Categories

اعلان

Loading…

د سینې د سرطان د مخنیوي لور ته مهم ګام

تاند- ساینسپوهان وايي چې دوی اوس تقریباً معلومه کړې چې د انسان په جین کې کوم بدلونونه د دې سبب کېږي چې د سینې یا تي سرطان رامنځته شي.

د ښځو د سینې یا تي سرطان د سرطانونو په منځ کې تر ټولو عام او زیات دی.

د ساینسپوهانو له لوري دا پرمختګ، چې جزییات یې په نېچر مجله کې خپاره شوي، د دې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره یو لوی ګام بلل شوی دی.

ویل شوي چې دا د سینې د سرطان په برخه کې تر ټولو لویه او پراخه څېړنه ده او هغه ټول معلومات پکې شامل دي چې په وجه یې د روغې سینې انساج خرابېږي.

د بریتانیا د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز وايي چې دا تازه موندنې د سرطان د درملنې لور ته یو مهم ګام دی.

ساینسپوهان وايي، د دې لپاره چې د دې ناروغۍ په علت پوی شي باید لومړی دا څرګنده کړي چې په ډي این اې کې څه ستونزه پېښېږي چې له کبله یې د انسان روغ انساج سرطاني کېږي.

ساینسپوهانو په دې څېړنه کې د ۵۶۰ تنو د سینې د سرطان بېلګې کتلي دي.

139 total views, 1 views today

4 comments

  1. jamal Reply

    شه معلومات

  2. شمشاد Reply

    دغه عکس ته څه اړتيا وه؟

    1. Shams Reply

      Pictures speaks 1000 words

  3. kandar khan Reply

    زما ۳هفتی کیږي چی ټوخی میدی اوس ټوخي سره وینه راځی زه باید سه وکم ډاکتر ته هم لارم خو اوس هم وینه راځی البته سحر چی راپاسم ټوخي کی وینه راځی زما د فیس بوک پاڼه kandar khan مرسته وکۍ ورونو

Leave a Reply to Shams Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *