Categories

اعلان

Loading…

موږ پخپلو بدبختيو کې څومره لاس لرو؟/ سعادت ستانيزى

 له تيرو درې يا درې نيمو لسيزو راهيسې د افغانستان وضعيت ډير خراب دى. په دې دوران کې ډير تغيرات راغلل. داسې وختونه هم راغلل چې د خلکو هيلې د اينده لپاره زياتې شوې، اوفکر یې وکړ چې ګوندې حالات به ښه شي. متآسفانه حالات مثبت لور ته نه ولاړل. په دې هکله ډير څه ليکل کيداى شي، خو د اوس لپاره زه تنها غواړم په اوسني وخت يوه ناچيزه تبصره وکړم.

زمونږ د هيواد حالات ډير کړکېچن دي. په يوبل تهمتونه، اعتراضونه او نيوکې اوج ته رسيدلي دي. رښتيا خبره دا ده چې په ځينو خلکو بايد اعتراض هم وشي ځکه د اوسنيو خرابوحالاتو په راوستلو کې ډيره غټه ونډه لري او ددې اوسنۍ خرابې وضعې اصلي عاملين دي.

زه دا نه وايم چې پدوى دې اعتراض کول بند شي او څوک دې نور پدوى نيوکې نۀ کوي، زما مطلب دا دى چې مونږ د خپلې بدبختۍ نورو عواملو او دلايلو ته هم بايد نظر وکړوچې ايا څه نورې داسې خبرې شته او کنه چې زمونږ په غمونو او دردونو کې ېې زياتوالى راوستى دى.

زه فکر کوم بلې هو داسې مسايل شته چې زمونږ له خپل لاسه دي. مونږ بايد کوشش وکړو چې څه داسې کارونه وکړو چې کم از کم زمونږ په ټولنه کې ورباندې وآړه مثبت تغيرونه راتلاى شي. او دغه واړه واړه مثبت تغيرونه کيداى شي په اينده کې ډيره غټه نتيجه ورکړي لکه په دري ژبه کې چې وايي قطره قطره دريا ميشود.

په وړو مثبتوکارونو کولو ځکه فشار راوړم چې غټ مثبت کارونه خو مونږ خپله کولاى نه شو او زمونږ چارواکي او زمامداران دې ته حاضر نه دي چې په پدې هکله مونږ سره مرسته وکړي، نو ولي مونږ هغه څه ونه کړو چې خپله ېې کولاى شو. د ښاغلي اوډير محترم عبدالغفور ليوال ليکنه مې لوستله او د هغه د ليکنې لمړنۍ جمله څه پدې ډول وه. “موږ ښايي یوازینی یا له یوازینیو ولسونو څخه یو، چې لاهم د شکایتونو په زمانه کې اوسو.” که فکروکړو، نودا وړه جمله ډيره زياته له مفهوم څخه ډکه ده.

زمونږ شکايتونه ډير زيات دي او ډيرې زياتې مسلې لرو،خو مونږ ددې مسلو د حل لپاره خپله هيڅ ډول کوشش نه کوو. لکه چې پورته ذکر شوه، منم چې ځنې مسايل زمونږ په وس پوره هم نه دي، خو ځينې داسې وړې مسلې شته چې مونږ ېې پخپله حل کولى شو. د مثال په ډول مونږ کولى شو چې خپل بازارونه پاک وساتو، مونږ کولى شو چې چټلي بې ځايه وانه چوو، مونږ کولى شو چې په احتياط موټر وچلوو او په بازارونو کې د ترافيکو قوانين مراعت کړو، مونږ کولى شو چې خپلو ګاونډيانو او د کلي خلکو سره ښه روابط جوړ کړو، مونږ کولى شو چې پخپلو ولسونو کې د اتفاق درس عام کړو، مونږ کولى سو چې خپلو ماشومانو ته د تعليم موقعې او فرصتونه برابر کړو او په هر صورت چې وي هغوى تعليم يافته کړو. په مونږ خو هسې هم خرابه ترابه تيره شوه، خو باور وکړئ که چيرې دا هيواد جوړيږي نو اينده باسواده او تعليم يافته نسل به ېې جوړوي. دايو څو واړه مثالونه ما دلته وړاندې کړل او دې ته ورته نورې ډيرې خبرې شته. نو زما سوال دادى چې ايا مونږ پدغو کارونو کې کوشش کړى دى؟

شکايتونه مو له هر طرفه ډير زيات دي، خو مونږ پخپله هيڅ کوشش نه کوو، فکر کوو چې بل څوک دې راته دا هر څه وکړي. دلته يو بل کوچنى مثال راوړم. د ننګرهار په يو کلي کې طالبانو په يو سرک باندې بم ښخ کړى ؤ، د کلي يو مشر ورباندې خبر شوې ؤ او دولت ته يي خبر ورکړ، دولت راغى او هغه بم ېې ناکاره کړ او بدې سره د لسګونو بيګنا ه خلکو د وينو تويدو مخه ونيول سوه. داسې په زرګونونور واړه او غټ کارونه شته چې په کولو سره ېې مونږ په ښه طرف روانيدلاى شو.

مونږ بايد خپل ځان او وطن ته فکر وکړو، د خپل بام واورې په بل چا وانه چوو. مونږ خپل مسؤليتونه په ښه ډول نه دي ادا کړى. کله پاکستان او کله ايران، کله اشرف غني اوکله عبدالله او د محترم ليوال صاحب خبره کله روس او کله امريکا. مونږ خپله څه کوو او څه مو کړي دي. مونږ څومره مثبت بدلون پخپل ځان، کورنۍ او خپله اجتماع کې راوستى ده. دا يو حقيقت دى چې پاکستان ، ايران او ځينې نور هيوادونه زمونږ هيواد ورانول غواړي، هغوى دا خاوره بربادول غواړي او هغوى پدې کې خپلې موخې لري.

دا هم حقيقت دى چې اشرف غني او عبدالله دواړه ناکام او دې مظلوم او په وينو ککړ ولس ته جوابده دي. هيڅوک د هغوى له ناکاميو څخه سترګې نۀ شي پټولاى. خو داهم حقيقت دى چې مونږ خپله هم دهيڅ شي په باره کې مثبت فکر نۀ دى کړى او پخپل ژوند کې مو هيڅ ډول مثبت تغيرات نۀ دى راوستى کوم چې کولاى شي زمونږ حالات څه ناڅه تغير کړي. دا ټولې خبرې ځکه ليکم چې مونږ ملت يو، که ملت جوړ نۀ شي دولت هيڅکله نۀ شي جوړيدلاى. او چې دولت جوړ نۀ شي نو مونږبه د اينده درې نورو لسيزو لپاره (خداى ناخواسته) په همدې تباه حال حالت کې روان يو.

هرڅوک به زمونږ له کمزوريو څخه فايده اخلي او مونږ به همداسې په سرو وينو لمبيږو. دا هم رښتيا ده چې د ملت په جوړونه کې بايد ډيره پانګه واچول شي، خو څوک به دا کار وکړي، او چا چا ته به مونږ د اميد سترګې نيسو. زمونږ د متفکر خو هم دا حال شو. ورونو، مونږ بايد خپلو ګريوانونو کې هم سر ټيټ کړو.

د تباهۍ لپاره موډير خلک تيار ناست دي خو بايد مونږ پدې فکر کې شو چې څنګه مونږ کولى شو چې ددې وران کارو او ظالمانو مقابله پخپله وکړو. که مونږ فکر کوو چې بل څوک به دا هر څه راته وکړي نو دايو خوب او خيال دى. ځينې خلک شايد رانه خفه سي خو زه بيا تکراروم چې پخپله تباهۍ کې زمونږ خپل هم څه ناڅه لاس دي

256 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2