Categories

اعلان

Loading…

زه د وطن د شهیدانو وینه! / شاهین بونیری

په قصه خوانۍ کې د پښتنو د نسل وژنې شپږاتیایم کال دی خو لا هم د پښتنو په سيمو کې وينې تويدل نه دي ودريدلې. آيا پښتانه ځوانان له خپل دې تاريخه خبر دي؟ آيا دوی د خپلو حقونو لپاره د مشرانو له دې قربانيوو زده کړې کړي ده؟

د قیصه خوانۍ بازار له مودو راهيسې د دې سیمې د اوسیدونکو لوی تاریخي او کلتوري مرکز پاتې شوی دی. د پېښور ښار زړه دی. یو وخت به دلته له منځني ختیځ څخه هندوستان ته راتلونکو کاروانونو دمه کوله او د چایو په محفلونو کې به يې د خپلو مزلونو او وطنونو کیسې کولې، د ځان سره به يې نوي فکرونه راوړل، نوې تجربې به يي راوړلې. دا یوه اولسي اکیډمي وه چرته چې به د بیلا بیلو کلتورونو او اولسونو خلک راټولیدل او له یو بل به يې ذده کړې کولې.

کال نورلس سوه دیرشم وو، د اپریل د میاشتې درویشتمه نیټه وه. په ټول هندوستان کې د بریتانیې د استعمار پر ضد احتجاجي تحریک ښه په زور کې وو. د ګاندهي جي د سیول نافرمانۍ په مرسته کې د باچاخان د خدايي خدمتګار تحریک غړي راټول شوي وو او د خپلو حقونو او خپلواکۍ غوښتنه يې کوله. دا ټول د عدم تشدد د قافلې خلک وو چې د امن د لارې د خپلو حقونو په مبارزه يې یقین لرلو.

درې ورځې مخکې په اتمانزو کې د ازاد سکول په جلسه کې پریکړه شوې وه چې په درویشتم اپریل به خدايي خدمتګار او د کانګرس غړي راټولیږي او د پيرنګي استعمار پر ضد به احتجاج کوي.

د صوبې ګورنر اولف کیرو وايي د کانګرس خلک لږ وو نو موږ د هغوی علاج کولی شو خو چې کله ورسره باچاخان ملګری شو نو مونږ د خلکو په نیولو پیل کړو.

په درویشتم اپریل خلک د ښار له مرکزي لارو راتیر شول او قیصه خوانۍ ته اورسیدل. د کابلۍ تاڼې مشر چې دا خلک اولیدل نو فکر يې وکړ چې دا جوړې په تاڼه د برید لپاره راټول شوي دي. هغه پوځ ته خواست وکړ چې راشئ او د تاڼې حفاظت وکړئ. لږه شېبه کې د پيرنګي پوځ شپږ ټینکونه رارورسیدل. وړومبي ټینک څوارلس کسان وچقول چې لس کسان په ځای مړه شو او څلور سخت ژوبل شول.

پاو کم یولس بجې ډزې پیل شوې او تر دریو بجو پورې روانې وې. خلک راوړاندې کیدل، په ډزو سوري سوري کیدل،راپریوتل، مړه کیدل… په دې کې سيکان هم وو، هندوان هم وو او مسلمانان هم. ډیر يي خدايي خدمتګار وو. د ښار کوڅې د هغوی په وینو سرې پرتې وې. هر لور ته وحشت خور وو او له دوه نیم سووو څخه تر درې سوه پورې انسانان قرباني شول، په وینو سره شول او خاورې شول.

دا انسانان د دې خاورې هغه سوچه او ریښتیني بچي وو چې د مذهب، نسل او قام له فرق نه بالا د خپلې مور، خپلې خاورې لپاره مبارزې له راوتلې وو. دو پر دغه لاره کې د خپلو وینو او ارمانونو نذرانې ورکړي خو د تاریخ په پاڼو کې داسې ورک شول لکه هډو چې موجود نه وو!

نن هم په قیصه خوانۍ کې د دوی یادګار نړیدلی پروت دی. نن هم زمونږ ډیر پوهه او تعلیم یافته خلک د خپلې خاورې د شهیدانو له قربانيوو خبر نه دي. نن هم هغه زاړه یرغلګر په یو نوي شکل کې زمونږ کلي او بازارونه ورانوي. نن هم د ګلونو په دغه ښار کې د اور بارانونه کیږي.

خو د تاریخ رښتیا کله هم نه مري….

او دتاریخ رښتیا دا دي چې که مونږ د خپلو مشرانو له دغه قربانیو زده کړه کړې وای، د شعور سترګې مو پرانيستلی وای نو نن به ټوله پښتونخوا د قیصه خوانۍ بازار نه وو!

264 total views, 1 views today

1 comment

  1. خالده خالد Reply

    دریغئ چې نن یو شمیر پښتانه داسې د ټوپکو او چرسو په مینه کې لیوني څیرې ګریوان ډوپ دي چې، نه تاریخ، نه د مور درانوی، نه د خپلې ژبې او خاورې پایلنه پیژني۰د انسان داصلیت پیژندنه د ده په مورنۍ ژبه کې ده نو هغه څوک چې له خپلې مور او ژبې تیر شي، د هغه دې نسل ورکه نژدې ده۰ اوپه دې کې کوم د ویاړ ټکئ نښکاري۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2