي اخيسته، بلکې د غنم له دانې هومره ټولنيز خنډ نه نيولې تر ستر ټولنيز بنديزه پورې يې د هر ډول اختناق مخالفت وکړ.همدا علت و، چې کاتوليکې کليسا او مارکسيستانو له خوا پرې د بې مهاره فردي ازادۍ تور پورې شو.

سارتر وجود تر ماهيت يا حضوره مقدم بولي. سارتر وايي، چې انسان له حيواناتو نه د خپل شعوري ماهيت له مخې بېلېږي؛ خو انسان اول وجود وي، بيا د خپل ماهيت پر بنسټ د يوه حيثيت خاوند کېږي. نو اول د انسان د وجود غم خوړل پکار دي، چې څنګه يې له ټولنيز ناورينه وژغورو.

انسان د خپل وجود د همدې بقا لپاره خپل شعور روزي. شعور انسان ته د ځان او د دنيا د بېلوالي تجربه ورکوي. انسان د وجود د بقا لپاره اړ دی، چې د ټولنې قوانينو ته غاړه کېږدي، ګنې بيا يې بقا سختېږي.

له بهرني چاپېريال سره د سازښت لپاره انسان له خپلو ډېرو فردي غوښتنو تېرېږي او د خپل ځان په خوا کې يو بل سيال ځان هم روزي، دا ځان ټولنې ورکړی او ټولنيز ځان دی. په دې طريقه انسان د خپلو فردي غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې ځان دلاسه کوي، چې غريبي وه، اخلاقي بنديزونه وو، دا وو، هغه وو. دې چارې ته سارتر د ځان غولونه وايي. ښايي، يو همجنسپرست په يوه دوديزه ټولنه کې ووايي، چې هو ما پخواهمجنس ته تمايل لاره؛ خو اوس سم دم يم او په هغه تمايل شرمېږم، مطلب دا چې، ځان غولوي. دا د سارتر بېلګه ده؛ خو که يو بل همجنسباز وي او هغه ووايي، چې هو، ما ته د همجنس انسانان خوند راکوي او دا زما فطرت دی، همداسې پيدا يم، زه له خپل فطرت مجبور يم، پر وړاندې يې څه نه شم کولی، مطلب دا چې، دی د نورو د غولولو هڅه کوي.

زموږ شعور د نورو له وجود پرته مانا نه لري. موږ خپل ځان ته د نورو په هېنداره کې ګورو. زموږ ماهيت د نورو په وجود پورې تړلی دی. موږ هغه يو، چې خلکو ته ښکارو. په دې طريقه د دويم همجنسباز خبره بيا هم د ځان غولونه ده.

ځان غولول ته انسان ولې اړ دی؟ ځکه چې له نورو افرادو سره ژوند کوي، چې له ده سره په يوه ټولنيز او اخلاقي تار تړلي دی او د ده انحراف دی د تسبې د دانې غوندې له دې لړه ايستی شي.

اوس راته پته لګي، چي سارتر ولې يو انسان د بل انسان دوزخ ګڼي، ځکه چې د يو بل ازادي سلبوي، له يو بل سره رخه کوي، د يو بل پښې وهي او ځکه ورته مزاحمت کوي،چې د ده بقا او ښه ژوند د هغه په فنا او خرابولو پورې تړلي دي. د ممتاز بيت دی:

(په) ځان پسې مې پورې د ځان ور دی، نه راوځم
انسان يم، له انسان نه مې خطر دی، نه راوځم

سارت په (No exit/ د وتو لار نشته) ډرامه کې درې دوزخيان راښيي، چې په يوه کوټه کې بنديان دي او سزا يې صرف دا ده، چې يو بل وزغمي. دویله يو بل سره تنګ شي، ځکه درې کسان د درو بېلو وجودونو خاوندان دي او درې وجودونه درې ډوله بېلابېل تمايلات لري، ځکه نو د يو بل لپاره دوزخ وي.

که ټولنيز ارزښتونه فرد زندۍ کوي، نو د خلاصون لار څه ده؟ سارتر وايي، چي د انسان په پيدا کېدو کې د ده خوښي او اراده شامله نه ده، دی مجبور دی، چې ژوند وکړي؛ نو ولې يې ازاد او په خپله خوښه نه کوي؛ خو انسان چې وشي، د بېرته فنا ويره يې ټولنې ته ورټېل وهي او دی د ټولنې په څلور دېوالۍ کې پناه واخلي. فرد ته ژوند بې موخه او نااشنا ښکاره شي او هڅه شروع کړي، چې د ټولنې په سترګيو ژوند ته موخه وټاکي او تعريف يې کړي.

خو موږ ازاد زوکړي يو او د انتخاب اراده او حق لرو؛ نو چې ژوند مو څنګه خوښ وي، هغسې به يې تېروو، ځکه زموږ ژوند دی. څوک چې خپله اراده د ټولنې په رضا  پورې وتړي، هغه په دې هجوم کې ورک شي او فرديت يې محوه شي، فرد هغه دی، چې خپله ازادي ثابته کړي او خلکو ته وښيي، چې زه(فرد) موجود يم.

سارتر وروسته د خپلې افراطي فردي ازادۍ په نواقصو پوه شو، چې فرد خپلې فردي غوښتنې د ټولنې په ورکړيو تمايلاتو کې مطرح کوي.

سارتر د خپلې فلسفې د خپرولو لپاره عملي هڅې هم وکړې او ادبيات يې هم ايجاد کړل او ناولونه او ډرامې يې وليکلې. پر دې سربېره يې د (ادب څه دی؟) په نامه خپلې ادبي نظريې وړاندې کړې.

د سارتر د ټولو ادبي نظريو بنسټ فردي ازادي ده او پردې بنسټ ورته ادب د ټولنې پر وړاندې د فرد بغاوت ښکاري. اوس که د سارتر د ټولې فلسفې په رڼا کې دې خبرې ته وګورو، نو په ډېر څه پوهېږو. موږ هڅه کوو، چې د ادب پښو ته هم ټولنيزې زولنې ورواچوو او هغه پايلې ترې وغواړو، چې موږ يې توقع کوو.

اوس ادب له دوو ستونزو سره مخ شو، يو ورپورې تړلې توقع ده او بل ټولنيز خدمت.

سارتر وايي: “شاعر نه په موسيقۍ کې مانا نه پيدا کوي او نه انځورګر د مانا انځور باسي، ځکه نو له شاعرۍ، انځورګرۍ او موسيقي نه دا هيله شنډه ده، چې يوه ايډيالوژي وپالي يا ورپوري ځان وتړي….”

دويمه ستونزه ټولنيزتوب دی. سارتر وايي، کمزوري ناولونه هغه دي، چې ليکوال پکې د لوستونکي غوړه مالي کړې وي. ښه ناول د شدېد اړتيا زېږنده وي.

سارتر ستر ادب هغه استازی ګڼي، چې په لرغوني يونان کې يې له مارتان نه اتن ته د سوبې خبر ووړ، چې له ډېرو منډو نه اتن ته تر رسېدو مخکې ومړ؛ خو دومره خوشحاله و، چې د سوبې زېری يې په مړه ځان تر اتن ورساوه. د سارتر په اند ستر ادب تر مرګ وروسته هم ژوندی وي.

خپلو ادبياتو ته چې د سارتر د فردي ازادۍ له زاويې ګورو، نو په ګوتشمېرو کسانو کې خوشال هغه شاعر دی، چې د شعر په ساغر کې راباندې د خپلو تجربو شراب څښي. د ساغر او شرابو مثال مې ځکه راووړ، چې زموږ فردي غوښتنې همدغسې زموږ د ټولنيزو غوښتنو په تور ليست کې وي؛ خو هنر هغه ډګر دی،چې موږ پکې خپلې فردي ازادي ثابتولی شو.

که خپلې فردي تجربې پکې بيان نه کړو او خپل فردي نظرونه پکې ونه وايو، ادب نه شو ايجادولای.

سارتر وايي، چې دا د ادب دنده ده، چې له ناپوهۍ او دروغو سره مبارزه وکړي او خپلې واقعي فردي خوښۍ راته ووايي.

خو زموږ په ټولنه کې چې ليکوال او شاعر له خپلو پنځونو نه نه بېلېږي، شايد ليکوال او شاعر د خپل حيثيت د بقا له امله راته په واز کومي خپلې فردي غوښتنې ونه وايي او داسې د سترو ليکوالو او شاعرانو په کتار کې ونه درېږي.

خو د دې مسالې حل ډېر اسانه دی، يو خو له فردي تجربو نه مراد يواځې د شاعر يا ليکوال خپلې تجربې نه دي، بلکې د فرد تجربې دي. دلته فرد د ټولنې په مقابل کې واقع دی، چې شاعر يا ليکوال هم کېدای شي، يو بل واقعي يا خيالي فرد هم کېدای شي او کله چې لوستونکیپه دې خبره پوه شي، نو د شاعر يا ليکوال شخصيت د هغه له پنځونو بېل کړي او په دې توګه د پنځګر د حيثيت مساله حل شي. هسې ليکوال او شاعر که خپل هنر ته رښتينی وي، د خلکو د دوزخونو نظرونو خيال ولې وساتي. ښايي، زما دا خبره لوستونکو ته بې احتياطه ښکاره شي، خو چاره نشته.

دويم دا، چې شاعري يا ليکوالي د يوه فرد د محروميت يا مړښت زېږنده نه وي، بلکې د ټولنې د ډېرو افرادو تنده رانغاړي. داسې، د پنځګر فردي تجربه هم فردي نه شي پاتې او په يوه اجتماعي غوښتنه واوړي، چې د ټولنيزتوب پرضد ده؛ نو دلته فرديت په اجتماعيت کې منحل او د پنځګر د حيثيت ستونزه حل شي.

د يوه شاعر عملي ژوند ته د نېژدې الفاطو انتخاب وي او که د يوه ليکوال ځانپېښې وي، ټول د ټولنې د افرادو نمايندګي کوي او يواځې د شاعر يا ليکوال خواهش نه وي، بلکې د هر فرد خواهش وي.


د استاد ښکلي نورې لیکنې

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. sher jan Reply

    It is important to note that modern phenomenology is one of the numerous philosophical methods which seek to rise above both idealism and materialism by discovering a philosophical “third way,” by making intuition the true source of knowledge. From Nietzsche through Mach and Avenarius to Bergson and beyond, the mass of bourgeois philosophy goes this way. Husserl’s intuition of essence (Wesensschau) is but one strand of the development.

    This would not in itself be a decisive argument against the phenomenological method. If we are to arrive at a correct judgment, we must first understand the philosophical and topical significance of the “third way,” as well as the place and function of intuition in the knowing process.

    Is there any room for a “third way” besides idealism and materialism? If we consider this question seriously, as the great philosophers of the past did, and not with fashionable phrases, there can be only one answer, “No.” For when we look at the relations which can exist between being and consciousness we see clearly that only two positions are possible: either being is primary (materialism), or consciousness is primary (idealism). Or, to put it another way, the fundamental principle of materialism is the independence of being from consciousness; of idealism, the dependence of being on consciousness. The fashionable philosophers of today establish a correlation between being and consciousness as a basis for their “third way”: there is no being without consciousness and no consciousness without being. But the first assertion produces only a variant of idealism: the acknowledgment of the dependence of being on consciousness. Georg Lukács 1949

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *