Categories

اعلان

Loading…

کله مرې؟/ استاد سعدالدین شپون

هغه ورځ مې مېرمنې چې په اصل کې په شپیتو کې ده خو ځان په دیرشو کې یادوي، ناڅاپه رانه پوښتننه وکړه چې عمر دې په عیش عشرت کې تېر کړ: ښه یاران، ښه کتابونه، د اشرق نه تر اغربه پورې دې یو ملک پرې نه ښوده چې دې ګز کړی نه وي. غیر له خنزیره دې د یوه هوايي مځکني او سمندري ځناور غو ښه پرې نه ښوده چې دې چک نه وي پر لګولی. نو اوس څه کېږي چې د خدای لارې ته سم شې؟

ما  یې خبره غوڅه کړه «وچه دې شه رالنډه یې کړه». هغه یوه اوږده شېبه غلې وه، ما ته یې ځیر کتل د رحمان بابا کاڼی یې راوتوغاوه: ورځ دې تېره په مستې کړه شپه په خوابه+ خدای به کله یادوې خانه خرا به؟ ما وېل زورې، شعر کې خو درواغ مه وایه. زه خو خوب نه لرم، شپه مې د کمپیوټر سره په لیکلو تیریږي، زما نه اوږد لکچر خوښېږي، نه اوږد شعر. کړت و پړت دې رالنډ کړه، څه غواړې؟

«چې لنډه یې غواړې نو کله مرې چې له خیره دې لنډون وشي؟»

ما وېل هېڅوک له خپله مرګه خبر نه وي. هره شپه لس ځلي مرم ولې دې زړه راته تنګ دی؟.ما تیار وصیت کړی چې تابوت مې افغانستان ته ویسي. هغې نه پریښودم،«ما هم همدا ښوده . د وړلو پیسې له کومه کړو؟» ما وویل، پوهیدم چې همدې ته دې سودا وه. څو روپه کۍ مې بانک کې غلې کړي، د کپن او تابوت د چلولو. » څومره؟ ما ویل کافي  دي. پښتون ملا مې هم ورته صحیح کړی. میرویس ته مې هم سپارښتنه کړی چې زما بابولالې دې له کمپیوټر نه راوباسي چې وزیر اکبر لالا یې را له چاپ کړي که چا لوستل. خو هغې مایوسه کړم،« باور مې نشي چې څوک وخت پرې خاورې کړي. او تر څو ته دارالفنا ته روانېږې، چې وطن کې به څه حال وي. ته خو به بیغمه کنګلتون کې  پروت یې خو موږ به خدای مه کړه درسره سټ شو. » ما ته خندا راغله چې د سترګو په رپ کې یې زه مړ کړی، وطن ته وړی، خښ کړی یم، د ماشومانو غم کوي.

آخر کې یې یو اوږد سوړ اسویلی وکیښ«نوره مې مه کړوه» ما په خندا ورشتۍ کړه چې هم مارې هم کوکو کارې، هم لاس لګوې هم ژاړې. خپله مې وژنې، بیا ویرهم کوې.

«درسته ورځ دې لکه د پېښور ګنډې والا پنډ په شا، لکړه په لاس، کلي په کلي یې ګرځوې د هرچا پر دیوالونو یې پورې کوې. د چیټ سر خوړلې جناکۍ درنه چاپیرې،«توت دانې خورده بنجاړه ماره دنداسه راکه. او ته یې نیمه خوا پرېدې،«دا ځلي خو نشته ببو، بل ځلي به ۍې راوړمه» سرونه خیشتوې خو خرېیې یې نه.

ما ته خدای راکړه،«ښحې خو سرونه نه خریي. «یا یې چوټي کا یا یې واړوي سرونه نو، تورپیکی دې بند….»

په دې ټولو کې مې د هغې د ګنډیوالا خبره خوښه شوه، نو په بهانو مې ځان خپلې د کمپیوټر خونې ته پنا کړ. هلته مې د وطن د سفر ګنډه وه. لکه ښځې چې له واده یا اختره ړومبی، دیوال ته مخ کړي د سینګار د شیانو خپله غوټه غوړیاشه پرانیزي ما هم د سوغاتونو خورجین رابرسېره کړ. ډیر تراجیک خورجین مې و. څو چکۍ  ډف صابون، د غاښو تار، برس او خلي، د نس خوږ ګولۍ، د ږیرې ماشین او پاڼې. دوه لیپ ټاپ کمپیوټرونه آآآآآ  دې ظالمانو زه په څټو حلال کړی یم. دا یې قرآن کړی چې امریکې کې یواځې ډالر نه بلکه دا ناولی شیطان ټکټکی هم زرغونیږي.

د میرمنې سوغه دنې او ناندرې رانه نیمګړې شوې. ښځې سره جنګ کې را نه حمد و قل هو هیره وه. د وطن لمن مې ټینګه کړه، د حبیب الله رفیع شعر مې زړه کې ټالۍ وهلې

الله اکبر مې ستا په خوله کې هورا وچه کړه+ تا د لینن ما د ذ‌والجلال لمنه ونیوه.

 جار دې شم، په کچکول مې تیار پتري وهلي درغلم.

56 total views, 1 views today

6 comments

  1. خپلواک Reply

    استاده په خند خنداکې مو مه ژړوه. هرکلمه دي بلاد داړې لري، زموږ شپه دې هم راپه سرو سترګو کړه. یواځي نه يې موږ ټول درسره يو……ستامرګ دهنر مرګ دی دومره ساده نه دی

  2. ګنډېری Reply

    یاره شپون صیب دا خو نو ظلم دی چې درسره شوی دی.‌مرګ مو د مرغۍ پۍ شه، ژوند مو ښېرازه او له خوښیو ډک اوسه.‌قلم مو تاند او شوروا مو ګرمه او اوبه مو یخې خو یوه خبره،‌ ورسره یو څه نفلونو ته هم کش ورکړئ ځکه چې بې تاوانه شی دی.‌

  3. ابن شهيدين Reply

    استاده ……. الله تعلي دي ددوارو لاري بهتري كري ….ستا دوطن حا لات خو ورز تر بلي لا خرابيكي ……له يو داسي حا لت سره مخ ده جي سر او بر يي ولاكه معلو ميزي

  4. Abdul Reply

    الله د لره تر ډيره

  5. zarigul Reply

    خوږه لالا ،
    دا میرمن دې تل له تاسره په دغو کړتو پړتو اخته وي ، په هندو ییزم کی یوه ډیرجالبه خبره ده ، او هغه داچی څوک له چا پوښتنه وکړي چی کله مرې او یا هم دجنت او دوزخ پوښتنه ترې کوي نو بیا یوه لنډه جمله ورته وایی : « ته یوځل خپله لاړ(ه) شه هرڅه په خپله درمعلومیږي ، موږ ته به هم احوال راوړې … » نوهرڅوک چی داخبره کوي ، ورته وایه چي یوڅه خو د لارې او مارې پته راته ولګوه ….
    سره له دې چې لیکنه مو تردې خبرې لوړه نښه ولي ، بیاهم دهم خدای تا او تا غوندي پرګل هم نه وهي …
    په درنښت
    زرین ګل له اندیا

  6. Dr.Atal Reply

    شپون صاحب سلامونه،الله ربالعزت دی په ژوندون خپل ګران وطن ته راوله پداسی حال کی چه پخیر د ظالمانو ټغر ټول شوی وی
    ستامی یوه عجیبه خاطره د پلچرخی له زندان نه هیڅ نه هیریږی که غلط شوی نه وم .
    دا خو خاطره وه مګر داسی دینداره میرمن دی خدای هر مؤمن ته ورکړی چه سمی ته یی پام کوی او د خبل د ژوند د ملګری سعادت غواړی دا ستا خوشبختی ده الله مو وساته
    خو مع الاسف معامله ګرو نفاق پسند مشرانو د ملت قربانۍ او جهاد بربادکړ الله ربالعزت دی ددی مظلوم ملت انتقام د ظالمانو نه واخلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *