Categories

اعلان

Loading…

له کابله تر لاهوره/ اجمل تورمان

یونلیک:

لومړۍ برخه

پی ای اې که د کارخانو موټړ

یو مهال چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې مهاجر وم او پېښور ته د تګ راتګ پر مهال به اورګاډی د لاهور په تم ځای کې ودرېدو نو د خلکو ګڼه ګونې، تود بازار، خوراکي او د خرڅلاو نورو څیزونه دې ته ډېر هڅولم چې کله یې کومه شپه میلمه شم.

اخر مو دا دی کلونه ورسته دا ارمان اسدالله داودزي پوره کړ، داودزی صیب په کابل کې د اکول اکسیس موسسې د هغې برخې مسوول دی کوم چې یو د بل هیوادته د پاک ـ افغان خبریالانو سفرونه تنظیموي.

کونجونه په ما نه سپړئ ځکه زه به د لیکلو حوصله ولرم خو ډېریو ته د لوستلو حوصله نه ده پاتې. ډېره پخه هم رانه مه غواړئ، ځکه زه طاهر اپریدی نه یم.

 سفر ته د اپریل په لسمه چې د حمل له دوه ویشتمې نېټې سره یې سر خوړ د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې سراه راټول شوو.

ملګري نو څه ملګري، خوشحال طیب د بي بي سي راډیو خبریال، محمد واصل وصال له شمشاد راډیو، ظهور کمال له ملي تلویزیون، سهیلا وداع له هشت صبح ورځپانې، بهشته صافۍ له کابل پوست ورځپاڼې، انیس الرحمن  له باډرلاین ویبپاڼې څخه او مریم خموش فوټو ګرافره.

له دې ډلې له یو شمېرو سره یې له پخوا بلد وم او له یو شمېر سره مې تازه پېژندګلوي پیدا شوه، دا څه په کې رېښتیا خموش ول خو دا څه په کې بیا ښه ګویا، په هر حال په خبریالانو کې خموش هم سمه د خبرو قطۍ وي.

سیلفي ګان واخیستل شول، بکسونه کش مخ په ترمینل. بوردینګ پاس واخله، خروجی ووهه، چک ته بې بوټونو او کمربنده شه، لنډه دا چې وروسته مو د الوتکې په لور حرکت وکړ.

پی ای اې، زه فکرم چې دا الوتکه به پاکستان یواځې افغانستان ته د راشه درشې لپاره ساتلې وي، الوتکه نه وه د الوتکې بچی و، الوت یې کاو الوتکه یې نه وه، حیا دې وي سم د کارخانو موټر و.

مدیریت په کې دومره کمزوری و چې هر څوک به په هر سیټ کښیناستل پوښتنه نه وه، موږ خبریالان خو بیا لږ تېره یو، یو شمېر ان په بزنس سیټ کې واړول، خو بیچاره ګان ګرم نه ول د نورو الوتکو په پرتله دا ورته عادي سیټونه ښکارېدل.

دوه میلمه پالونکې دوه رقمه لباس، د یوې شنه جوړه وه او د بلې ژېړه، خیر دې کې به څه نه وایو هر سړی رواج یې او جامه یې.

سبا نهاری په کراچی کې راغی خو ډبي په پلاستیک کې ټول شول، دا خو لا ښه ده د ستنېدنې پر مهال د خوړو ډبي هم په لاسونو کې راغلل او په لاسونو کې وویشل شول او زما خیال دی چې شټرنګ ته هم د پیلوټ پر ځای کوم ډریور ناست و، دوه متره به راولوېدو، مات به شوو رامات به شوو، دعاګانې وې چې په ځانونو مو چوف کولې، ما ته خو خوشحال طیب له لرې د شهادت کلمه ویله او دا نورو هم خپل رنګونه ښه بدل کړي ول.

د کډوالۍ پر مهال مې له خپل یو دوست نوید وردګ څخه، چې په پي ای اې کې یې غټه چوکۍ درلوده، د دغه هوايي شرکت د لوکسوالي په اړه ډېر اورېدلي ول، دا مې ارمان و چې په کې یوه ورځ سفر وکړم او دا دی د ارمان مې هم پوره شو.

خبره دا ده چې په دري ژبه کې یو متل دی وايي از صد خویش یک همسایه پیش، لکه څنګه چې وايي د افغانستان امن د پاکستان امن دی او د پاکستان امن د افغانستان، عزت، حرمت او په نورو برخو کې اړیکي هم همداسې وګڼئ.

مونږ ښو راوبطو ته ضرورت لرو، زړونو نېږدې کولو ته، متقابل درناوي او د خپلو خلکو نېږدې کولو ته.

 که پاکستان ته د افغان وګړو ژوند او هوساینه کوم اهمیت نه لري ما په تابوت کې وړي او نور په ډولۍ کې خاروې به مو اړیکي ښه شي.

وايي ته له مانه جار، زه له تانه!

زما په ذهن کې د پي ای اې تصویر له ایر انډیا، امارات، فلای دوبی او ترکش سره اوس په هیڅ ډول د مقایسې وړ نه دی.

د لومړۍ برخې پای

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *