Categories

اعلان

Loading…

ښځه د انساني تاریخ مسخه شوې څېره/ پاکیزه ارزو

د تاریخ هغه پاڼه را اوړل راته ډير سخت ښکاري چې زما ورکړې قربانۍ پکې د یوې ګمنامې اتلې په څير زما په خپلو وینو نقش شوي دي. د تاریخ له دې پاڼو د (ستي) شوې ښځې فریادونه اورم، د تاریخ  په دې پاڼه د جګړې په ډګر کې د ټپي شوې ښځې غږونه اورم، د تاریخ په دې پاڼه د خپلې هغې همجنسې معصومې چیغې اورم چې د ښځې توب په جرم به ځنګل کې پرېښودل کیده او همالته به ورسره تقدیر خپلې ناخوالې کولې.

زه ( ښځه) د نړۍ له پيله تراوسه ددې نړۍ نیمه برخه ښودل شوې یم او په محاورو کې خو لا دا هم ویل کیږي چې دې نړۍ زما له وجود اخیستی او که زه چیرته زه نه وای؛نو نن به دا نړۍ نه وه، خو دا خبرې اوس  څومره مهم وې؟ دا خبرې یوازې له یوې محاورې پرته نور څه حیثیت لري او یا یې لرلای دی؟ دا خبرې د عمل په میدان کې هم په همدومره درنه تیږه تلل کیږي که نه یوازې یې نارینه د خپلو خبرو د سینګار لپاره کاروي. یوازې دا نه؛ په انساني تاریخ کې داسې میلیونونه  څېرې مسخې شوې، چې د نارینه وو لپاره یې قرباني ورکړې دي، خپل نازک بدنونه یې هغوی ته زینه کړي دي، هغوی د تاریخ په لوړو څوکو کې ثبت کړي او دوی تر ننه هم د هماغو ځواکمنو قدمنو لاندې دل پرتې دي.

د یونان د ښځینه تحریک یوه سرلارې په خپل کتاب ( ښځه په لرغوني یونان کې) لیکي :

(( له ۷۵۰ق م څخه تر ۳۳۶ ق م مېلاد پورې کلونه یې د یوناني تمدن د تشکیل دوره ګڼلی، چې پکې ادارې منظمې شوې او د ښځې شخصیت په مناسب چوکاټ کې واچول شو؛ لکه څنګه چې په پخواني تاریخ کې راغلي، د دې په جوړښت کې ډېرې ستونزې ځکه رامنځته کیږي، چې مالومات یې په اړه کم دي، د ښځو په اړه  لږه اندازه هغه مالومات شته، چې د امرینو کورنیو ښځو سره اړیکه لري، عامې ښځې په تاریخ کې نشته، د دې دور د ښځو نومونه هم نه مالومیږي.“سیفو” یوازینۍ هغه ښځه ده، چې نوم یې د هغې شاعرۍ ساتلی دی، نو ځکه د ښځو په اړه د مالوماتو سرچینې یوازې نران دي.))

هندي لیکوال مولانا اشرف علي تهانوي یوه کتاب د بهشتي زیور په نوم ولیکه. تاریخ لیکوال ډاکتر مبارک علي  ښځه او تاریخ په کتاب کې په د دې کتاب په هکله لیکي:

((مولانا صېب د ښځې روزنې لپاره د (بهشتي زیور) کتاب لس برخې ولیکلي، چې په لوستلو سره یې نه یوازې ښځه د نر په فضیلت پوهیږي؛ بلکې په خپلې غلامې د قناعت سربیره پرې ویاړ هم کوي، یاد کتاب کې ښځې ته د ښه غلامۍ ټولې لارې چارې ښودل شوي دي، له مذهبي مساېلو څخه نیولې تر کورنیو کارونو پورې ټول ددې تفصیل دی، چې نر څنګه خوښ وساتي. نو ځکه دا رواج ګډ شو چې (بهشتی زیور) باېد جلۍ ته په جهیز کې ورکول شي،چې هغه یې په لوستلو له ذهني پلوه غلامۍ ته چمتو شي.))

تر دې وروسته که خپل تاریخ ته راشم، آیا زموږ په تاریخ کې ښځو شته؟ د کومې ښځې نوم پکې راغلی دی؟ هغه نوم ورکې اتلانې چیرته دي چې زموږ آمرینو د هغوی په سر خپلوۍ کولې، روغې جوړې یې کولې، واک یې زیاتوه؛ خو نن هغوی یوه په تاریخ کې نشته دی او یوازې ددوی په جسدونو ولاړ نارینه د تاریخ په څوکو کې ښکاري.

زموږ د تاریخ نومیالۍ اتله میوندۍ ملاله؟ هغه اتله چې د خولې یوې لنډۍ یې د ټول تاریخ پاڼه بلده کړه او له دې ځایه یې د انګلستان د یرغلګرو ماڼیو ستنې ولړزولې؟ دا ملاله څوک وه؟ د دې ملالې ونډه په تاریخ کې یوازې همدومره وه چې یوه ټپه دې ووايي او بس؟ تر دې وروسته یې نه کورنۍ معلومه شوه، نه یې چا د ژوند حالات بیان کړل او نه یې  د تاریخ په بله پاڼه کې چیرته نوم واخیستل شو.

ښځه  د انساني  تاریخ  مسخ شوې څېره، چې نن هم دې پاڼې ته لاس ور وړم؛ نو ګوتې مې ریږدي. د تاریخ دا باب زما په اړه دی، د دې تاریخ دا باب زما له قربانیو ډک دی، پر ما شوي ظلمونه یې مضمون دی، زما بیوسي یې تصویر دی؛ خو زه په ډيره ناهیلۍ یوه قوي دعوه کوم او هغه دا چې په انساني تاریخ کې زما په اړه هر څه شته، خو یوازې زه ( ښځه انسان) پکې نه یم.

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. سید زرغون شا اغا Reply

    محترمی خور ارزو!
    سلامونه او نیکی هیلی می ومنه. ډیر ښکلی لیکنه دی کړی ده. لکه تاسی چی لیکلی دی د تاریخ په اږدو کی ښځه همیشه د ظلم او ستم لاندی وه او ده.د یهودوښځه کله چی میاشنی مرض ور ته راسی په کور کی څوک خبری ور سره نکوی، ډوډی ورسره نه خوری او میړه یی په خونه کی نه پریږدی، عیسویان هم تر دی کم ندی حتی د یورپ فلاسفه تر۱۹پیړی تر پایه په خپل منځ کی پر دی خبره اختیلاف درلودی: چی ایا ښځه انسان دی او کنه؟ بودایان او هنداڼ هم تر دی کم ندی. او د جاپان ښځه سهار او ماښام میړه ته سجده کوی.د افغانی ښځی سره چی ظلم کیږی تر ما تاسی ښه په خبریاست.او عرب خپلی ښځی ژوندی ښخولی.یوازنی دین چی ښځو ته حقوق ورکړل داسلام مقدس دین دی، چی د ښځو ټول حقوق تشریح کړی دی.دا چی په افغانی ټولنه کی ښځه د ظلم او ستم لاندی ده دا زموږناوړه دودونه، رواجونه او کلچر دی. دا چی محترم مولانا تهانوی په بهشتی زیور کی څه لیکلی دی زه په خبر نه یم خو په ډاډه زړه سره ویلای سم چی هر څه چی لیکلی دی د قران او حدیث په رڼا کی لیکلی دی. او هیله د لیکوالانوڅخه داده که غواړی چی د دین او یا کوم عالم په باره ولیکی پسله ډیر تحقیق اوڅیړنی ورسته ولیکی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *