Categories

اعلان

Loading…

که له حکمتيار سره سوله وشي ..!/ اجمل درمان

د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب کلونه کيږي چې په افغانستان کې د موجوده حکومتونو سره په وسله واله جګړه بوخت دی. د افغان حکومت له بلې وسله والې مخالفې ډلې (طالبانو) سره هم جنګي مخينه لري او په افغان حکومت کې له يو شمير دخيلو کړيو په ځانګړي توګه له شمالي ټلوالې سره يې هم له پخوا راهيسې په اوړو کې شګه شتون لري. د دغه ګوند رهبر ګلبدين حکمتيار چې ويل کيږي د پاکستان په شمشتو کمپ کې استوګنه لري؛ په وروستيو کې د وسله والې مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې په ترسره کولو سره سر راپورته کړي. شنونکي په دې اړوند چې حکمتيار ولې په خپل دريځ کې ۱۸۰ درجې بدلون راوست؛ بيلابيل نظرونه لري.

ځينې شنونکي وايې چې حکمتيار په وروستيو کې ځان په سياسي انزوا کې ايساريدونکی وليد نو ځکه يې افغان حکومت ته په خپلو شرطونو د چليپا کرښه راښکله او پرته له هغه شرطه چې تل يې پرې ټينګار کاوه؛ سولې ته غاړه کيښوده. دوی دليل راوړي چې په وروستيو کلونو کې اسلامي حزب څو ټوټې شوې چې ځينې يې په حکومت کې هم په لويو څوکيو پاتې شوي دي. دغه ډله شنونکي د بيلګې په توګه د حميدالله فاروقي، وحيدالله سباوون او عبدالهادي ارغنديوال ډلې يادوي چې په تيرو ټاکنو ځينو يې له اشرف غني؛ ځينو يې له عبدالله او ځينو يې له قطب الدين هلال ملاتړ څرګند کړی و. نو د دې لپاره چې هم د خپلو ملاتړو له کمښت سره مخ نه شي او  هم په سياست کې مطرح پاتې شي ښاغلي حکمتيار غوره وبلله چې له افغان حکومت سره پرته له شرطه روغې جوړې ته حاضر شي.

بله ډله شنونکي بيا وايې چې د حکومت د يو شمير نورو مخالفو وسله والو ډلو په څېر د اسلامي حزب ډله هم نور له جنګه ستړې شوې د جنګي مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې غوښتونکې ده نو ځکه يې له خپل هميشني شرط پرته له افغان حکومت سره روغې جوړې ته حاضره شوه. دوی وايې چې حکمتيار له پخواني حکومت سره هم د سولې په موخه په لسګونو ځله خپل استازي افغان حکومت ته را استولي و خو دا چې د حزب مهم او لوړپوړي غړي په حکومت کې په لويو څوکيو ګمارل شوي و نو تير حکومت يې وسله واله مبارزه بې ارزښته وګڼله او سوله يې ورسره ونه کړه.

په هر صورت مونږ په دې غږيږو چې که له ښاغلي حکمتیار سره سوله وشي نو د افغانستان په سياسي جوړښت او د افغانانو په ژوند کې به کوم بدلون راشي؟

۱ــ لکه څرنګه مو چې په خپله تيره ليکنه کې هم پرې بحث کړی و چې د حکمتیار سره سوله به لويه کچه د ملا منصور ډلې په لوړ پوړو طالبانو کوم اغيز ونه کړي خو بیا هم وايو چې له حکمتيار سره سوله به د هغه طالبانو لپاره په افغانستان کې د جګړې دليل له منځه يوسي؛ کوم چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي. د اسلامي حزب سره سوله به له يو لوري د حزب اسلامي د وسله والو سره جګړې ته د پای ټکی کيږدي او له بل لوري به د ملا منصور ډلې په طالبانو کې د جنګي مبارزې پر ځای د سياسي مبارزې هيلې راوټوکوي.

۲ــ افغان حکومت او د سولې عالي شورا ته به يي ګټه دا وي چې د اوړو پوزه به پيدا کړي ځکه د کرزي د حکومت په شمول تيرو حکومتونو و نه شو کولی چي حکمتيار سولې ته رامات کړي ، خو د اشرف غني او عبدالله تر منځ شريک حکومت لپاره به دا په کور دننه او له هيواده بهر يوه لويه لاسته راوړنه وي چي په دې توانيږي چې د څو لسيزو جنګي قوماندان سره روغې جوړې ته رسيږي.

۳ــ د هغه متل په مصداق چې ( تربور له تربوره ډاريږي ) د حکمتيار سره په سولې به د حکومت دننه دهغو کړيو په ځانګړي توګه د شمالي ټلوالې زور هم کم شي د اسلامي حزب سره جنګي سابقه لري او اوس د حکومت غوښينه برخه جوړوي. ځکه په شمال کې به د زور او واک تعادل رامنځته شي. بيا به هيڅوک په يو ولايت کې د جلا حکومت او امپراطورۍ د جوړولو هڅه ونه کړي.

۴ــ د اسلامي حزب ټولې پاشل شوې ډلې به په یو واحد رهبر او يو نوم راټولې شي او په دې ترتيب به ښاغلي حکمتيار ته د سالم سياست کولو زمينه برابره شي.

۵ــ د حکمتيار سره سوله به په اوسني حکومت او د سولې په عالي شورا د خلکو تللی باور يو اندازه بيرته ترلاسه شي.

262 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2