Categories

اعلان

Loading…

څه ډول شیطان نا هیلی کړو؟/ ژباړن/ حامد احمدزی

یوه ورځ شیطان د مسجدالحرام په خوا کې ولاړ وو. رسول الله صلی الله علیه سلام د کعبې شریفي په طواف بوخت وو، کله يي چې طواف وکړ، وې لیدل چې شیطان یې خواته ولاړ دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: اې لعنتي! په تا څه شوي چې داسې خوار او غمځپلی یې؟!
شیطان ورته وویل: ستا د امت له لاسه داسې یم.
رسول الله (ص) ورته وویل ولې هغوی له تاسره څه کړي؟
شطان وويل: یارسول الله، څو ښه خویونه دي چې دوی یې لري، زه چې هر څومره هڅه وکړم نه یې شم ترې اخیستلای
رسول الله ورته وویل: هغه کوم ښه خویونه دي چې ته یې نا ارامه کړی يې؟

ويې ویل: لومړی داچې دوی یوبل سره مخ کیږي یو پر بل سلام اچوي ، او سلام دخدای له نومونو څخه یو نوم دی، نو هرڅوک چې پر یوبل باندې سلام اچوي نو الله پاک دوی له هرې بلا نه ساتي، او هرچا چې د بل کس سلام ته ځواب ورکړ، الله پاک هغه په خپل رحمت کې داخلوي.

دوهم داچې، له بل سره ستړې مشې کوي او سره مخ کیږي یوبل ته لاس ورکوي او چې تر هغو یې بېرته لاسونه نه وي جلا کړي، الله پاک په دواړو خپل رحمت اوروي.
درېم- کله چې دوی ډوډی خوري نو خپل لاسونه مینځي او ما له هغې ډوډی نه محروموي.

څلورم- کله چې خبرې کوي، نو انشا الله وایي او د الله پاک په پرېکړې خوښي ښيی. نو زه نشم کولای چې د هغوی کارونه ګډوډ کړم، او زما هڅې بې پایلې وي.
پنځم- زه له سهاره تر ماښامه هڅه کوم چې دوی په غم اخته کړم، کله چې ماښام شۍ توبه وباسي او زما تکلیفونه بې ګټې شي، او الله پاک د دوی ګناهونه ور وبښي.
شپږم، له ټولو نه مهمه دا، چې کله ستا نوم اوري په لوړ غږ سره درباندې درودونه وایي. زه چې د درودو په ګټو خبر یم، له ډېرې نا ارامۍ تېښته کوم، ځکه ددې ثواب زور نه لرم.
اووم- هغوی چې کله ستا د کورنۍ غړي ويني، ډيره مينه ورسره کوي او دا تر ټولو غوره عمل دی.
وروسته رسول الله (ص) مخ صحابه وو ته ورواړو او ورته وې ویل: هرچا چې دا عادتونه درلودل نو له جنتي خلکو څخه ګڼل کیږي.

27 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    احمدزی صاحب !الله جل جلاله دی نور هم قوت درکړی چه موږ ته دیته ورته اخلاقی او تربیتی لیکنی د آنحضرت صلی الله علیه وسلم ،اصحاب رضی الله عنهم ،امامانو او سلف صالح رحمة الله علیهم د سیرت ،اقوال او کردار نه ولیکی تر څو زموږ ورته پام او خصوصا امراء او علما مو هم تری مستفید او موجبات رحمت الهی زموږ په عمل کی زیات او غمونه کم شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *