Categories

اعلان

Loading…

پاکستان د سي ای اې پر کارکوونکو په حمله کې لاس لرل رد کړل

تاند- پاکستان د جمعې په ورځ له حقاني شبکې سره د آی ایس آی د اړیکو او په ۲۰۰۹ م کال په خوست کې د سي آی اې د اډې په انتحاري حمله کې د رول لرلو ادعا رد کړه.

د امریکا په افشا شویو دیپلوماتیکو سندونو کې ادعا شوې چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی په خوست کې د امریکايي اډې په حمله کې لاس درلود او دې ادارې ۲ لکه ډالر د حملې لپاره سختدریځو ته ورکړي وو.

حمله یوه اُرني، چې هم د اردن او هم د القاعده جاسوس و، وکړه او په ترڅ کې یې د سي آی اې د مهمو غړیو په شمول ۱۰ تنه ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل:«په حقیقت کې موږ په ۲۰۰۹ م کال د خوست د چپمن په تاسیساتو کې د امریکایانو د قیمتي ژوند پر بایللو ژور خوابدي شوو. دا برید د پاکستاني طالبانو تحریک وکړ او هغوی یې مسوولیت په غاړه واخیست.»

د امریکا په اسنادو کې ویل شوي چې د پاکستان آی ایس آی بریدکوونکو ته ۲ لکه ډالر ورکړي و او دغه راز یوه افغان پوځي ته یولک ډالر رشوت ورکړای شوی و چې انتحاریانو ته لار هوار کړي. خو رشوت اخیستونکی افغان هم د حمله کوونکو له لوري ووژل شو.

35 total views, 1 views today

1 comment

  1. qasem Reply

    دا خبر دا په ډاګه کوې چې دامریکی او پاکستانې استخبارا تو لاس د افغانستان به جګړه کي یو دۍ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *