Categories

اعلان

Loading…

معاصر افغانستان، ننګونې، فرصتونه او حل لارې

لیکوال: محمد عارف رسولي

( یوولسمه برخه)

سریزه

دا مقاله د افغانستان د معاصرو ستونزو او فرصتونو د لړۍ یولسمه برخه ده. په دې مقالې کې د لسمې برخې په دوام هڅه داده چې په مالي مسئلو کې موږ د نن زمانې په غوښتنو باندې د دواړو اسلامي او عصري علومو په اړتیا او ورڅخه د ګټې اخیستو په لارو چارو پوه شو او ورڅخه ګټه واخلو. مالي خدمات د فقر او بیوزلۍ ورکولو لپاره او د اقتصادي ښیرازۍ لپاره خورا اړین دي. خو په دې اړه دواړو عصري او اسلامي علومو ته اړتیا شته.

د اسلامي او عصري علومو اړتیا په مالي برخه کې.

زموږ په ټولنه کې ځینې عالمان یوازې خلکو ته وایي چې سود مه خوری او د خپل کاروبار لپاره له بانکه پیسې مه اخلی ځکه مالي نظام یې سودي دی. د سود ردول خو د هر مسلمان لپاره اړین کار دی خو په بدیلو لارو پسې هم باید وګرځو. خو زموږ پوهان او دیني عالمان بیا پخپله د اسلامي اقتصاد او د اسلامي مالي سیستم په هکله کومه څیړنه نه کوي، د کوم سم مالي نظام په رامنځته کولو، عامولواو په پښو درولو کې نه عامه پوهاوی زیاتوي، او نه له دولت سره اړینه مرسته کوي، او که رښتیا ووایو خپله هم نه ورباندې پوهیږی. که هغوي د اسلامي مالي سیستم په هکله یوه علمي کره څیړنه وکړي، اسلامي مالي نظام خلکو او دولت ته وښیي تر ډېرو نورو کارونو به ګټور وي. که هغوي دا کار وکړي نو زیاتو خلکو ته به په حلاله توګه د کاروبار او د ملک د پرمختګ لپاره لاره اواره شي. زموږ ځوانان به د پردیو ملکونو په شاقه کارونو کې د ناهیلۍ شپې او ورځې نه سبا کوي او نه به یې بحر کې کبان خوري بلکه د خپل ملک په ابادولو کې به ونډه واخلي.

له بلې خوا بیا د همدې مالي خدمتونو او مالي پورونو د نشتوالي له کبله  زموږ ځینې خلک د کاروبار لپاره یا په سود پیسې اخلي او زیات نور بیا سود ردوي نو ځکه له مالي خدمتونو څخه محروم دي. ځکه هغوی نه غواړي په سود کې لتاړ شي او غواړي دهغه په ځای ځانته حلاله روزي ومومي. که زموږ خلک حلالو مالي خدماتو ته لاسرسی ولري، وړې او لویې قرضې ترلاسه کړلای شي، دهغوي کاروبار، صنعت، او د کروندګرو کارونه به مو پرمختګ وکړي، پانګه چې د پرمختګ لپاره اړینه ده خلکو ته به په اسانه او ښو شرایطو په لاس ورشي، د بانک دارۍ نظام به مو پرمخ ولاړ شي او په ټولیزه توګه ملک به مو ترقي وکړي.

له پخوا زمانې څخه تراوسه زموږ دیندارو خلکو زکات، خیرات او صدقې ورکړې دي. خو دا که له یوې خوا د ځینو خلکو د محرومیتونو، لوږو او نورو اړتیاوو په کمولو کې اغیزمن ول نو له بلې خوا یې موثریت کم او ان کله کله خو ښایي چې ځینې کسان یې مفتخواره تربیه کړي وي او په خپلو پښو د درولو او په ځان بسیا توب چې یو دیني اصل دی څخه یې لیرې کړي وي. مطلب داچې دا صدقات، ذکات او تبرعات باید په علمي توګه راټول او د عامه خلکو او بیوزلو په چوپړ کې ولګول شي. د اسلام ستر بیغمبر یو صحابي ولید چې د څه غوښتنه یې وکړه. د الله رسول ورته وویل چې په کور کې څه لري هغه ورته وویل چې یوه زړه کراسته او څه نور شیان لري. بیا یې ورته وویل چې ولاړ شي هغه وپلوري او لور او رسۍ ورباندې وپیري او بیا له غره څخه وچ خس راوړي، ځان ورباندې وچلوي او سوال ونکړي او په ځان بسیا شې. نو په کار داده چې زموږ  زکاتونه داسې مصرف شي چې خلک په پښو ودروي او په ځان بسیا او (خود کفا) یې کړي. خو دلته دولت ته هم اړینه ده چې اړین پروګرامونه رامنځته کړي.

زموږ دیني عالمان هم په څو ډلو ویشل شوي دي. یوه ډله خو له یو څه فقهی مسئلو وراخوا له هیڅ شي سره کار نه لري. قرآني علوم، احادیث، اسلامي اقتصاد، ټولنیزه پرمختیا، اقتصادي وده، رهبري، سیاست او نور نه زده کوي، نه پکې څیړنه کوي او نه ورته مهم ښکاري. خو په نورو اسلامي هیوادونو کې دیني عالمان لګیا دي په قرآن کریم کې د یسوف علیه السلام او د نمل په سورو او داسې نورو کې د رهبرۍ او مدیریت په هکله پلتنه کوي او دا چې څنګه هغه اوس په خپلو ټولنو کې پلي کړي، د ټولنو په رهبرۍ، د ښوونې او روزنې په وده کې د دین ونډه او روش څیړي. زموږ بله ډله دیني خلک بیا یوازې په سیاست کې لګیا دي، خو دا چې څنګه ټولنیز بدلونونه راځي، څنګه ټولنې رهبري کیږي، اسلامي اقتصاد او نورو باندې سم مالومات نه لري، او ګومان کوي چې ورته اړتیا نلري. هغوي ترډېره د عامو خلکو په دیني روح باندې د پوهاوي په ځای یوازې په فتواګانو تکیه کوي.

داچې ټولنیز بدلونونه څنګه راځي، ولې اړین دي، څنګه یې رهبري کړو، د سیاسي ګوندونو رهبری او پرمختګ څنګه کیږي، د قوي ملتونو او اسلامي ټولنو جوړولو او پرمختګ هنر څه دی، د مسلمانانو زوال او نورو ته د احتیاج لاملونه څه دي، د ملتونو د نجات لاره څه ده ورته نا آشنا خبرې دي.

د یوه متوازن مالي خدماتي سیستم لپاره همکاري

اړتیا ده چې زموږ اړونده کارپوهان، او هغه پوهنتونونه او پوهنځۍ چې د مالي چارو او اقتصاد په برخه کې د لوړو زده کړو خدمات وړاندې کوي، اړ دي چې د هیواد له حالاتو سره سم د وړتیا لرونکو دیني عالمانو په ګډون د مالي خدماتو یو داسې نظام رامنځته کړي چې د هیواد بیوزله خلکو ته د دیني نظره د منلو وړ وي او د خلکو استثمار هم پکې کم وي. دا کار په زیاتو نورو اسلامي هیوادونو او ان په ځینو غیر اسلامي هیوادونو کې د هغو د موثریت له کبله ترسره کیږي. نړیوال بانک هم د اسلامي بانګدارۍ او اسلامي مالي خدماتو د وړتیا خبره مني او کله کله ورباندې ځینې پروګرامونه هم جوړوي.

باید ځان پوه کړي چې اقتصادي نظریات لکه د نورو علومو په څیر د بدلون په حال کې دي باید له نوو څیړنو ځان خبر کړي. څو کاله مخکې کله چې نړیوال اقتصادي بحران راغی ټولې نړۍ ولیدل چې د زیاتو او بې مسوولیته ګټو لیوني حرص زیات پیژندل شوي بانکونه دیوالي کړل او وتړل شول. په سودي نظام کې یوازې د پانګې څښتن ته چې په تاوان کې شریک نه وي د ګټې تضمین وی،  او د پور اخیستونکی چې ټول تاوان په غاړه لري له پښو غورځوي او نه د بیوزلۍ په ورکولو کې زیات ګټور تمامیږي.

بدلون او لوړې زده کړې.همدارنګه، زموږ د پوهنتون استاد قسم کړی چې بدلون و نه مني او له خپله زاړه نوټه پرته به په نوې میتود درس ورنکړي، اونه به نور ځوان استادان پریږدي چې په نوي میتود درس ورکړي. که کله یاده شي چې د هیواد د لوړو زده کړو په تدریسي نظام او کوریکولم کې بدلون اوسمون باید راشي، هغوي په مقاومت پیل وکړي. همدا اوس چې ځینې ځوان کدرونه له بهرنیو پوهنتونو راګرځیدلي او د ماسترۍ او دوکتورا سندونه لري خو ځینې په قدرت کې زاړه استادان چې نوټونه درس ورکوي ورسره جوړ نه راځي او خبره یې نه مني. په نوره نړۍ کې پوهه په پوهنتونو کې د څیړنو په ترڅ کې خلق او وده کوي، خو زموږ په پوهنځیو کې د څیړنو او تحقیق په هکله عملي کار خو لا پریږده مازې کوم فکر هم نه کیږي او یوازې په همغو زړو لاړو درس ورکول کیږي. که څه هم باید ووایو چې اوس په کراره کراره یو څه استادانو په نوو متودونو هم د درس ورکولو هڅې پیل کړې دي خو تراوسه د سم کریکولم د ودې او تطبیق لپاره زیاتو، زیرمو او رښتتینولۍ ته اړتیا ده.

تیر کال د نړیوال بانک د پروژو د کتلو او ورڅخه د زده کړې لپاره د چین جمهوریت ته تللی وم. ماهلته ولیدل چې چیني پوهنتونونه، د هغه هیواد له وزارتونو، مسلکي خصوصي نهادونو او نړیوالو پرمختیایي موسسو لکه نړیوال بانک سره په ګډه د پروژو په جوړولو، ارزولو، او پرمختیا کې پوره ونډه لري. که کله اړتیا وي نو کوم خارجي شرکت او یا کوم کارپوه په دې شرط د ټاکل شوو لایحو په مرسته په کار ګوماري ترڅو تخنیکي تشه ډکه کړي او تخصص چیني لوري ته انتقال کړي. ورته کارونه په هند او د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم کیږي.

د هیواد د پرمختګ او په خپلو پښو دریدلو لپاره باید زموږ د لوړو زده کړو او د ټول تعلیمي نظام په کوریکولم سمه کتنه وشي. باید زموږ په پوهنتونو کې عملي تطبیقي څیړنې (applied research) چې عملي او اسانه وي پیل شي. باید زموږ پوهنتونونه له دولتي ادارو سره د پروګرامونو په ارزونه او انکشاف کې برخه واخلي تر څو د اکادیمیکي درسونو تر څنګ عملي پوهه هم ترلاسه کړي او د هیواد له پالیسیو او د وزارتونو له اړتیاوو خبر شي ترڅو د هغو لپاره کدرونه و روزلای شي.

اسلامي علومو او څیړنو ته پاملرنه

په اسلامي علومو کې باید موږ داسې پانګونه وکړو چې په خپل هیواد کې له افراط او تفریط څخه لیرې او د اسلام له اصلي روح سره سم علمي کدرونه وروزل شي ترڅو د زموږ د خلکو دیني او روحاني غوښتنو ته ځواب ووایي. که اړتیا وي دوي باید په اسلامي علومو کې د څیړنو او تحقیق له مخې د نورو هیوادونو له دیني عالمانو سره د نظر د تبادلې وړتیا ولري او یوازې په پټو سترګو د هغوي د فتواګانو منلو ته تیار نه وي.

زموږ اسلامی عالمان باید په عصري علومو باندې هم تریوې کچې ځان پوه کړي ترڅو هغوي له نورو پوهانو سره په خبره پوه شي. د مثال په توګه د لیکلو، لوستلو، څیړنې فن، ژبې، ترجمې، د بلاغت او فصاحت فن او نور علوم باید ښه زده کړي ترڅو پخپله د د دیني علومو د پرمختګ لپار ورڅخه کار واخلي.

پایله او وړاندیزونه

  1. موږ ته اړتیا ده چې د خپلو لوړو زده کړو نظام له سره وارزوو، تشې یې پیدا او ډکې کړو، په کریکولم کې بدلون راولو او د درس ورکولو سییستم زیات شاګرد محوره کړو.
  2. په کوریکولم کې هغه مضمونونه ځای کړو چې په اوس زمانه کې ورته زیاته اړتیا ده. د مثال په توګه، زموږ په پوهنتونو کې د مدیریت (Management) درس نه ورکول کیږي نو ځکه زموږ مدیران د مدیریت مسلکي پوهه نلري او زموږ پروژې سمې پایلې نلري. زموږ په کرنه او د اوبو په سکتور کې ‌ډېر څه نشته. د مثال په توګه، د ګښتونو د خړوبولو (Irrigation Agronomy)مسلکي زده کړه، د اوبو د زیرمو مدیریت، د اقلیم د بدلون د اغیزو، چاپیریال ساتنې،  د ښاري هوا د ککړتیا او نور زیاتو ساحو کې موږ نني پوهې ته اړتیا لرو ترڅو د خپلو وزراتونو ستونزې حل او د خارجي کارپوهانو په ځای خپل کسان وروزو.
  3. تطبیقي څیړنو (Applied research) ته په اړینو پوهنځیو کې په راز سکتورونو کې اړتیا ده او دا کار باید په پوهنتونو کې پیل شي ترڅو مسلکي روزنه او وړتیا له سوچه اکادیمیکي زده کړو وراخوا زیاته شي او په خپلو ملي کدرونو مو تکیه زیاته شي.
  4. د پوهنونو، پوهنځیو او اړوندو شعبو په ټولو ساحو کې معیاري کول چې یوه اوږده پروسه ده او باید زر ترزره رامنځته او په خورا رښتینولۍ پرمخ یووړل شي. که څه هم دا کار اوس په ځینو دولتي پوهنتونو کې یو څه پیل شوی دی خو باید په ټولو خصوصي او دولي پوهنتونو کې په کلکه د نړیوالو پیژندل شو کارپوهانو په مرسته او د نړیوالو معیارونو له مخې دا پروګرام پلی کړو.
  5. د زده کړو د معیاري کولو لپاره باید په ټول ښوونیز نظام کې که هغه دولتي پوهنتونونه وي او که هغه خصوصي وي ښه حکومتولي په ټولو اړوندو برخو کې پلې شي. باید په ټولو ساحو کې که هغه په کانکور، ټاکنو، برسونو ورکولو، په کدر کې دپاته کیدو، علمي درجو ورکولو، د اداري پرسونل په مقرریو، په اداره او مالي مدیریت کې په خورا جدیت او صداقت سره په ملي جذبه هڅې وکړو.
  6. په ټول ښوونیز نظام کې باید داسې بدلون راشي چې د نرمو مهارتونو لکه اړیکې نیول، د ژبې مهارتونه، ژور فکر او د خپل فکر په هکله فکر، رهبري، مسولیت منل، د ارزونو او تحلیل کولو او نورو معاصرو اړتیاوو لپاره غوره استعدادونه وروزل شي. دا کار د ازادو بحثونو، علمي مناظرو (Debates) له لارې ښه کیږي خو که سم مدیریت شي. پوهنتونونه یا په مستقیمه توګه د اړینو کورسنونو له لارې او يا په غیر مستقیمه توګه د نورو مسلکي درسونو په بهیر کېشاګردان د نطاقۍ، ښوخبرو کولو، په لیکلي او یا شفاهي توګه د اړیکې نیولو مهارتونه ښه زده کړي.
  7. زموږ ښوونیز نظام باید په شاګردانو کې د زده کړې مسوولیت منلو استعداد وروزي، ښاګرد محوره، د شاګردانو د سم مشارکت په بنا باید ولاړ وي.
  8. شاګردانو ته باید د مطالعې کولو، بحث کولو، له انټرنیټ څخه د سمې ګټې اخیستلو ټول شرایط او وسایل برابر کړو.
  9. شاګردانو باید د راپور لیکلو، تحلیلي لیکنو،

——————————————

د دې لړۍ تېرې برخې اود ښاغلي رسولي نورې لیکنې

347 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸