Categories

اعلان

Loading…

د درې مرچل ، وحشي سریال/ محمدرحیم سکندر

کله چې طالبان لاړل او امریکا راغله ، نو د میوزیک سنټرونو تر څنګ کډوډو ، بې معیاره او ناکامه  فلمونو هم افغانستان ولړلو ، ماشومان او ځوانان به هم ډېر کله له ښوونځیو او کورسونو ورته پټیدل ، چې د فلمونو مارکېټ ته لاړ شي او په دوکانونو کې چالان فلمون وګوري او یا له ورایه ورته ودریږي .

هر چا به کوښښ کاوه چې جنګي او یا وحشي فلم تر لاسه کړي او بیا یې په کور کې د ماشومانو او مېرمنو تر څنګ تر نیمو ، نیمو شپو وګوري . ډېری خلکو به بیا سرسري عشقي او لوڅ فلمونه خوښول ، کم  خلک پیدا کیدل  چې د لوړې کیسې او لوړ تخنیک معیاري فلم تر لاسه کړي ، هر یو فلم به یې لس ، لس وارې کاته .

ورسته په ټلویزیونونو کې سریالونه را پیدا شول . په لومړیو کې په فارسي ژبه نشریدل ، خو بیا به هم خلکو په کورونو او دفترونو کې داسې کتل لکه په نشې روږدي کسان ، چې خپل وخت یې راشي په سترګو یې توره شپه وي او خپل پردی نه پېژني .

 د خپلوانو کره یې راشه درشه کمه شوه ، که له چا کره به ټي وي و بیا هم ښه وه ، له هغو کره به خپلوان په شپو شپو ور تلل ، خپلوي ، ملګرتيا او بحث ټول په سریال پورې تړلي وو .

ما ته یوه بله خاطره هم رایاده شوه : کله چې طالبان ختم شول ، نو په کوم موټر کې به چې ټایپ او میوزیک نه و ، سوارلي (کسان)  به نه ور سره تلل .

2اوس هم کوم لوی بدلون نه دی راغلی  ، کله چې سریالونه پښتو ته واوښتل ( پښتو دوبله شروع شوه) نو نور مینوال یې هم پیدا کړل ، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون یې مشران هم را جلب (مست) کړل او هغه څوک هم چې د ماسخوتن د جمع لمونځ به یې په ډېر څه هم نه قضا کاوه ، په دې غضب روږدي شول ، تر دې چې یو وخت لوفرو هم همدغه وخت وپېژانده ، چې د دوی د سریال وخت رارسیدلی ، هیڅوک هم په دې وخت کې بهر نه راوځي او نه له تلویزیون سترګې کاږي ، کله به چې ماسخوتن شو نو غله به د غلا لپاره کورونو ته واوښتل ، نو څه به یې چې غوښتل په ارامه فضا کې به یې مهم شیان له کورونو غلا کړل .

 ماته یادیږي یو وخت په کابل کې د پروتي سریال پر مهال تر دونیم سوو ۲۵۰ زیاتې غلاوې شوې وې .

د افغانستان خلک چې نوي تمدن ته را داخل شوي ، نو اوس هم په ښه او بد سریال نه پوهیږي ، یوازې چې لږه مینه په کې وي او یا ښه ظلمونو پکې شوي وي ، د نورو هیوادونو واله هم ( هند ترکیې … ) افغانان پېژندلي دي ، په خپل هیواد کې یې چې چېرته ناکام فلمونه او سریالونه وي افغانستان ته یې رالیږي .

په تېره هغه فلمونه او سریالونه چې مونږ نور هم جنګ او نفرت ته وهڅوي او یا مو په کتلور او لباس یرغل کولی شي .

تاسو به تر ټولو ښه سریال ( د لیوانو دره ) لیدلی وي ، پیچلی سیاست او نړیوال استخبارات په کې په کامیاب ډول تمثیل شوي وو . خو د افغان ماشومانو او نویو ځوانانو له سویې (پوهې ) څخه لوړ و ، مګر بیا مو هم وړو زړو قضا کړی نه دی ، حال دا چې له سریال مخکې به دا اعلان (انانس) هم تېرېده : (( د لیوانو دره سریال دې له څوارلسو کلونو کم عمره کسان نه ګوري )) خو بیا به مو هم ماشومان نېغ ورته کېنولي وو ، درسونه او کورنۍ وظیفې به پاتې وې او یا به یې زړه ورنه تور و .

ټوله ورځ به په ښوونځيو کې ماشومانو همدا صحنې تکرارولې ، ډېرو زده کوونکو به له ځانونو سره تلیفونونه ښوونځیو ته وړل او د سر یال پر وخت به یې درس پاتې او سریال کاته او اوس هم دا کار کیږي .

ماته یاد دي چې څه وخت وړاندې په خوست کې دوه ماشومان ، چې بیګانی یې (دلیوانو دره) سریال کتلی و ، سحر وختي راوتلي دي ، نو یوه یې له ځانه لوی سکندر جوړ کړ او بل له ځانه پولاد المدار جوړ کړ  ، له کوره یې تمانچې راوویستې او دواړو یو او بل ته  مخامخ ونیولې ، خو یوه یې وار مخکې کړ او مقابل لوری دوولس کلن ماشوم  یې وواژه ، د ځینو خلکو په څېر چې له سریالونو به یې دفاع کوله ، ما هم دا پېښه نه منله ، خو د هغه کورنۍ یو کس مې ملګری و ، څو میاشتې مخکې په یوه حجره کې سره ناست وو ، د سریالونو په اړه مو خبرې سره کولې ، خپل ټلیفون یې راواخیست او د خپل هغه وژل شوي تره زوی عکس یې را وښود چې مونږ پخوا نه منل .

ما په روژه کې یو کس ولید ، چې په جومات کې د اعتکاف په پنا ځای کې ورته ناست و ، کلیوالو تراویح کولې او دغه کم بخت د لیوانو دره سریال کاته .

اوس د (درې مرچل ) سریال هم که وګورو ، نو د ( لیوانو درې ) سریال ته ورته پېښې (اکټونه) کوي ؛ البته د لیوانو دره په نړیواله سطحه سریال و او د درې مرچل بیا داسې ښکاري لکه د یوې ولسوالۍ په کچه چې عملیات کوي .

دومره بې منطقه او ساده جوړ شوی لکه د پښتو نابلده لوبغاړي چې یو فلم جوړ کړي . څوک که د درې مرچل سریال ګوري نو په اکثره صحنو کې چې یو مخالفه ډله په مقابل لوري پسې منډې وهي ، ښه یې ویني چې مخالفین مې ښي لور ته مڼده کړه ، خو دوی بیا هم چپ لور ته راتاویږي او دښمن ورنه خلاصیږي ، همدا ډول په ځینو ځایونو کې چې یوه مخالفه ډله کوم دښمن ونیسي ، نو پرې راتاو شي له ټولو  سره وسلې ور سره وي ، مثلاً : په قومندان باندې په سر تمانچه ونیسي ، اول ډز پوچ شي ، بیا ورته وايي بخت دې کار وکړ ، اوس خو تسلیم شه ! بیا تمانچه پرې ونیسي خو ډز پوچ شي ، بیا ورته وايي چې بخت دې کار وکړ تسلیم شه ! خو تسلیم  نشي ، دریم ځل هم تمانچه کار ونه کړي ، نو یوازې ورته وايي چې بخت دې زورور دی ، داسې نه کوي چې له څنګ ملګرو نه ټوپک واخلي او پرې ویې وژني ، د بخت کلمه خو هغه وخت کارول کیږي چې نور ټوپک او کارتوس نه وي ( یو مهم چانس بچ شي) ، په همدې سره قومندان ترې خلاص شي ، هغه داسې هم نه چې د قومندان ملګري پرې راوسیږي ځکه ترې خلاص شي ، بلکې همداسې یې خوشی کړي ، د ماشومانو جګړه ته ورته جنګ کوي .

 مونږ به چې په ماشومتوب کې له ماشومانو سره جنګ شو ، نو سره وبه مو ویل چې ته مې هم پرېږده او زه دې هم پریږدم ، یا به مو سره وویل چې اول مې ته پریږده !

ترکیه په سریالونو او ډرامو کې نړیوال ریکارډ لري ، خو دا ډول بې معیاره سریالونه خپرول د ترکیې دغه لوړ رېکارډ خرابولی شي .

د درې مرچل کیسه په زړه پورې ده ، ماته یې موضوع خوند راکوي ؛ خو هیڅ تخنیکي اړخ نه لري ، او نه یې لوبغاړو په هغه کچه کار کړی چې له تلویزیونه د خپریدو ارزښت ولري ، چا چې د لیوانو درې کتلې ده ، نو هرومرو د درې مرچل سریال کمزوری او ناکام بولي . همدغه ډول صحنې زمونږ په ژوند کې عملي او رښتني هم شته . دومره مصنوعي او بې منطقه صحنو جوړلو ته هیڅ ضرورت نشته او له هنر سره تقریباً منطق هم ضرور دی ، له طالبانو وروسته مونږ هر فلم لس لس ځلې کتلی او اوس که د فلم ، ډرامې او سریال په تیوري باندې نه پوهیږو هم ، خو په عام ډول ښه او بد اړخونه یې ارزولی شو ،

بله داچې په (درې مرچل) کې دومره وحشت ، بربادي او لفظي افراط پکې شوی ، لکه : بې شرفه ، دله ، حرامي او … بد الفظ . دا یو وخت زمونږ ماشومان هم عادت جوړوي او کشر مشر ته یې کاروي . د بمونو ، چادونو ، ځانوژنو او نورو ظلمونو خو دومره زور دی پکې ، ته به وايې چې والله په افغانستان کې وحشت نشته او یا په افغانستان کې ډزه ډوزه نشته !؟

دا زمونږ ماشومان نور هم جنګونو او وحشتونو ته هڅوي او دا کار ورته ویاړ بريښي . ښه مثال یې اخترونه او ښادۍ دي چې ماشومان په دوکانونو کې پلاسټیکي تمانچې او ټوپک واخلي او په خپل منځ کې د سریال د لوبغاړو په څېر په خپلو ځانونو نومونه کیږدي ، او سره ډزوي .

بل لوی تاوان یې دا دی ، چې په افغانستان کې د سریال مینوال عملي هم په ژوند کې ښه ورځ نه لري ، که چېرې په سریال کې هم وحشت او ظلمونه وي ، نو ښکاره ده چې خلک به په رواني (روحي) ناروغي اخته کیږي ، رواني ناروغي لوی فساد دی ، او اوس هم مونږ د همدغو جنګ جګړو له لاسه ډېری رواني ناروغان لرو .

 زه د ( درې مرچل) د سر یال کیسې او د سریالونو مخالف نه یم ، خو د هغو سریالونه تل مخالف یم چې زمونږ د کلچر او روان بد حالت سره سر نه خوري ، زمونږ ټولنه له بدو بد تروي او د سریالونو رنګ بدوي .

 شکسپیر نړیوال ډرامه لیکونکی و ، دی وايي : (( ژوند ډرامه دی ، په ژوند کې هم لیونی او هوښیار ، خان او غریب ، ظالم او مظلوم ، استاد او شاګرد ، غم او خوښي … موجود وي او په ډرامه کې هم دغه ډول … )) .

که چېرې د کوم هیواد لپاره ډرامه ( فلم او سریال ) جوړیږي ، نو ضروري ده چې د هغې ټولنې ټول اصول او رواجونه ، دین او مذهب ، نیمګړتیاوې او پرمختګونه په پام کې ونیسي ، که چېرې د خپلې ټولنې لپاره داسې ډرامه جوړیږي چې په هغه کې د خپلې ټولنې اصول او کردارونه په پام کې نه وي نیول شوي ، نو ټولنه بلې خواته بیا یي او ګټه یې بل چا ته رسیږي او تاوان یې خپلې ټولنې ته .

هندي او ترکیي سریالونه یې روڼ مثال دی ، په هندي سریالونو کې یوازې سوچونه وي او بې ځایه صحنه اوږدوي ، مثلاً : مونږ دا فکر کوو چې د خواښې او اېنګور تر منځ له شخړې څخه به زمونږ ښځینه پند واخلي ، خو نه ! هیڅکله نه ! مونږ لیدلي چې ددې سریالونو له وجې په کورنیو کې نورې شخړې هم ډېرې شوې دي او هره ښځه غواړي چې له خواښې سره دلیل ووايي او یا په محکمه کې عرضه پرې وکړي .

 ددې تر څنګ مونږ د سړې جګړې له لارې د افغانیت او اسلامیت څخه اړوي او بهرنیان تر ډېره په خپل پلان کې کامیاب هم دي ، خو د رسنیو واله یوازې پنځو روپیو ته ګوري چې د هند او ترکیې اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هره شپه ډالر ور کوي ، نور د ټولنې په کیسه کې نه دي چې کوم بد لوري ته یې ټېل وهي .

 دغه راز  ترکیي سریالونه هم یوازې د ترکیې سیاست لپاره ګټه لري ، زمونږ لپاره یې هیڅ ګټه نشته یوازې وخت ضایع کول دي او ټولنې ته مو فاحشي او جنګي فکر ورکوي .

د درې مرچل سریال یوازې د کردانو پر ضد چوړ شوی او کردان هسې یوه وړه ډله ده ، ددې سریال خپریدل نه افغانستان ته څه ګټه لري او ترکیې ته ، خو ترکیې ته یې ګټه داده چې د دوی رواج او سیاست په مونږ کې عملي کیږي . ویل کیږي چې له دا له کردانو سره ظلم دی .

 د درې مرچل په ځینو ځایونو کې خو اسلام ته هم سپکاوی کیږي ، هغه خلک چې له اسلام کرکه لري ، نور هم دلایل ورته پیدا کیږي او په اسلامي عالمانو پسې بد ردې وايي ، په تېره خو ماشومان فکر کوي چې والله نه اسلام شته او نه اصلي عالم او ملا شته ، عام خلک خو وايي چې اسلام ماډرن شوی ، هر ډول پرمختګ چې کولی شئ نو هیله مه کوئ ، ولې بېګا دې په سریال کې ونه لیدل !؟

هغه رسنۍ ( تلویزیونونه ) چې د پنځو ډالرو په خاطر ټولنه د ناپوهۍ او نفرت کندې ته غورځوي ، یو ځل بیا مو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه هیله ده چې د ټولنې فکري امنیت دې ونیسي ؛ ګني نو یوازې په فزیکي جنګ نه څه لاسته راغلي او نه یې مخه نیولی شو .

د درې مرچل سریال زمونږ د جنګ تکراري تمثيل دی ، ولې د سولې پر ځای ترکراري جنګ تمثیل شي !؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸