Categories

اعلان

Loading…

د آزادۍ په اړه يو څو جدي خبرې/ جاويد غوربندی

ها بله ورځ پاکستاني رهبر، عمران خان پر خپل لومړي وزير، نواز شريف، نيوکه کوله چې له پاکستانه بهر تجارتونه لري او له ماليې ولې تښتي. عمران خان ويل چې نواز شريف بايد خپل زوی نه، پخپله حسابۍ ته وړاندې شي. هغه زياته کړه چې: «نواز شريف بايد دا کار ونه کړي، ځکه انګلستان کې خو څوک داسې نه کوي.»

څه موده مخکې، تصادفاً، په يوه ورځ د پېښور پوهنتون ټولو دفترونو ته په ځينو کارونو پسې لاړم. لومړی د پوهنځي مامورينو ته ورغلم چې څو مياشتې وړاندې ورکړل شوې عريضې پوښتنه وکړم. هغه راته کړه چې عريضه راڅخه ورکه شوې، بايد له سره پروسه پيل کړې. موږ پنځه مياشتې وړاندې د نويو کتابونو اخيستو له پاره وړانديز کړی و. اوس څو مياشتې وروسته بايد هغه پروسه له سره پيل کړو، ځکه چې مامور صاحب عريضه ورکه کړې وه…

بيا کتابتون ته لاړم. د کتابتون څښتن، چې زما ملګری دی، راته وايي چې چای ته مې ډېر زړه شوی، لږ کتابتون ته پام کوه، زه چای څښم او ژر بېرته راځم. سړی يو ساعت وروسته راغی. دی هره ورځ همداسې د چای ډېر تږی وي او ډېر کله بې وخته کتابتون بندوي…

وروسته د سپورت مرکز ته لاړم چې لوبه وکړم. د هغه ځای مسوول، چې هغه مې هم ملګری دی، راته کړه چې که يو ساعت لوبه وکړم ښه به وي. يو ساعت وروسته هغه دا ځای کلپ کړ، او له اصلي وخته دوه ساعته مخکې کور ته لاړ. هغه تل وايي چې د نويو واده شوي له کور ډېر وخت بهر نه شي تېرولای، نو بايد ژر کور ته لاړ شي، ځکه خو هره ورځ لږ تر لږه يو ساعت وړاندې کور ته ځي…

په همدې د پوهنځي د رييس دفتر ته هم تللی وم چې پر يوې موضوع ورسره خبره وکړم، خو سکرتر يې راته کړه چې رييس صاحب لا نه دی راغلی…

دغه راز، کله چې دلته تلويزيوني چينلونه وينم، حيران شم. ځکه تر اردو انګريزي په کې ډېره وي. د دوی له عادي سړي نيولې تر ژورنالېسته او آن تر رهبرانو پورې يې، په خبرو کې تر اردو انګرېزي ډېره وايي. څوک چې څومره ډېره انګرېزي وايي، دوی يې همدومره ډېر درنښت کوي او څوک چې څومره ډېر جينز او پتلون اغوندي، دلته ډېر ښاغلی دی.

زه چې کله په لومړي وار له پاکستانيانو سره مخ شوم، يا دقيقاً له غير پښتني پاکستانيانو سره مخ شوم، د دوی برخورد راته ډېر حيرانوونکی و. مثلاً، که درته اړتيا لري، يا يې درسره کار وي، ډېر به درسره خوږ وي، خو که همدا سړی سبا چېرته پر لار ووينې، سلام به هم درنه کړي. يا دا چې، څو ملګري به پر يوه ځای ولاړ وي، بل کس به راشي، يوازې یوه يا دوو سره به لاس ورکړي، خبره به وکړي، نورو ته به ګوري هم نه، چې کار يې خلاص شي، په خپله مخه به ځي. دا ټولې ما ته حيرانوونکې کړنې وې. وروسته ورسره عادي شوم.

سږن مې څلورم کال دی چې په دغسې يوه ټولنه کې اوسېږم. دې ټولنه نشنلېزم بيخي کمزوری دی… د پاکستانيتوب په نامه څه نه شته او انګرېز ټولو ته ډېر محترم ښکاري. د دې لامل، زما په ګومان، اوږد استعمار او د آزادۍ نشت دی، چې دغه نيمه وچه يې د اوږدې مودې له پاره ځپلې. هو، دوی به رېل ګاډی لري، تعليم به په کې نسبتاً عام وي، ادارې به يې پخوانۍ وي، قانون به يې قدامت لري، او نظم او قانون به په کې پلی وي؛ خو خلک يې آزاد نه دي اوسېدلي، پر ځان باور نه لري، خپل کار سم نه ترسره کوي، د نورو مرسته خوښوي، غرور نه لري چې په پايله کې يې نشنلېزم هم د نشت معادل دی.

زه د قوم پالنې ډېر مخالف يم. خو کله چې بله ښه نظريه نه وي، بيا دا هم ښه ده. پر دې بايد اعتراف وکړو چې آزاد ملتونه ملتپالنه لري. تړل شوي کسان د آزادۍ په نامه څه نه پېژني، نو نشنلېزم هم په کې بې رنګه وي. که د هندي نيمې وچې په مقابل کې درې نور شرقي هېوادونه وګورو چې د استعمار پر وړاندې ودرېدلي، قربانۍ يې ورکړي او آزاد اوسېدلي، هغوی پر ځان باور هم لري، غرور هم لري او نورو سره محترمانه چلند کوي او د همداسې چلند تمه هم لري. ايرانيان آزاد اوسېدلي. استعمار پرې واکمني نه ده کړې، نو نشنلېزم يې تر دې حده افراطي دی، چې نورو ته د انسانانو په سترګه په کې نه کتل کېږي. ترکيه کې هم د آزادۍ له امله دغه پديده د افراطيت تر حده رسېدلې. څه موده وړاندې ترکۍ ناول ليکونکې، ايليف شفاک، نږدې وه چې خپل ناول «د استانبول ارمونی» کې د ځينو کلماتو په کارولو چې د مخالف کرکټر له لورې په کې ترکيانو ته ويل شوي وو، درې کاله زنداني شوې وه!

زه پخپله د افغاني غرور او وطنپالنې شاهد يم، چې دا هم د افغانستان آزاد اوسېدل منعکس کوي. په ماشومتوب کې مې هغه زاړه استادان پر ياد دي چې د افغانستان د آبادۍ او آرامۍ پر مهال يې دندې ترسره کړې وې. د هغوی وطنپاله او له هېواد سره مينه او اخلاص ډېر عجيبه و. د دوی د خبرو او له وطن سره د مينې له مطالعې وروسته ما ته ښکاره شوه چې هغه مهال په افغانستان کې خلکو ته د آزادۍ احساس ورکړل شوی او وطنپالنې ته ډېره پاملرنه شوې وه. وطن له مور سره تشبېه کېده، د وطن له پاره قرباني د ناموس قرباني وه او ورسره خيانت له مور سره خيانت بلل کېده.

دا ټول د آزاد پاتې کېدو له امله و. دا د آزادۍ د نعمت له کبله وو. زه چې د آزادو ملتونو ښه صفتونه وينم، د آزادۍ خوږوالی حس کوم. پوهېږم چې، زموږ نيکونو چې د استعمار پر وړاندې کومه قرباني ورکړې وه، همدومره ارزېده او آن تر دې يې ډېر ارزښت لاره. دغو قربانيو سوونو کاله وروسته هم پر راتلونکو نسلونو تاثير لاره او لا به يې لري. ځکه خو آزادي ډېر ستر نعمت دی. زموږ پر نيکونو دې خدای ورحمېږي چې خپلې وينې يې تويې کړې، د بزځواکونو پر وړاندې ودرېدل، خو خپلو بچيو ته يې ختم سترګي او ذلت په ميراث پرېنښود.

دا د تېر تاريخ کيسه وه او پر موږ يې د اوږدې اغيزې افسانه. خو اوس نه هاغه نيکونه پاتې او نه موږ کې د آزادۍ حس. افغانستان ته د امریکایانو له راتګ وروسته هر څه بدل دي. اوس هوښيار هغه دی چې جېبونه ډک کړي او له بهرنيانو سره تر نورو ډېرې ښې اړيکې ولري. ملايان هم ورته د کتابونو حاشيو کې فتواوې لټوي. د ملي ګټو په تړاو چې نن څومره بې تفاوتي تر سترګو کېږي، مخکې يې بېلګه نه ده لیدل شوې.

وروستيو څو ورځو کې مې ذهن پر همدې مسئلې پر فکر ډېر بوخت دی. د تېرې څه د باندې يوې لسيزې فساد، رشوت، خمسترګي… به يوازې د څو کلونو له پاره نه وي. دا يو نسل غلام، بې غروره او پر ځان بې باوره کوي. په هېواد کې شته فساد هم د پرديو پراخ او ناپرسانه شتون له امله دی. موږ په خپل سیاسي تاریخ کې کله هم په فساد دومره نه و غرق لکه نن. هغه مهال مو هر څه خپل و، که پردۍ مالي مرستې کېدې، نو له له حکومتي چاینل څخه په شفاف ډول راتلې او دلته بیا هم د دولت له قانوني او مروجو چاینلونو څخه د هېواد د اړتیاوو په درک کولو سره لګول کېدې. خو نن نه د پیسو راتګ معلوم دی، نه یې لګېدل، نه یې پایله… په پای کې یوازې دا معلومه وي چې د څو تنو جېبونه ډک شي او بس. دغه ډول چلند زموږ له آزادپاله او باغروره ملت څخه د آزادۍ حس اخلي. پر فکر په کار دی.

46 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *