Categories

اعلان

Loading…

څه وړ د زده کړې کچه لوړه کړو؟ ستونزې او حل

لکه په لومړۍ مقاله کې چې مو ولوستل، د فېسبوک د يوه ګروپ له لارې د نړۍ له هره هيواده افغانې ښځې راټولې شوي او د افغانو ښځو د ستونزو په اړه خبرې کوي او د ستونزو عملي حل لټوي. د ګروپ په غړو کې د هيواد دننه شا او خوا له ټولو برخو ښځې شته.

له تاسي سره د دې بحث لومړۍ موضوع دلته شريکوو او له وروڼو هيله لرو له خپلو خوندو سره يو ځای ودرېږئ او د هغوی ستونزې درک او ورته په حل کې مرسته وکړئ.

 د ګروپ ملګرې په دې باور دي چې د انسانانو د برابرو حقونو لپاره لومړی ګام دا دی چې هغوی زده کړې وکړي.

ذکيه غياسي د تعليم موضوع غوره کړې او داسي يې ليکلي:

(که غواړو چې له کړاونو را ووځو د تعلیم لپاره باید کار وکړو پدې ګروپ کې له نیکه مرغه ډیرئ هغه څوک راسره شته چې په میډیا کې کار کوي هغوی د میډیا له لارې او موږ به د خواله رسنیو لاره کمپاین وکړو چې خلک خپلې لوڼې او زامن په ښوونځي کې شامل کړي که چیرې زموږ غږ غبرګ وي هره ورځ پدې برخه کې په خپل فیسبوک ، ټوټیر او نورو خواله رسنیو یوه جمله ولیکو ممکن دا حالت ته لږ بدلون ورکړو.
د ډیرو چیغه یو ځای نیولی شي.
راځئ پدې برخه کې سږ کال تر پخوا زیاته هڅه وکړو.

د مهربانۍ له مخې پدې خپل نظر راسره شریک کړئ چې په کومو لارو کولئ شو دا هدف ته یوڅه نږدې شو؟)

نهويشت مېرمنو دغه موضوع خوښه کړې ده او ځينو لاندينۍ تبصرې کړي.
ش:
ذکیه جانی! دې گروپ کی ټولې ښځې دي. خو د انجونو د تعلیم زیاتره مخالف د کورنۍ مشران نارینه وي.
ذکيه غياسي:
ش جانې په ټوله کې نارینه هم ندي ملامت پدې برخه کی یو شمیر میندې د خپلو لوڼو د تعلیم مخالفي دې دوی بچیان ډير زیږولي وي د هغوی دساتنې او د کور د ټول کار د سمبالولو نه وي نو خپلې لوڼې پدې بوختې ساتي تر تعلیم ورته د کور کار ښه ښکاري دا ذهنیت په ټولو ولایتونو کې له ښځو سره دی دوی که چیرې له خپل خاوند وغواړي کولی شي د نجونو لپآره زده کړې شرایط برابر کړي.

که چیرې یوه لوستې ښځه یې کور ته راشي د هغې کړه وړه او دماشومانو تربیه یې وګوري بیا ارمان ورځي بیا سیالي کوي زه داسې کورنۍ پیژنم او بل د ډیرو نارینه وو فکر اوس تغیر کړیدی زه ډیر داسې کسان پیژنم چې یوه بې سواده ښځه یې د کورنۍ لخوا ورته کړې خو هغه چې کله د خپل واک شوی بله لوستې سره یې هم واده کړیدی.
نو موږ لومړی باید د ښځو نظر بدل کړو د نارینه خپل تغیر کوي
هیله ده خبره مې رسولې وي.

ش:
زما دومره مینه چی څوک له درس سره وویني، والدینو ته مي زما په زده کړو ټینګار کاوه. نوره ټوله کورنې رضا شوه زما په زده کړو. خو یوازی پلار مې دواړه پښې په یوه موزه کړې. دلته که ښځه هر څومره لوستې وي، واک د غیرتي نارینوو دی.

ملالۍ بشير:
ډېره مننه او ډېر ښه وړانديز دی. دا به د خپلې اجندا برخه کړو چې په دې برخه کې کوم کارونه باید په ګډه تر سره کړو. د دې کار تر سره کولو لپاره نورې خبرې هم کولای شو. هر څوک بايد وړانديزونه شريک کړي چې څه ډول به دغه کار عملي کوو. دا زموږ له عملي کارونو څخه بايد یو وي.

نعيمه غني: 
ښه خبره ده په دې اړه د تر ‌‌‌‌‌‌ډیره بریده د دیني لارښوونې ګټورې ثابتیدای شي ځکه زموږ ستونزه دا ده چې تعلیم ته د یوې پردۍ پدیدې په سترګه کتل کیږي.

تهمينه نعيمي:
تر کوم ځایه چی زه پوهیږم اوس کورنۍ د کتب سر مخالف ندی بلکی د لوړو زدکړو سره. ځکه چی دوی خپلی لوڼی ورسته له دولسم ټولګی نه واده کوی. چا دا عمل خپله د جنکی د تحصیل مانع کرځی.
او دیړی هغه هلکان له تعلیم څغه لری پاتی دی کوم چی اقتصادی مشکل لری.

پاکيزه آرزو:
زه ګومان کوم چې امنیت لویه ستونزه ده په هغه ټولنه کې چې نارینه د ژوند او عزت ضمانت نه وي نجونې زده کړې نه شې کولای۰ ما اکثره اورېدلي لور ښوونځي ته لېږي خو امنیت نشوالی یې د دغې هڅې مخه نیسي۰ خو اساسي ستونزه دا ده که ښوونځی لولي لوړې زدهکړې بیا نه شي کولای او په ولایتونو کې دا ستونزه ډېره ده د پوهنتون نشتوالی او لرې والی یې عمده دلیلونه دي.

شفيقه خپلواک:
د جنکیو د تعلیم مسله ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده. خو ګومان کوم که داسې یو کمپاین پيل شي چې ً که یوه نجلۍ تعلیم وکړي، څه بدلونونه به ټولنه کې راشيً غوره به وي. ممکن په دې ځينې وطنوال قانع کړی شو چې په جنکیو حداقل ابتدايي زده کړي وکړي.

پاکيزه آرزو:
زه خپله دې پوهنې وزارت کې دنده لرم موږ چې عامه پوی کوو خلک راته وایي کومه ده ښوونځی کومه ده امنیت چې لور ولېږم خو په کابل او نورو ښارونو کې دا ستونزه کمه تقریبا د نجونو د زده کړو فیصدي لوړه دهد ترک تعلیم په نوم یوه سروې شوې چې ولې نجونې ښوونځی پرېږدي عمده دلیلونه یې په کم عمري کې ودونه او د امنیت نشوالی دی۰ په نجونو د لومړینو زده کړو بندیز ډېر کم او اکثره خلک لوڼي لېږي.

معصومه غرنۍ:
په دی برخه کی زه هم د پاکيزه ارزو خور له نظر سره بلکل موافقه يم , ځکه اوس نه يواځی په ولاياتو کی بلکه د هيواد د پلازمينۍ په سطح هم کله, کله کورنۍ خپلی لوڼې يوازی د نا امنی په وجه ښونځی ته د تګ نه محرموی.

ګلالۍ مومند:
ښه خبره ده، مونږ به د فیسبوک له لاری خلک وهڅو چی خپلی خویندی، لورانی او میرمنی زدکړو ته پریږدی او په تیره بیا هغه نارینه چی ښځی یا د کور او یا د ګور ګڼی.

زما په فکر د ښځو د زدکړو په لاره کی مهم خنډونه یا علتونه دا دی;
– عمومی وروسته پاتی والی
– په هیواد کی جنګ او بی امنی
– د دین نه د ځینو خلکو بده اخیستنه هم د ښځو په اسری زدکړو بده اغیزه کوی
– او د کورنیو اقتصادی بی وزلی یی هم مهم خنډ دی.

ذکيه غياسي: 
دا ستونزه له مخکې هم وه کله چې د کرزي لومړي کلونه وو زموږ ولایت کې د نجونو لپاره لیسه جوړه نشوه یواځې د سویدن موسسی لخوا تعلیمي مرکزونه حوړول شول چې لومړیو کې نجونې وتلې وروسته بند شول چاچې په لوڼو درس ویل غوښتل کابل او نورو لویو ولایتونو ته کډه شول چاچې نه ویل همداسې پاتې شول نه چا غوښتنه وکړه د ښوونځي.
منم ځینو ځایونو کې به د امنیتي ستونزو له امله د نجونو زده کړه بنده شوې وي خو فکر کوم چې دا به زیاته نه وي.

پاکيزه ارزو:

پوهنې وزارت کې تر ټولو فعال ښوونځي په هغه سیمو کې دي چې امنیت په کې دی او هغه سیمې معلومې دي چې کوې دي او څوک پکې اوسېږي۰ پښتانه چې پک اوسېږي هغه سیمو کې ښوونځی شته خو دروازه تړلې ځکه د جهاد تیکداران دي۰ نوې سروې د ارقامو په مطابق یوازې تېر کال ننګرهار کې ۶۰ زره زده کونکو ښوونځی د نا امني له امله پریښی. هر کال ۹۰ سلنه نجونې له دولسم ټولګي نه مخکې ښوونځی پرېږدي.

حيا کمال:

موږ کورنۍ داسې دي چې په هر څه کې به قناعت ورکوې او ډېری وخت زموږ کورنۍ په دې فکر دي چې د نجونو تعلیم شرم دی او تعلیم نجونې بې لارې کوي که چېرې دوی ته دا قناعت ورکړل شي چې تعلیم نه شرم دی او نه نجونې بې لارې کوي نو زما په اند نجونو لپاره به درس ویل لږ څه آسانه شي.)

که څه هم پورتنۍ غړې په دې باور دي چې تعليم د هر ناورین حل دی، يو شمېر نورې بيا په دې فکر دي چې د تعلیم تر څنګ نور څه ته هم اړتيا شته چې دوی يې داسي بيانوي.

حيا کمال داسي ليکلي:

(د نجونو په تعلیم مې یو چا سره بحث شو، هغه وویل هغه کورنۍ چې خپلې نجونې مکتبو او پوهنتونو ته لېږي، تر هغې خرابې کورنۍ نورې نه شته، او هغه کس خپله پوهنتون هم ویلی.
نو زه دا وایم چې آیا یوازې تعلیم به د نارینوو فکر بدل کړي
که نه نو باید څه وکړو؟)

اوويشت مېرمنو دا موضوع خوښه کړې ده او ځينو لاندينۍ تبصرې ليکلي.

محبوبه:
والله که کومه معجزه په وکړه نور نو د انسان د وس نه وتلې خبره ده. بله دا چې تحصيل هيڅکله د چا د پوهې درک منطق او شعور نمايندګي نه شي کولي.

ملالۍ بشير: 
خورې، دا ريښتيا هم ټوله په تعلیم پوري اړه نه لري. موږ نه يوازي د خلکو تعليم ته د هڅولو دنده پر غاړه لرو بلکه د فکرونو د تغيرولو مسئوليت هم لرو. اوږده لاره مو مخکې ده او موږ بايد اوس لا ورته ستړې نشو.

محبوبه:

لومړي بايد ذهنونه روښانه شي، د حامد کرزي د حکومت په لومړيو ورځو کې د نجونو د مکتب او درس سره د ملا د کلي څخه نيولي تر خپل ورور، پلار، اکا او ماما پورې ټول مخالف وو، خو بيا هم د هغو نجونو کور ودان چې د نورو هيوادونو څخه بيرته خپل وطن ته راستانه شول، او په مېړانه د هرچا خبري تر پښو لاندې کړ او مکتبونو ته ولاړل اود نجونو مکاتب يې په پښو ودرول، د کندهار د ۸۲ کال د نجونو د مکاتبو حالت ډير ښه مې په ياد دي. وروسته کله چې نجونې په بوره ادب او سنګيني او په چادرۍ کې مکاتبو ته ولاړل يو نيم د خپله دننه د افغانستان خلګ هم زړه ښه کړ. قرار قرار د خلګو ذهنونه بيرته روښانه شول چې ولا د نجونو تعليم بد کار نه دي. ان تر دې چې اوس د کندهار به هر يو کورني کې يوه نجلۍ مکتب ته ځي. البته دا حالت رضايت بخشه نه دي خو بياهم نظر لومړيو کالونو ته ډير ښه پرمختګ د نجونو د تعليم په اړه شوي دي.

ساجده کمال:
يوازي تعليم تغير راوستلای شي.

حيا کمال:
نه، ډيرو تعليم کړی خو همغسي ټيټ فکر لري.

ساجده کمال: 
هغه ته نيمګری تعليم وايي. دوی اصلاً تعليم کړی خو تعليم يافته ندي.)

ترتیب: ملالۍ بشیر

—————————————

د دې لړۍ تېره برخه

37 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *