Categories

اعلان

Loading…

څوک د طالبانو ملاتړ کوي؟/ نجیب الله آزاد

څېښتن تعالی دې د محمود خان د پله په پېښه کې شهيدانو ته جنت فردوس او کورنيو ته جميل صبر ورکړي. امين

له دې ډول خونړيو پېښو وروسته تل پر دې بحث سوی چې طالب مانا څوک؟ تراهګر، ناراضه ورور او که سياسي مخالف؟ ډيری سياستپوهان او کارپوهان د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه وينا را نقل کوي چې نوموړي طالب ته په وار وار د ناراضه ورور خطاب کړی.

بې له شکه چې طالبان نه يوازې هغه مهال بلکې اوس هم د پخواني ولسمشر ناراضه وروڼه دي او  دا يوه ښکار خبره ده، البته يوازې د نوموړي ناراضه وروڼه چې ښکاره لاملونه لري:

د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته د دا ډول خونړيو پېښو خو لا څه چې د طالب له لوري د کوم وسلوال مخالفت تصور هم چا نه کاوه،د طالبانو ډيری قومندانانو د هغه مهال د موقعتې او انتقالي ادارې له مشر (حامد کرزي) څخه په وار وار وغوښتل چې دوی ته دې يوازې د ارامه ژوند کولو اجازه ورکول سي نور هيڅ نه. خو نوموړي نه يوازې دوی لا پر سر ووهل بلکې قومي او سيمه ييزو عقدو ته يې هم لمن ووهله، په لوی کندهار (چې د طالبانو اصلي زېږنده وه) کې له خپل ټبر دباندې هر هغه څوک خوا که هغه پخوانی طالب قومندان، قومي مشر او يا کوم بانفوذه شخص و پر سر وواهه  او دې ته يې اړ ايست چې له خپلې سيمې کډه او بېرته د ابليس (پنجاب) کورته پناه يوسي او بيا توپک ته لاس کړي، دغه و چې نوموړي په خپله دولس کلنه واکمنۍ کې تل طالب ته د ناراضه ورور خطاب کاوه ځکه چې دی په دې پوه و چې طالب د ده ناراضه ورور دی.

پاکستان تل په افغانستان کې د هر ډول وسلوالو مخالفينو تمويل او حمايه کوونکی پاتې سوی، لاکن هېره دې نه وي چې پاکستان د نړۍ له هغو وږو هېوادونو څخه دی چې خپل (غ) بېرته خوري، دی به هېڅ کله هم له خپلې بودېجې څخه له چا سره مرسته و نه کړي آن که د ده په ګټه هم وي، ښه بېلګه يې د سايکلون پروژه ده:

د سايکلون پروژه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ډېره مصرفي پروژه بلل کېږي. په م کال ۱۹۸۰ کې د دې پروژې کلنی لګښت له شلو تر دېرشو ميلونه ډالرو پورې و، خو  تر  ۱۹۸۷ م کال پورې يې کلنی لګښت ( ۶۳۰)  ميلونه ډالرو ته ورسېد. دا پروژه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد تر وتلو وروسته په افغانستان کې د تنظيمي جګړو تر پيله پورې وغځېدله.

په ۱۹۸۱م کال کې  د جنرال ضياءالحق حکومت د کارټر له حکومت سره د افغان  جګړې لپاره د درې زره او دوه سوه ميلونه ډالرو اقتصادي او پوځي مرستو تړون لاسليک کړ ، چي په دې لړ کې څلوېښت ايم شپاړس جيټ الوتکې هم شاملي وې. د دې پروژې پر مټ  ( آی،يس، آی ) د پنځه ويشت زرو چارواکو څخه په يو سل او پنځه ويشت زرو چارواکو په شبکه واوښته چې  د هوټلونو له ساتونکو څخه نيولې بيا تر  ټکسي چلوونکو او ژورنالستانو پورې يې خلک جلب کړل.

د افغانستان جګړې د پاکستان استخبارات دومره پياوړي کړل چې يادې شبکې خپل عمليات په هندي کشمير او پخپله هند کې هم پيل کړل. جهادي ګوندونو ته د وسلو رسول د آی ايس آی لپاره يوه بله ستره پروژه وه. يادو ګوندونو ته به وسلې د چين، اسرائيلو او پولينډ څخه راتلې، دا وسلې چې د قبايلي قاچاق وړونکو پر لاس به ګوندونو ته رسول کېدې، آی، ايس آی ته به د هر يوه کيلو پر سر شل ډالره ورکول کېدل.

د طالبانو پر نظام تر بريد مخکې امريکا يو ځل بيا د پاکستان له نظامي حکومت (پروېز مشرف) سره تړون لاسليک کړ چې له مخه يې د جېکب اباد او شمسي پوځي اډې امريکا ته ورکول سوې. هېره دې نه وي چې زموږ ډيری متقاعد پوځيانو او سياسي کارپوهانو تل دا ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو له ايستو سره سم امريکا خپل پوځي تجهيزات پاکستان ته ورکړل او له افغانستان سره يې جفا وکړه. دلته د جفا موضوع مطرح نه ده، پاکستان ته د يادو تجهيزاتو ورکول هم په همغه تړون کې شامل وو چې د جارج بوش ادارې له پروېز مشرف سره لاسليک کړی و، زموږ مشران خو په بون کې يوازې دې ته خوشحاله و چې هره ناوړه ټوټه چې راباندې لاسليک کوی بس ژر کوه چې موږ د واک پر ګدۍ خپل کوناټی ولګوو.

اوس پوښته دا پيدا کېږي چې طالب چا تمويل کړ او يا هم د دومره سترې جګړې مالي لګښت دوی له کومه کوي؟

د ناراضه وروڼو مالي لګښت ته زمينه هم پخواني ولسمشر برابره کړه، د نوموړي په تيره دوولس کلنه دوره کې د نوموړي له کورنۍ څخه نيولې بيا د نوموړي تر هر چارواکي د مخدره توکو، وسلو او زېرمو قاچاق، او د هېواد په ليرو پرتو سيمو کې سترې پروژې د دې سبب سول چې ناراضه وروڼه په مالي توګه پياوړي سي. د ميلونونو ډالرو په قاچاقو او پروژو کې به ناراضه وروڼو ته سمه پنډه ونډه ورکول کېده تر څو ناراضه وروڼه په خپلو سيمو کې  د مشروع چارواکو د نا مشروع  قاچاق او پروژه خنډ و نه ګرځي.

د مالي پياوړتيا وروسته ناراضه وروڼو ته د وسلو ترلاسه کولو زمينه هم همغه نظام برابره کړه چې ښه بېلګه يې د پروان د ناقانونه وسلو ډېپو و. دا يوازې يو ډېپو و چې ولس په خبر سو داسې نو د ورځې په سلګونه ټنه ناقانونه وسلې په تورغونډۍ، اسلام کلا، شېرخان بندر، هيرتان او نورو پولو را اړول کېدې او بېرته په ناراضه وروڼو پلورل کېدې چې په دې لړ کې د هغه وخت چارواکي، چارواکي نه بلکې د مافيا بزنس مېنان (تاجران) وګرځېدل. پاته سوه د چاودېدونکو توکه موضوع چې ناراضه وروڼه هغه له کومه کوي، لومړی له همدغه وسلو له توکو څخه کار اخيستل کېږي او دوهم نن ګوګل د هرې ستونزې حل دی، همدا اوس که يو څوک وغواړي د کيمياوي توکو فارموله ترلاسه کړي نو ګوګل يې په يوه کلېک ورکوي.

څلور کاله وړاندې طالبانو نه دا چې د يوه واحد مديريت او رهبريت لاندې فعاليت کاوه بلکې په نظامي توګه دومره پياوړي هم نه وو او د سولې خبرو ته يې په اسانه غاړه کښېښوده، ښه بېلګه يې د قطر د دفتر پرانستل و چې ښاغلي حامد کرزي يې په خپل ټول توان مخه ونيوله ترڅو د نوموړي واک و نه وېشل سي. اوس نه يوازې دا چې طالب په څو ډلو وېشل سوی بلکې د دوی نظامي حرکت دوی ته د غوښتنې او توليد ذهنيت هم ورکړی چې اوس دوی د مارکېټېنګ د فارمولې له مخې خپل توليدات په ګرانه بيعه پلوري، مانا د سولې لپاره د دوی شرايط ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ځانمرګو د توليد فابرېکې اوس دومره ډېرې سوي چې يوازې په پاکستان او طالب پورې محدودې نه دي، په تېرو څورلسو کالونو کې ډيری واليانو، وکيلانو، سناتورانو او وزيرانو دا توانايي موندلې چې ياد توليدات رانيسي او د خپلو سياسي ګټو لپاره يې وکاروي او همدغه طالبان دې چې اوسني ولسمشر ورته د سياسي مخالفينو نوم ورکړ. دا خو ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د نا امنۍ ستر لامل پاکستان دی لاکن د هرې پېښې پړه پر پاکستان اچول نه يوازې  په هېواد کې دننه د تراهګرو / طالبانو (همدغه سياسي کړيو) جنايت پټوي بلکې د دوی جنايت ته مشروعيت او لا جراءت ورکوي.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله…

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *