Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ستونزې او فرصتونه/ محمد عارف رسولی

په نړۍ کې د اپریل د میاشتې ۲۲ نیټه چې د غویي د میاشتې له ۳ یمې نیټې سره سمون خوري د ځمکې نړیواله ورځ ده. د انسانانو د کړنو له کبله د ځمکې چاپیریال، طبیعي زیرمې او اقلیم له سترو بدلونونو سره مخ دی چې د بشر ژوند او مدنیت یې له سترو ګواښونو سره مخ کړی دی. په وروستیو څو لسیزو کې بشریت ته پته لګیدلې ده چې د اقلیم بدلون ترټولو ستر خطر دی او د انسانانو ژوند او تمدن ګواښي.

دا ورځ ځکه د ځمکې په نامه نومول شوې ده، له دې مخکې، په همدې، او ورڅخه وروسته ورځو کې د نړۍ په زیاتو ملکونو کې د ځمکې د اکولوجیکي سیستم د ساتلو لپاره په تصویري رسنیو کې راز راز پروګرامونه جوړ او په چاپي رسنیو کې هم ورباندې لیکنې وشي. موخه داوي چې، د پورته ستونزو په هکله په خلکو کې عامه پوهاوی زیات شي او د  اوبو او نورو طبیعي زیرمو لکه ځنګلونو، خاورې، د ژوند تنوع، وحشي ژوو، او یا ټولنیز چاپیریال سمه ساتنه وکړي.

په دې ورځ دولتونه خپلې نوې پالیسۍ، تګلارې، د عمل پلانونه او نور له خپلو ولسونو سره شریکوي او په ګډه یې د پلي کولو هڅه کوي.

زما دامقاله د ځمکې د چاپیریال ساتنې د ورځې په ویاړ لیکل شوې ده باید په خپله ورځ خپره شوې وای خو د څه عذر له کبله وځنډیده. په دې مقاله کې د اقلیم د بدلون اغیزې د ځمکې په چاپیریال، هوا، اوبو، طبیعي زیرمو، او زموږ په ژوند باندې بحث شوی دی. هیله ده چې ګټوره به وي.

د اقلیم بدلون او ورپورې تړلې مسئلې

د اقلیم بدلون یا تودوخه یوه نړیواله پرمختیایي، امنیتي او اقتصادي مسئله ده. کله چې د لسیزو په اوږدو کېد شنو خونو غازونه لکه کاربن دای اکساید، میتان او نور د فوسیلي موادو (لکه تیلو) د سون په پای کې هواته پورته او هلته معلق پاته او راټول شول، نو د لمر یو څه هغه وړانګې چې په هوا کې د دې غازونو له ټولیدو مخکې به په ځمکه د راپریوتو وروسته بیرته فضاته منعکسې شوې، خو اوس یې په هوا کې دا معلق غازونه بیرته د ځمکې خواته راګرزوي او ځمکه تودوي.

د اقلیم بدلون به په لاندې څیزونو باندې بده اغیزه کوي

الف – د چاپیریال په پایداري باندې. د چاپیریال ساتنه او مدیریت به ځکه ستره ننګونه وي چې هوا به توده، د ځمکې نباتی فرش او ځنګلونه به کمیږي، د اوبو جذب او د ځمکې لاندې اوبه به ککړې او ورکیږي، د ژوندیو څیزونو تنوع به راکښته کیږي او د کرنې د خړوبولو لپاره به زیاتې اوبه په کاریږي.

ب –   د بیوزلۍ کمولو په پروګرامونو او د فقیرو خلکو په معیشت به بده اغیزه وکړي. لامل یې دادی چې، کرنیز حاصلات به د ټولو علمي  تخمینونو په بنسټ کمیږي. ځنګلات، څړځایونه، او د څارویو خوراکي مواد به کمښت مومي. له دې کبله چې دا څیزونه د بیوزلو خلکو د روزګار وسیلې دي لږوالی به ېې د خوارو خلکو عواید هم کم کړي.

ج –   د انسانانو په روغتیا به هم منفی اغیزه ولري. لاملونه به یې زیات وی خو د څښاک او حفظ الصحې لپاره پاکو اوبو ته به لاسرسی کم وی، د  خوراکي توکو کمښت، د هوا ګرموالی، د ناروغیو زیاتوالی، او نور به د انسانانو روغتیا ته ننګونې پیدا کړي او راز راز مرضونه به نوي پیدا شي.

د –    د شخصي، ملي او سیمه ییز امنیت لپاره کیدای شي بدې پایلې ولري.ځکه چې د اوبو، خوړو، او نورو مسئلو په سر به مسابقې، وړې او لویې شخړې په هر هیواد کې د ننه دخلکو ترمنځ او هم کیدای شي د هیوادونو ترمنځ رامنځته شي.

د اقلیم بدلون  د هر نسل په د ننه او د نسلونو تر منځ د عدالت یوه مسئله هم ده. د ودې په حال کې ملکونه او په تیره په دې ملکونو کې بیوزله خلک به ترټولو زیات له خطرونو سره مخ دي. همدارنګه، د نن ورځې کړنې به په راتلونکو نسلونو اغیزه وکړي. که طبیعي زیرمې په نا انډوله توګه مصرف شي د راتلونکو نسلونو د اړتیاوو لپاره د لیرې کولو مسئله به لا نوره زیاته شي.

د اقلیم د بدلون مسئلې او ستونزې

د اقلیم د بدلون له کبله به اورښت (باران او واوره اوریدل) او هم به د ځمکې په مخ د اوبو د بهیدلو شکل او ترتیب بیخي توپیر ومومي. وچ موسمونه به نور وچ او اوږده شي، او لانده موسمونه به لنډ او لازیات لانده شي. د دې پایله به داشي چې. باران به په لږو وارو، خو شدت سره وي، چې د سیلاوونو راتلو او د کرنې د ځمکو، ملکیتونو، د ترانسپورت د سیستمونو او نورو زیربنایي جوړښتونو د ورانولو لامل به کیږي. په کال کې به وچ وختونه زیات وي; وچکالۍ، په ځمکه کې د لږو اوبو جذب به د ټولو سکتورونو لپاره د کمو اوبو شتون ستره ستونزه وي.

د اقلیم د بدلون اغیزې په زیاتو سکتورو باند

د اوبو د لا زیاتې ذخیرې کولو اړتیا به زیاته شي او هم باید زیاتې اوبه ذخیره شي، ترڅو اوبو ته د زیاتې اړتیا مسئله ورباندې حل شي. د زراعت د لازیات خړوبولو (ابیارۍ) اړتیا  به هم زیاتیږي، ترڅو کښتونه د اورښت د زیاتیدونکي بې نظمۍ له کبله وساتل شي.

په پورته یادو شوو ستونزو برسیره به د نفوسو د زیاتوالي، د خلکو د ژوند د کچې د پورته کیدو او زیاتو مصرفونو، د موټرو د زیاتوالي او په ټولو ساحو کې د پراختیا له کبله به لانورو زیربنایي جوړښتونو ته اړتیا پیداشي.

زیات اقتصادي او اجتماعي سکتورونه، اکولوجیکي سیستمونه او انساني روغتیا به په تیره په مخ په وده هیوادونو کې تر اغیزې لاندې راشي. د کرنې تولیدات به د وړاندوینو له مخې کم شي،اوبه به د انرژۍ د تولید، د چاپیریال د مدیریت او ساتنې، لپاره په زیاتو وچو او نیمه وچو ساحو کې راټیت شي. د ژوند تنوع، د اوبو د ککړتیا کنترول، او د واټرشید (ابریزې مدیریت) به تر زیات فشار لاندې راشي او کم به شي.

شته فرصتونه

د ځمکې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس په پاریس کې د ۱۳۹۴ کال د دسمبر په میاشت کې ومنله چې د اقلیم بدلون او تودوخه یو نړیوال تهدید دی او باید غم یې وخوړل شي. د دې تهدید سره هلته اغیزمنه مبارزه کیدای شي چې ټول ملکونه سره مرسته وکړي، تکنالوجي، پوهه، مالي زیرمې، پالیسي ګانې او هڅې شریکې کړي. د اقلیم د بدلون او تودوخې د کنترول او کابو کولو لپاره اړینه ده چې بشر ورسره ځان عیار کړي، او څومره چې ممکنه وي تر خپله وسه یې بدې اغیزې په خپلو ولسونو، او خپل ملي اقتصاد باندې کمې کړي.

پوهان مني چې له اقلیمي بدلون سره د نورو کارونو ترڅنګ ښه ځان عیارول، او اغیزه یې راکمول د ځنګلونو، بوټو، د ځمکې د نباتي فرش، اوبو او خاورې تحفظ، وده او ښه مدیریت دي. ځنګلونه په خپل ځان کې زیات د شنو خونو غازونه لکه کاربن دای اکساید ذخیره کوي او په دې توګه د اقلیم د تودوخې په کنترول کې ښه رول لوبولی شي. نو ځکه پرمختللي ملکونو او نړیوالو موسسو ټینګ عزم کړی دی ترڅو د بیوزلو ملکونو سره مالي، تخنیکي او هر راز مرسته وکړي، ترڅو ځنګلونو ته وده ورکړي، طبیعي منابع وساتي او خپل زراعت هم مقاوم کړي.

دا نړیوال کلک عزم د افغانستان او ورته بیوزلو ملکونو لپاره یو غوره فرصت دی او باید په هوښیاری ګټه ورڅخه ګټه واخلي. د ځنګلونو، طبیعي زیرمو او اوبو ښه مدیریت وکړو، له نورو ملکونو مالي، تخنیکي او علمي مرستې ترلاسه کړو. اړینې پالیسي ګانې او تګلارې جوړې او په کلک عزم یې پلې کړو.

نو څه کول پکار دي؟

Adaptation یا د ژوند او پروګرامونو عیارول له نوو شرایطو سره په ټولو سکتورونو کې اړین کار دی، خو نه په یوازې توب کې. په هغو روشونو کې چې اوس موږ ورڅخه کار اخلو باید زیات بدلون راشي.

باید درک کړو چې د شلمې پیړۍ داتا د ( ۲۰۱۱ تر ۲۰۴۰) کلونو وخت لپاره د اوبو او په نورو سکتورونو کې نوره بسنه نه کوي.

د اوبو د تخصیص ورکولو اوسني حالت ته باید بدلون ورکړل شي.د خړوبولو لپاره به د اوبو تقاضا زیاته شي. ایا د کښتونو سیستمونه باید بدلون ومومي؟ څنګه به هغه عیار شي؟

د پلان کولو، دیزاین او نورو لپاره باید هر اړخیزه متود پکار واچول شی. اوسنۍ او نوې تکنالوجي   را انتقال کړو او د پلان کولو په پروسه، ستندردونو او سیستمونو باندې له باید له سره غور وکړو.

د اقلیمي بدلون په وړاندې د پلان کولو او چڼ کولو اغیزناکې(Climate – Proof)  لارې چارې (متودونه)، وسایل او عملیاتي لارښودونه د اوبو د زیرمو، زراعت، ښاري پراختیا، ترانسپورت، د څښلو اوبو او حفط الصحه محیطي او نورو لپاره رامنځته کړی.

د ابیاري شوې زراعت مقاومت (Resilience) د هایدرولوجیکي او اقلیمي بدلونونو په وړاندې زیات کړی، په شمول د هغو نوو تخمونو چې د وچکالیو او ناروغیو په وړاندې زیات مقاومت ولري.

زموږ هیواد چې سړي سر ښې پوره د اوبو زیرمې لري. که څه هم افغانستان په کال کې سړي سر ۲۲۸۰ متر مکعبه اوبه لري، چې د هغو ملکونو په ډله کې نه یو چې لږ اوبه لرو خو  د سیمې او ان د نړۍ په کچه خورا لږه د اوبو ذخیره یعنې سړي سر په کال کې 150  متر مکعبه اوبه مو ذخیره کړې دي. همدارنګه،زموږ بله ستره ستونزه د اوبو د وخت او ځای له کبله د اوبو په ویش کې ده. هغه داچې دا اوبه د کال په هغو موسمو کې زیاتې وي چې د کرنې وخت نه وي. لکه په ژمي او د پسرلي په لمړیو وختونو کې چې کرنه اوبو ته اړتیا نلري خو باران بیا زیات وي. همدارنګه، په هغو سیمو کې د کرنې زیاتې ځمکې شته بیا اوبه هلته کمې دي. همدارنګه، افغانستان په نړۍ کې د سړي سرپه کال کې د ۱۵۰ متره مکعبه اوبو د ذخیرې په وړتیا سره په سیمه او ان په نړۍ که خورا ټیټ ځای لري.

باید پوه شو چې د اړتیا وړ اوبه څنګه په لاس راځي:

  • بندونه او ذخیرې – د دریایي حوضو ترمنځ انتقال
  • د اوبو ذخیره کول په همغه نقطه کې په ځمکه راکوزې شوې. په بل عبارت، که موږ د ځمکې نباتي فرش، د خاورې عضوی مواد د ځنګلونو او بوټو د ساتلو او زیاتولو، د څړ ځایونو په سم مدیریت او د بې حده زیات څړ په مټ د نه خرابولو، د للمیو د بې رویې کرلو په سموالي او ښه مدیریت کولای شو چې دا کار ښه وکړو.
  • د ځمکې د لاندې اوبه – چې وده یې نه ده کړې په خاصه توګه زموږ په ملک کې
  • د اوبو د تقاضا مدیریت
  • د اوبو ساتنه – د ضایعاتو کمښت، د اوبو څخه د ګټې اخیستنې موثریت،
  • د اوبو تولید – د کښت زیاتوالی د هرې قطرې لپاره
  • د اوبو تجارت (مجازي)، د غلو او دانو واردول

د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مقاوم پرمختګ( Climate Change Resilient Development)

د ارزانه او مناسب (Mitigation and Adaptation) پروګرامونو اړتیا شته.

((Mitigation  مخنیوی– د ګلخانه ای ګازونو د کمولو او د لږ کاربن تولیدوونکي اقتصاد ته د انتقال ترڅنک، د خلکو د اقتصادي توان سره سمه انرژي برابرول په مخ په وده هیوادونو کې د بیوزلۍ د ورکولو او د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره یو اړین مخکینۍ شرط دی.

Adaptation)(یا ځان عیارول– غوښتنه کوي چې د اوسني او وړاندویل شوو اقلیمي بدلونونه په ټولو سکتوري او ملي اقتصادي پلان کولو بهیرونو کې د ځایي خلکو د هیلو په نظر کې نیولو سره په پام کې ونیول شي.

پایلې او د پام وړ یو څو سپارښتنې

  1. د اقلیم بدلون یوه رښتینې، نړیواله ننګونه ده، خو بدې اغیزې به یې په وروسته پاته ملکونو او په تیره بیا په دې ملکونو کې په بیوزلو خلکو باندې زیاتې وي.
  1. د اقلیم بدلون او تودوخه به په ټولو سکتورونو لکه د اوبو په زیرمو، کرنه، چاپیریال ساتنې، د ژوند تنوع، مرضونو، د برښنا تولید، د څښلو اوبو برابرولو، حفظ الصحې، او نورو پرمختیایي پروګرامونو باندې به سخته بده اغیزه وکړي. نو د ټولو سکتورونو د ښه مدیریت لپاره هر اړخیزه پلان چې د اقلیم د بدلون ټولې غوښتندې پکې په پام کې نیول شوې وي تر لاس لاندې ونیسي.
  1. د بیوزلو ملکونو لپاره خورا اړینه ده چې د اقلیم له بدلون سره باید خپل ځان او خپل پروګرامونه، پلانونه، تګلارې، زراعت او د کرنیزو تخمونو غوره کول، د انرژۍ تولید او لګښت، او نورو کې عیار کړي. د اقلیم د بدلون لپاره د ځان برابرولو ښه لاره د مقاوم زراعت، د ځنګلونو زیاتول، د ځمکې د مخ د نباتي فرش ساتنه، ډېرښت ، د پاکې انرژۍ تولید، بې ځایه نه ضایع کول او نور دي.
  1. باید د اوبو ذخیره کول زیات کړو، زیات بندونه جوړ کړو، ترڅو ورڅخه د ابیارۍ، د برښنا د تولید، د ښاري خدمتونو، صنعت، د چاپیریال ساتنې او نورو چارو کې ګټه واخلو.
  1. همدا رنګه، باید د اوبو ذخیره کول په هغه ځای کې هم ممکن کړو چې د باران یا واورې په توګه په ځمکه راکوزيږي او ترډېره هم هلته باید په ځمکه کې جذب شي. دا کار هلته شونی دی چې موږ د ځمکې نباتي فرش، ځنګلونه، بوټي، څړځایونه، او نور د خلکو په مشارکت وساتو، مدیریت یې کړو، او وده ورکړو.
  1. موږ باید د اقلیم د بدلون د څیړلو، ارزونو، مدیریت، د نوو اړتیاوو، لمړیتوبونو ټاکلو، او زیربنایی پروګرامونو د پلان او پلي کولو لپاره په نوو متودونو داتا، مالومات او پوهه  ترلاسه او سم مدیریت کړو. ځکه زړه داتا او معلومات په نوو بدلیدونکو اقلیمی شرایطو کې په درد نه خوري.
  1. موږ باید په ټولو پروژو، پروګرامونو او فعالیتونو کې د اقلیم بدلون او تودوخې مسئلو ته ښه ځیر وو. باید داقلیم د بدلون په ټولو مسئلو باندې ورکشاپونه، کنفرانسونه، سمپوزیمونه، سیمینارونه او نور جوړ کړو.
  1. باید زموږ اړونده پوهان د اقلیم په تغیر، په ټولو سکتورونو کې د هغو په راز راز ننګونو باید علمي څیړنې وکړي. همدارنګه، زموږ د پروژو جوړوونکو، پلي کوونکو، ارزوونکو ټولو سر باید د اقلیم په بدلون باندې خلاص شي او په کلکه یې اړین مقررات پلي کړي. زموږ وزارتونه هم باید د شنو خونو د غازونو په حسابولو باندې په خپلو اړوندو پروژو کې ښه بلد شي. دا ځکه چې له دې وروسته به د دې مراعات د مرسته کوونکو دا شرط وي.

  1. همدارنګه، زموږ په پوهنتونونو کې هم باید زموږ کوریکولم باید د اقلیم د بدلون او تودوخې په هکله، په اړوندو پوهنځیو کې اړین پروګرامونه رامنځته کړي. استادان او شاګردان باید په اړوندو مسلکی دولتي پروګرامونو او پلانونو کې شامل شي ترڅو د اکادیمیکي ساحې ترڅنګ په عملي ساحه کې هم پوهه زیاته شی او ښه کدرونه وروزي.
  2. باید زموږ دولت د اقلیم د بدلون په هکله اړین قوانین مقررات، لارښودونه، مقررات، جوړ، تصویب او پلي کړي.

د یوه سرلوړي، هوسا او خپلواک افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

———————————

د دې لړۍ نورې برخې 

57 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *