Categories

اعلان

Loading…

له کابله تر لاهوره (یونلیک) اجمل تورمان

دوهمه برخه

اسلام اباد

یاره اوس مې نه یادېږي چې څو بجې به وې خو تر څه باندې یو ساعت وروسته په اسلام اباد کې د بې نظیر بوټو په نړیوال هوايي ډګر ورښکته شوو، د ساعت ستنه مې نیم ساعت مخکې ځکه نه کړه چې د وطن یو یاد راسره وي.
ترمینل ته په ننوتلو سره موږ کتار دُخولي ته ودرېدو خو د هوايي ډګر یو کارکوونکي شنې رنګې پاڼې راباندې ووېشلې چې تر ډکولو وروسته یې باید لیکه شوي وای.

زما په اند چې دا به امنیتي پاڼې وي، ځکه ټول مشخصات په کې لیکل کېږي، یو ځل یې د ډیلي په هوايي ډګر کې هم راته همداسې پاڼې ویشلې وې، خو پوښتنه راته دا پیدا شوه که دا پاڼې امنیتي وي نو زموږ په هوايي ډګر کې یې ولې په مساپرو نه ویشي؟

زه هم عجیب ساده یم، زموږ په ملک کې خو استخباراتي او کشفي ادارې دومره پیاوړې دي چې خدای مه کړه د امنیتي پېښو په صورت کې دې شیانو ته اړتیا نشته.

په هر حال  تشې خانې مو په ماتې ګوډې انګرېزۍ ډکې کړې، له دې سره د خپل پخواني ریس محمد امین مدقق هغه کیسه رایاده شوه چې زموږ یو مشهور سندرغاړي خوارکی په یو سفر کې د همداشان یوې پاڼې د ډکولو لپاره کوم سیټ ته نه و درېدلی.

پاسپورټونو دخولي وخوړه او مونږ هم دخول شوو، تر څه شېبې ورسته هر چا خپل بیک په اوږه او د وتلو د دراوزې په لور مو ور هۍ کړل.

بل څوک خو مې صفت نه کوي زه خپله به یې ووایم. زما ځوانمیرګ فکر دېر ښه کار کوي د هوايي ډګر د خروجي دروازې مخې ته مې چې د بکسونو په کراچۍ کې د ګلو ګېدۍ ولېدې پوه شوم چې دا زمونږ لپاره دي.

منیر هزاروي صیب، تبریز صیب، ضیا صیب او ایاز جان دا مو هرکلي ته راغلي ول.

منیر هزاروي په خیبر پښتونخوا کې د اکول اکسیس موسسې اداري مسوول تبریز شمس په خیبر پښتونخوا کې د اکول اکسیس موسسې یو د بل هیواد ته په تګ راتګ کې د  افغان پاکـ د خبریالانو د ملګرتیاپروګرامهمغږی کوونکی، ضیا الحق د پاکستان د فدرالي خبریالانو د فدراسیون غړی او د ( اې ار یو ) نیوز خیبر پښتونخوا د څانګې مسوول او ایاز جان کوم چې د اکول اکسیس له خوا زمونږ د هر ډول ملګرتیا یا همکارۍ دنده ورسپارل شوې وه.

په غېږو او د ګلانو په ګېډو یې ونازولو، یادګاري تصویرونو مو واخیستل او په کاسټر موټر کې د ننه مو په سړو اوبو، شربتونو او جوسونو میلمله پالنه شوه.

څو شیبې ورسته مو موټر په هوټل کې د غرمې ډوډۍ لپاره غاړې ته شو، لوږه دومره زور وه چې د هوټل د نوم یاداشت کول مې هم هېرل شول.

په هر حال، یوه خبره چې زه ورنه نوی خبر شوم هغه دا چې اسلام اباد کې هم میټرو شته، دې ته مې د سړک په غاړو د مېټرو د سټتیشنونو په لیدو ورپام شو. د دبۍ میټرو رایاده شوه چې په هر ستټشن کې به یې اعلانول چې دا تم ځای راورسېدو.

هغه مهال مې هم له ځانه سره دا ویل او اوس هم که مونږ په کابل کې مېټرو درلودلای نو اعلان به یې څه ډول کېدو، راتلونکی سټیشن کوټه سنګي سټیشن دی! یا دا د خیر خانې سټیشن دی! له ځانه سره مسک شوم او په زړه کې مې تېره کړه، تورمانیه غم به نه کړې که ارامي راغله خدای به دا ورځ هم درباندې وویني.

د دوهمې برخې پای

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *