Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د طالبانو د پلاوي له ورتګه خبر نه دی

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په باب معلومات نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په باب معلومات نه لري بناً دې پوښتنې ته ځواب نه لري.

طالبانو تر دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان ته دغه پلاوی د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي.

پاکستان مخکې ویلي و چې د طالبانو پلاوی به د اپریل په ۲۷مه د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي خو وروسته له دې چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې افغانان نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته تیار کړي، بلکې له پاکستانه غواړي چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي، د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی.

د کابل د تېرې اوونۍ له حملې وروسته د طالبانو او د سولې د خبرو په وړاندې د افغانستان حکومت پالیسي یو مخ بدله شوې او حتي که پاکستان د خپلې ژمنې مطابق د طالبانو خلاف اقدام ونه کړ، د پاکستان خلاف به د ملګروملتو په شمول نړیوالو ټولنو ته شکایت وکړي.

51 total views, 1 views today

1 comment

  1. الکوزی Reply

    حتمی به خبر نه واست ځکه چی د پاکستان ملکی اداره هم د آی ایس آی مینی دی او د افغانستان طالبان خو ۲۰ کاله مخکی نکاه شوی دی دا لوبه مو نور په افغانستان کښی نه چلیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *