Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو د کندوز ښار د نیولو لپاره پراخې حملې کړي

تاند- په کندوز کې چارواکو نن /جمعه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ښار د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو حمله ناکامه کړه.

د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وویل، وسله والو طالبانو نن سهار وختي د کندوز ښار په لور او په شاوخوا سیمو کې یې هممهاله حملې وکړې چې لا هم دوام لاري.

د کندوز د امنیه قوماندان په وینا افغان امنیتي ځواکونو د ښار په لمنو او ۶ ولسوالیو کې د طالبانو حملې په شا وتمبولې او لږترلږه ۵۰ تنه سختدریځي یې ووژل.

د کندوز د والي ویندوی عبدالواسیع باسل چې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو تر ۶۰ زیات وسله وال طالبان ژوبل کړي دي او لا هم جګړه روانه ده.

په کندوز کې د ملي اردو ویندوی ډګروال غلام حضرت کریمي وویل چې جګړه له سهاره دوام لري.

وسله والو طالبانو تېر کال کندوز ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه. د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو له کبله د دغه ښار ډېرې دولتي ودانۍ او د خلکو کورونه او دوکانونه ونړېدل.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په وینا طالبانو د کندوز ښار د نیولو په ترڅ کې لږترلږه ۵۰ تنه ملکیان ووژل او ۳۵۰ تنه نور ژوبل کړل.

همداراز امریکايي پوځیانو په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په بمبارۍ کې ۴۲ تنه طبي کارکوونکي او ناروغان ووژل شول.

9 total views, 2 views today

1 comment

  1. Abdul Manan Amiri Reply

    ډيره مننه له دي ښو معلوماتو ځخه، ډيری په زړه پوری او ارزښتناکه خبري وي، الله ج، تاسو ټولو کارکونکي ته اجر در کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *