Categories

اعلان

Loading…

د کندوز- تخار د لویې لارې قوماندان ووژل شو

د وروستیو راپورونو پر اساس  کندوز- تخار د لویې لارې قوماندان د وسله والو طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې له قوماندان عبدالقهار خرم ابي سره په دې حمله کې د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه نور هم وژل شوي دي.

ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې ۴ تنه د خرم ابي ساتونکي دي. خو ۳ ښځې لارویانې وې.

مخکینی خبر او نور جزییات

تاند- د کندوز – تخار د لویې لارې قوماندان په یوه وسله واله حمله کې ووژل شو.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې پر قوماندان عبدالقهار خورمابي چا برید کړی دی.

لومړني راپورونه وايي چې قوماندان عبدالقهارخورمابي په فرخار ولسوالي کې له خپلو ۷ ساتونکو سره وژل شوی دی.

خورمابي د تخار د فرخار اوسېدونکی و او غوښتل یې چې خپل کور ته لاړ شي چې برید پرې وشو.

تر دې مخکې پرون د تخار د ولایتي شورا یو غړی ووژل شو. (نور جزییات دلته ولولئ)

په بدخشان کې د ۱۳ طالبانو د وژلو ادعا

له بلې خوا د بدخشان چارواکي وایي چې په بهارک ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وویل، وسله والو مخالفانو ته دا مرګ ژوبله وروسته له هغه واوښته چې له څو لوریو یې په امنیتي ځواکونو باندې د پل بردار او کوره درې په سیمه کې حمله وکړه.

د تخار د والي د ویاند په وینا په نښته کې ۲ پولیس او ۱ پاڅون کوونکی ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *