Categories

اعلان

Loading…

د شهيد روح ته د دعا لاسونه/ مجید ژوند

خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن پټ سپېڅلي خلک

هيڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي

ژړوي مې هغه  تللي تللي خلک

 نن د ليکلو توري مرور دي، نن مې د خيال او مينې انځور  پيکه دی،  نن مې د زړه  ټپ دومره ژور دی، چې د ټکور لپاره به يې تر ډېره د مرهم په موندلو پسې لالهانده يم.

ژوند خپله  د مرګ زېری دی، په هيواد کې هره ورځ په لسګونو بې ګنا وګړي په شهادت رسېږي، بې  دفاع وګړي د ژوند ټولې هيلې د مرګ پر بستر پرېږدي.

خدايه! ستا بنده ګان څومره ستمګر دي، چې کورنۍ ژړوي، خلکو کې وېره ترهه او ډار خپروي، د خلکو په ژوند لوبې کوي، لکه دوی سره چې د مرګ او ژوند  ټول واک  موجود وي.

پنځه وخته سجده کې مې تاته ستا له بنده ګانو ژړلي،  ستا د بنده ګانو ظلم او ستم  نه ستړي يوو، ستا لوی دربار ته مې په لپه کړو لاسونو کې د ظالم د ظلم انتها غوښتې ده.

خو ستا وحشي بنده ګان هره شېبه د خپلو ظلمونو وحشي فلم نندارې ته وړاندې کوي، د همدغه فلم وحشتي کرکټر تل اتل خېژي، هيڅ وخت مظلوم په ظالم برلاسی نه شو، هيڅ وخت  د ظالم تر ګرېوان د مظلوم لاسونه ونه رسېدل.

 خدایه! که دانړۍ د ظالمانو او ستمګرو د ژوند الګو وي، که دغه نړۍ دې ظالمانو او ستمګرانو  جنت وي، نو کاشکې  خو  موږ دې نړۍ ته راغلي نه وای، ستا د غضب سيلۍ به کله د ظالم  تر مېنې ورسېږي، ستا د غضب او قهر څپې به کله د  ستمګر د ظلم بېړۍ ووهي.

لويه څښتنه!  زه ستا هغه مجبور او بې وسه بنده یم، چې ستا ياغي بنده ګانو راته ژوند  اور  ګرځولی هر ګام چې اخلم، نو د ظالم سپرغۍ مې پښې سوځوي.

زموږ صبر همدومره و، نور پر ظالمانو د خپل غضب علايم څرګند کړه، نور خو د معصومو او  بېوزله بنده ګانو چيغې واوره، هر وخت يې د ظلم او تېري په وړاندې روژې نيولې دي، تاته يې ژړلي دي، تانه يې د  ظالم د خونې څراغ مړ غوښتی دی.

هره ورځ ستا د بنده ګانو شکایت کوم، نور په شکایت کولو شرمېږم، نور د ظالم په وړاندې د هيڅ  خبرې توان نه لرم،  که  دظالم د بربادۍ ښېرا کوم، نو بیا هم ظالم ته دعا شي، بیا هم ظالم د خپل جبر او تېري صحنې راوويني.

 وايي  د چا په مرګ کورنۍ او ملګري خواريږي، خو په ځينو نورو بیا کلي او سيمې خواريږي، شهید حاجي  ميرزااحمد چې په ژوند کې يې چاته ازار رسېدلی نه و،  د ژوند يواځينۍ هيله يې مينه، سوله او د پښتون ټبر يووالی و، همدا ځانګړنه وه، چې د مظلوم لاسنيوی يې کاوه، پر چا يې لاس پورته کړی نه و، د چا کمی يې نه غوښتل، مېلمه پال مشر و، مېلمه پال  قومي مخور،  مېلمه پال  زړه سواند سپين ږیری و، په نوموړي  د غزني پښتانه ودردېدل، په نوموړي يې د سيمې او منطقې خلک بې سيکه شول.

لا يې د ژوند ډېرې هيلې  خړوبې نه وې، لا يې هم د ژوند ډېر ستر ارمانونه درلودل، لا يې هم د پښتون کهول د يووالي او يو موټيتوب ارمان تر سره شوی نه و، چې بزدله دښمن يې د هيلو جنازه واخيسته،    وحشي دښمن يې همدغه ځانګړنوته غل وو، وحشي دښمن د پرديو په نغوته ورته د اجل کمين ونيو، ډارن دښمن يې  د ژوند  هيلې نيمګړې کړې، خلک يې د وير او ماتم په ټغره کېنول، د هرچا سترګو کې بې له اوښکو بل څه نه ښکارېدل، الله ج دې موږ او ټولو ملګرو ته د زړه صبر راکړي، الله دې شهيد حاجي مېرزا احمد هيلې او ارمانونه په جنت  ورپوره کړي.

څښتن تعالی دې دښمن ته بیا د دې ځواک نه ورپه برخه کوي، چې زموږ د نورو قومي مشرانو او مخورو ژوند واخلي.

1,127 total views, 5 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸