Categories

اعلان

Loading…

په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورولو په اړه ښځې څه وايي؟

د اپرېل له نهمې تر شپاړسمې پوري په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورېدو پر ضد نړيواله اوونۍ وه. په همدې مناسبت د ګروپ مېرمنو هم وغوښتل خپل نظرونه او خاطرې وليکي څو موږ ټول وکولای شو پوه شو چې دا ستونزه څومره د نجونو او ښځو پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي او د دې ستونزې مخه ولې باید ونيول شي.

محبوبه:

(د اپرېل نهمه)

ب بوټ
دا زما بوټونه دي.
زما بوټونه ټک ټک کوي.
او کله چې زه يې په پښو کړم بيا ټول چې ځان ته مومن، مجاهد او مسلمان وايي، راته بد بد ګوري.
نن خو يوه وحشي انسان داسې بد بد راته کتل بيا يې زما بوټونو ته وکتل او يو څه بد الفاظ يې راته وويل خو ذکر کول يې دلته ضروري نه بولم.
دلته د يو بوټ په سر بدکاره مرداره او د اسلام له پاره يو ناوړه څيز بلل کېږم. يانې ددې خلګو، چې ځورول کوي، عقل منطق او شعور ټول په يو بوټ پورې تړلي دي.

ملالۍ بشير:

د داسي سړو پلرونو ګوره له خپلو ښځو سره څه کړي وي چې دوی لوی شي په نوم له ښځې څخه يې بد راځي.

ايمان ليلو:
زه دې ته حيرانه يم چې دوئ خپل له کورنۍ سره څه رنګ رويه کوي؛هغوئ ته په کوم نظر ګوري.)

په یوه بل پوسټ کې:

ملالۍ بشیر:

(د اپرېل يوولسمه) پرون په کوڅو کې د ښځو د ځورول کېدو پر ضد نړيواله اوونۍ پيل شوه. دا چې ښځې او نجونې په لارو کوڅو کې ځورول کيږي، په يوه سلا د سړو دغه کار بايد وغندو. درې ورځې مخکې مې يوه مرکه واورېده چې پکښي مرکه کوونکی سړی له يوې محصلې څخه د ښځو د مېک اپ په اړه پوښتنه کوي او وروسته يې اړباسي چې هغه بايد ووايي چې نجونې او ښځې ځکه په لارو کوڅو کې ځورول کيږي چې غليظ مېک اپ کوي. دا په دې مانا چې که ښځې ځورول کيږي نو دا يې خپله ګناه ده. د دې پر ځای چې د ښځو مېک اپ ته په ګوته نيولو سره د سړوځورونه توجه کړو، موږ بايد د قرباني شوي له ملامتولو نور لاس واخلو او د داسي سړو پر پوهاوي کار وکړو چې ښځې په لارو کوڅو کې نه پریږدي.

ح:

ښه نو چې دوی د ښځو مېکپ بانه کوي او ښځې ځوروي ورته ووایئ په دواړو سترګو ړانده شئ نو دا د حجاب واله ولې ځوروئ؟ هسې بانې کوي که نه دوی په هر صورت او هره بېچاره ښځه او نجلۍ ځوروي.

پاکيزه ارزو:

زه نه پوهېږم دا خبره وکړم کنه؟ زه په دې باور یم چې موږ په داسې ټولنه کې اوسېږو چې په فکري لحاظ ډېر شاته پاتې ده او اوس هم سخت د رواج په حلقه کې دي. زه وایم که ښځینه لږ د لباس په اغوستلو کې خپل دیني او کلتوري مسایل په پام کې ونیسي نو دا مشکل به نه وي. ځکه اکثره وخت د ښخو دا مسایل نارینه دې ته اړ کوي چې ښځې له کوره بهر پرېږد نه ږدي. زه پوهېږم چې لباس د هر چا حق دی چې څنګه لباس واغوندې خو بیا هم د ټولنې کلتوري مسایل په پام کې نیول حتمي دي. کله چې غازي امان الله خان اصلاحات له لباس نه پیل کړ حکومت ړنګ شو او هغه مفکوره له ژوندۍ ده. وړاندیز مې دا دی چې له بده مرغه موږ له ډېر وروسته پاتې یو څو چې خلک ټولنه او فکرونه بدل نه شي ښځې به له همدغو ستونزو سره مخ وي نو بهتره ده د لباس پر ځای د فکرونو نوي کولو ته پام وکړو او خلک دې ته اماده شي چې هېڅوک حق نه لري د چا په شخصیاتو کې مداخله وکړي تر هغه دې ښخې لږه ګوزاره وکړي.

ملالۍ بشير:

مننه پاکيزه خورې، ستاسو خبره دقيقه ده او موږ هم همدا وايو چې د خلکو د کالو پر ځای بايد پر دې بحث وکړو چې سړي بايد ښځې ته د انسان په سترګه وګوري او ازار يې نکړي. موږ او تاسو ټول پوهيږو چې په ټول افغانستان کې ښځې کوم داسي لوڅ لباس نه اغوندي چې له داسي چلند سره دې مخامخ شي. نو موږ بايد انتخابي کار ونکړو چې ووايو: د هغو ښځو ځورونه ښه ده چې پتلون اغوندي او د هغو ښه نه ده چې چادري کوي. موږ بايد ووايو چې ښځې ته باید د انسان په سترګه وکتل شي که په پتلون کې وي که په چادري کې.

پاکيزه ارزو:

زه هم دا وایم چې کومه ټولنه کې د ښځې انساني چوکاټ نه مني نور مسایل لپاره مبارزه وخت ته اړتیا لري.

هيله وياړ:

زموږ کالی نه، فکرونه خراب دي.

محبوبه:

روغ دي، دورغ دي زه خو په چادري کې ګرځم دومره ځورول کېږم چې څه ووايم، په کلی کې مې ټول پيژني چې مکتبي يمه اما بيا هم کله چې د کوره راوځم راته يو رقم ګوري چې ته وا اوس به مې خوري. بيا چي نږدي شم بيا پښو ته مې ګوري چي ته ودره دا څنګه بوټ يې دي؟ او يا جوراب يې کړي دي که نه؟؟؟
حتي که ټک ټک بوټ مې هم نه وي په پښو کړي.)  

په یوه بل پوسټ کې: 

کریمه نعيمي:

(ایا تاسې کله پر لرو کوڅو له نارینه وو لخوا ځورول شوي یاست؟

که هو نو څه مو وکړل؟

پایله یې څه وه؟

د دې ستونزې د حل لاره څه وینئ

هیله کوم پر دغه موضوع خپلې تجربې را سره شریکي کړئ.)

نازو مومند:
کریمه جانې هسې خو ‌‌‌‌‌‌ډيره ځورول شوې یم، نورې مې له یاده وتلي او که یاد مو هم وي کومه یوه به زر درته ووایم.
بدبختي دا ده چې زمونږ په ټولنه کې که ښځې او انجونې په لارو کوڅو کې له نارینو له خوا ځورول کیږي هم نارینه څوک ګرم نه بولي، بیرنه ګوته ښځو ته نیول کیږي وایې چې تاسو ‌‌‌‌‌‌ډيرې له کوره بهر نه تلی ، نو ولی به داسې کیدل.د کورنی او خپلوانو دغې خبرو به زمونږ روحیه هم ووژله او بیا به مو جرئت هم نشو کولی چې څوک مو ځوروي د هغې مقابل کې غږ پورته کړو، ویریدو به چې چا به هر څومره سر به مو ښکته کړ او غوږنه کاڼه مال که ځه ووایو خبره تر کور ولا مو ونرسي او بیا به راباندې د کور نه د بهر تللو لارې بندې کړي.
خبرې رانه لږې اوږدې شوې خو زه به درته د پروسږکال کیسه وکړم چې د دې ځای نه لاړم افغانستان ته، د جلالاباد په ښار کې مې د خور سره د سودا کولو لاړم، ښار کې ګڼه ګوڼه ‌‌‌‌‌‌ډيره وه هر خوا نه به غږونه راپسې کیدل چابه یو څه ویل او چا بل رنګ رنګ خبرې مو اوریدې او چاته به مو زر ځواب ورکړی وی خور مې ویل لګیا به وي زر زر راځه چاپسې سر مه خوروه، دې خبرو سره مونږ عادت یوو دایوه ورځ نده، ما هم څه ونه ویل روانه شوم خو زړه مې ‌‌‌‌‌‌ډير خفه شو، لاړو یو څو دوکانو ته کالي او بعضې شیان مې واخیسته، د هغه ځایه هم راووتو ، دې وخت کې او لارې بندې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه نوره هم زیاته ده یو خوا کراچی او ریکشاګانې ولاړې دي بله خوا بایسکلونه او خلک دي، بیا هم ما ویل ځه دلته ښځې هم دي لاره بنده ده ټول یو بل سر نښتي هر سړی ځان اوباسي کیدای شي کومه ښځه وي لاس یې هسې راباندې ولګیده، دا خبره مې لا ذهنه وتلې نه وه چې بیا یې لاس راوړ او په قرار قرار مې لاس په ټول بدن خوروي، نو ما هم بل څه ونکړه لاس مې ددې کلک ونیوه مال ځه چې هر څوک وي اوس به معلوم شي، هغه کوښښ کوي چې ځان خلاص کړي او زه یې نور هم ټينګوم ، دې وخت کې مخ شاته راوړوه ګورم چې یو پوه سړی دی ږیره هم سپينه وه او بل لاس یې فکر کوم لمسی به یې وه او که زوی هغې ته ورکړی وه، نو زما هم څه چې په خوله راتله ورته وویل او دا ټول ښار زما د چیغو ددې په ننداره شو خړې سترګې یې نیولې وې ښکته یې کتل نو زه وایم که دغسې خپل غږ پورته کړو فکر نه کوم څوک بیا دا جرئت وکړي او په لارو کې پردی خویندې او لوڼې وځوروي.

کریمه نعيمي:

یوې ښځي کیسه کول چي یو هلک راپسې وو. دا نو وه د ځوانو هلکانو مور. ویل یې ډېره خندا ورتله چي دغه نیمچه ځوان تر شا تر هرې ویالې ورسره اوښتئ. اخر یې ویل چي کوڅې ته سولو نو مي مخ ورته لڅ کړ او ورته ومي ویله،« زویکه جانه ، زه ستا د مور پر ځای یم.»

محبوبه:

باور وکړه زما خاله چې ډيره مشره او سپين سرې ښځه ده همداسي يو احمق انسان ورته په تلفون کي مزاحمت کول خاله مې وايي زه ستا په رقم زامن او زومان لرم هغه بدبخته انسان ورته وايي نو څه پروا لري؟ راځه يارانه وکړو.خاله مې وايي کاش ورته ويلي مي واي چي راشه ما ووينه زه ستا د مور په ځاي يمه . ما وي خاله جانې سرمه پسي ګرځوه دا هغه خلګ دي چي خپله خور او مور هم ولاکه وپيژني.

شبنم خانزاده:

ډيره ځورول شوې يم ، د ماشومتوب تر ټولو بدې خاطرې يې راته پريښي. په پينځم ټولګي کې وم پيښور کى مو ژوند کاوه، د خاله سره مې د انګليسي کورس ته تلم نو پنځو هلکانو به هره ورځ زمونږ شا نيوله. له کوره به چې ووتم ما به ټول ياد کړي سورتونه تکرارول تر هاغى چې به کورس ته ورسيدم، ما به مې خاله ته ويل چى کور کى مې مور خبروم چې دا ستونزه مو حل کوي خو خاله به مې ويل نه مه وايه شرم دى. اخر داسي ورځ راغله چى دا شا نيول په فزيکي ازار بدله شوه. بيا مې کور کى ماما خبر کړ نو لږ څه ستونزه مو حل شوه، خو پس له هغى حادثې تر ډيرو کلو کورس ته نه ولاړم، ان اوس چى يادوم ژړا راځي.

لعل پوره اميرزۍ:

زه پخپله شخصاً ډیره ځورول شوی یم. یوه ورځ زه او خور مې کورس ته تللو. زه د نهم ټولګې زده کوونکې وم. پخپله کوڅه کې روانې وو چې یوه ټکسی مو مخته راغله. دغه کس ټکسی ورو کړله چټی کنځا يې وکړه. بیخې مې وجود اور واخیست خور مې تر ما وړه وه هغه بیوزله لرزیده خو ما له ډیری غوسې نیم خشتی چې ورته وایی دخښتی نیمایی ته لاس کړ موتر ته مې ورګوزار کړ. ماویل کاش ددغه کس په سر ولګیږی خو دهغه بدبخته قسمت ښه وو ونه لګید. سړی وډار شو موټر ته يې پښه بنده کړه وتښتید. له هغې ورځې مې خور تل وايي چې ته حتما دې کار سره کوم کس وژنې، تاسره نه ځم.

هيله وياړ:

 د کومې ستونزې به درته ووايم؟
دا درې مياشتې کيږي چې يو څوک مې په ټليفون ځوروي.ورته ډيره په تشويش کې ومه خو چې کله مې خبره د کورنې سره شريکه کړه راته يي وويل چې خپل کار به کوي زړه مه خوره.
نمبر يي بلاک کړه نورڅه کولى نشي. دا کار مې هم وکړو خو نه کښناست نو د به په بل نمبر زنګ واهه ما به بلاک کاو نو اوس شکر لږ ارمه يمه خو ښه خبره دا ده چې هره ستونزه له خپلې کورنۍ سره شريکه کړو.

خوږه:

زه چې کله څلورم صنف ته کامیابه شوم نو وروڼو مې ممانعت شروع کړ. خو مور او پلار مې ویل چې نه ځي به.
ما چادري په سر کړه ددې لپاره چې له مکتبه مې ونه باسي. ټول ښوونځي کې لومړنۍ جینۍ زه وم چې چادري مې په سروله. ټولې جونې به راپسې وې. رشخند به یې واهه. بیا به چې مکتب ته نيږدې شوم چادري به مې بکسه کې واچوله او همداسې به لاړم.
خو دې هم مرسته ونه کړه. چادرۍ کې به هم داسې په ډار ډار تلم. د نارینو سترګې یې نه شوې تړلی. که نور څه نه و پښو ته به یې درکتل. یوه خبره به یې خامخا کوله.
له ماسره مې د ماما لورګانې هم یو مکتب کې وې. هغوی وړې وې. د مکتب او لارې خبرې به یې کور کې کولې. نو یوه ورځ چې په لاره تلو. یو هلک څه خبره وکړه، خبره مې وانه اورېده خو په زړه مې وېره ننوته که د ماما لور مې اورېدلي وي، کور کې به یې ووایي. او بس بیا به مې همدا نن ورځ وروستۍ ورځ وي. چې همدې وخت کې مې د ماما لور راڅخه د مکتب په اړه بله پوښتنه وکړه، دومره شکرونه مې وویستل چې ښه ده، پوی شوې نه ده.
هغه څو کاله مکتب مې دومره په ډار ویلی.

اوس چې دلته کله د شپې یوازې بېرون وځم، که هر څو وغواړم له ښکلې طبیعته او ازادې فضا خوند واخلم، نه شم کولی. د وطن هره ښځه مې سترګو ته ولاړه وي. چې هغوی د ورځې ازادې نه شي ګرځېدای. د شپې خو پرېږده.
یوه بله ورځ مې د ماما لور مکتب ته نه تله. او زه یوازې نه شوم تلی. کوڅه کې مې یوه بله ټولګیواله وه کله کله به هغې سره تلم، په دې ورځ هغه هم رانه تلې وه. ما ته به د ښوونځي قضا کېدل لکه مرګ داسې و. په هر حال کې به تلم.
کوچني ورور ته مې وویل راسره لاړ شي. نه یې منله. خو بیا مې پلار ته وویل چې ورور مې راسره ولېږي.
چې په لاره تلو، ورور مې(چې لا ډېر وړوکی و) وایي ښه تاته چا ویل چې مکتب ته ځه؟ دا وګوره خلک که نور څه نه شي کولی پښو ته دې ګوري.
هغه خو مې یو رنګ پوی کړ بیا هم وېرېدم چې کور کې یې ونه وایي.
خو ښه و مور او پلار مې تل زما ملاتړ کوو. مشر ورور مې چې وطن کې نه و او تره به مې هم ویل چې باید ښوونځي ته لاړه شم.
زموږ په ټوله کورنۍ او خپلوانو کې چې جلال اباذ کې اوسېدل لومړنۍ جینۍ زه وم چې لویه شوم هم ښوونځي ته تلم. نورې ټولې به یې ماشومتوب کې ترې ویستي.
اوس یو څه حالات بدل دي. نورې هم ځي. خو ځورول کېږي به هغوی هم.)

يو شمېر خوندو بیا په دې اړه ليکلي چې هغو سړي چې په لارو کوڅو کې ځورول کوي، رسوا کړي که يې همداسي پريږي.

هيله محمدي:

(د پوهنتون زینو کي خپلي ټولګۍ ته رواني وو ساعت ته مي وکتل پوه سوم چي استاد راغلي دي او وخت هم لږ تیر سوي دي او دا استاد بیا لږ غالمغال کوي چي ناوخته یې ټولګۍ ته ورسو، زه ډیره تیزه روانه وم دا نوري هم را پسې وي، چي یوه ډله هلکان ولاړه وه او ماته یې یو څه سپوڼ ووهل خو ما یې خبره نا اورېدلي وبلل او روانه وم شاته چي مي کومي همصنفیاني وې هغو کي یوې جواب ورکړي کوم څه چي هلک ویلي وو، ټولګۍ ته راغلو ساعت ختم سو، همصنفي مي راته وایي ولي دي جواب ورنکړي ستا لکه چي هم دا خبري خوښیږي؟
ما ورته وویل مهمه نه ده چي د هر حیوان په غپا سره موږ مځکي ته ټیټ او ډبره یې ویشتلو ته را واخلو، دا انسان ته که زه جواب ورکړم او که نه شاید عادت یې وي غپیدل!

نظر مو زه سمه وم که هغه؟ د نظر څخه مو باید جواب ورکړو که چوپتیا یې بهترین جواب دي؟

غنم رنګه:

زه خپله جاته ځواب نه ږرکوم ځکه زما په يوه خبر نه اصلاح کيږي نو ښه ده چې ځان ناکاره واچوو داسي دوي هم خجالته کيږي.

هوسۍ اندړ:

د سپی په غپیدو اوبه نه مرداریژی ! ضرورت نه ده چه مونژ د هر چا سره ژبه بدل کرو دیر د شه کری چه جواب دی نه دی ورکری.

ملالۍ بشير:

زه بيا فکر کوم که څوک يې ورټي سبا به يې يوه بله نجلۍ ځيني خلاصه کړې وي. که پرېښودل شي همداسي اموخته کيږي وايي دوی خو هسي هم څه نه وايي نو په عزابول کوم نتايج او بدودي نه لري.

هيله محمدي:

څوک چي عادت وي هغه کله په رټلو سمیږي؟

چ:

زما په نظر نور بايد چپ پاته نشو. له هيشه چپ يو هيڅ ګڼه يې نه وه. د دوی لا جرآت زياتيږي. بايد داسي جواب شي چې بيا د څه ويلو جرآت ونکړي.)

خوږه:

یوه ورځ مې د ماما لور مکتب ته نه تله. او زه یوازې نه شوم تلی. کوڅه کې مې یوه بله ټولګیواله وه کله کله به هغې سره تلم، په دې ورځ هغه هم رانه تلې وه. ما ته به د ښوونځي قضا کېدل لکه مرګ داسې و. په هر حال به تلم.
کوچني ورور ته مې وویل چې راسره لاړ شي. نه یې منله. بیا مې پلار ته وویل چې ورور مې راسره ولېږي.
چې په لاره تلو، ورور مې(چې لا ډېر وړوکی و) وایي ښه تاته چا ویل چې مکتب ته ځه؟ دا وګوره خلک که نور څه نه شي کولی پښو ته دې ګوري.
هغه خو مې یو ډول پوی کړ بیا هم وېرېدم چې کور کې یې ونه وایي.
خو ښه و مور او پلار مې تل زما ملاتړ کوو. مشر ورور مې چې وطن کې نه و او تره به مې هم ویل چې باید ښوونځي ته لاړه شم.
زموږ په ټوله کورنۍ او خپلوانو کې کوم چې جلال اباد کې اوسېدل لومړنۍ جینۍ زه وم چې لویه شوم هم ښوونځي ته تلم. نورې ټولې به یې ماشومتوب کې ترې ویستې.
اوس یو څه حالات بدل دي. نورې هم ځي. خو ځورول کېږي به هغوی هم حتما.
اوس چې دلته کله د شپې یوازې بېرون وځم، که هر څو وغواړم له ښکلې طبیعته او ازادې فضا خوند واخلم، نه شم کولای. د وطن هره ښځه مې سترګو ته ولاړه وي. چې هغوی د ورځې ازادې نه شي ګرځېدای. د شپې خو پرېږده.

غنم رنګه:

مونږ خلک دي په هيڅ حالت کې نه پريږدي. زه فکر کوم دا ځکه چې اصلاً د اسلام څخه بې خبره دي. بس د ځينو په خولو له اسلام ناوړه استفاده کوي. د دي کسانو په مخ کې که ځان په اوو پردو کې تاو هم کړو يوه نه يوه خبر کوي.

رڼا:
زه به هم په خپل وار یوه قصه درته ووایم. تقریبا شپارس اولس کاله پخوا، په کراچی کی د خپلې خورځې سره یو شل روپګي موټر ته ورپورته سوو. هلته چې یو سړی راپسی و هم موتر ته راپورته سو. زموز دواړو پیسی یی ورکړې. د موتر کلینر راغلی ،ماپیسی ورته ونیولی. ویل یې چی ستاسي پیسي خو هغه سړي راکړې. ما ویل چا درکړې؟ ویل هغه سړي. ما ویل زه خو هغه نه پیژنم. بس نو لوی اواز مې پر را وکښ. او تولو خلگو ته می ور وښوی چې دا سړی زه نه پیژنم او دی دومره مهربانه دی چی زموږ د موټر پیسې یا کرایه ورکوي.

ښې خبرې مې په اردو ژبه ورته وکړې. ښه خیر خورځې ته مي ویل چی سړی خو مي وشرماوه. اوس نو فکر کوم چی تر کوره مو حتماً رسوي. نو داسي به وکړو چې دخپل کور مخې ته به نه کښته کيږو چی بیا مو کور وینی.

نو ولاړو دیوې نانبایي سره کښته سولو، سړی همداسي را پسې دی. بس نو د نان بایي سره می چپلکه د پښو څخه وکښه او پر دا مخ می ښه ودرباوه. اخیر دا نورو پر و خندل. او ورک سو. زما په نظر که دولت یوه سخته سزا ورته کښيږدي او د پولیسو سره څوک خبری وکري او قانوني جزا ورکړل شي دا به دیره ښه شي.

يو شمېر مېرمنو پر ټولنيزو رسنيو د ښځو د ځورول کېدو په اړه بحث وکړ.

شبانه تاج:

ګرانو، يوې خبرې ته که مو پام سوی وي. په دې ټولنيزو رسنیو کې داسي پښتانه هم سته چې له تاسو سره به يو ځای کار کوي، درسره به د ښځو د حقونو خبرې کوي، ليکوالان او شاعران به وي او ځيني به يې فلسفي بولي، دوه درې اولادونه به لري خو له د دې محروميت له کبله چې خپله ښځه يې بې سواده وي او دی باندي شرميږي (چې اصلاً دی بايد په خپل ځان وشرميږي)، نورې لوستي نجونې به نه پريږدي او په مستعارو نومونو درته جوړېدلی وي او په يوه او بل نامه به تهمت وايي او غواړي به له خپله کاره دي راوګرځوي او خپلې سويې ته دي ټيټه کړي. له داسي عقديانو سره بايد څه وشي؟

ملالۍ بشير:

داسي خلک ريښتيا هم لکه تا چې وويل، عقديان وي. د خپلو شخصي عقدو او محروميتونو له کبله دوی د يوې ښځې خبره او نظر نشي زغملای. دوی وايي چې ښځه يا د کور ده يا د ګور نو فېس بوک ته د راتګ او بیا هلته د خبرې جرآت څنګه کوي؟ښځې او سړي بايد ټول د داسي عقديانو مخه ونيسي. دا دنده یوازي د ښځو نه ده.

ش.ت:

یو نفر وو ما هغه ته په ډیره درنه سترګه کتل. خو هلته په کمینت کې یي داسي خبره کړې وه چې ولاکه يې زما کوچنی وکړي.

ترتیب: ملالۍ بشیر

76 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *