Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د داعش ۴۰ غړي په هوايي حمله کې ووژل شول

تاند- د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالي کې نن شپه تر۴۰ زیات داعشي ترهګر ووژل شول.

دا خبره د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وکړه، ویې ویل چې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر ضد هوايي عملیات د شپې په ۸ بجې او۲۰ دقیقو وشول.

دفاع وزارت دې ته اشاره نه ده کړې چې بمباري افغان هوايي ځواک کړې که بهرنیو ځواکونو.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې نور تفصیل به وروسته اعلان شي.

د افغانستان ملي امنیتي خواکونو په وروستیو ورځو کې مخکې تر دې چې طالبان پسرلني عملیات اعلان کړي، د سختدریځو ډلو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.

د ځینو راپورونو له مخې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواک د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د داعش د تروریستې دلې خلاف ۲۵۱ بمونه غورځولي دي.

د امریکا د پوځ په وینا هوايي ځواک یې په یادو دوو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله درې برابره زیات هوايي بریدونه کړي دي.

473 total views, 3 views today

2 comments

  1. عبدالرحيمزى Reply

    د دواړو خواو نه په پريمانه کچه دروغ ويل کيږى
    .دمهرباتى له مخى کره خبر وړاندى کوى

  2. عبدالله پیکار Reply

    زه له تیرې اونۍ راهیسې په کوټ کې وم ، په همدې شپه ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې زیاتره یې ټپیان او کم یې مړه دي ، وزیری صاحب یې هم په راشپیل بادوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2