Categories

اعلان

Loading…

استوملیشیا يا دهډوکو کمزوري کېدل/ ډاکتر رحیم هلال

په عامه ژبه دې ناروغۍ ته د هډوکو  نرمېدل  او کمزروي کېدل وایې؛  په طب کې يې د استوملیشیا یا اوسټیوملیشیا Osteomalacia په نوم يادوي.
اوسټیوملیشیا د هډوکو له يوې میتابولیکې ناروغۍ څخه عبارت ده چې د کلشیم د تراکم  د کمښت،  فاسفورس د کموالي  او د هډوکو د طبعي ځواک د لږوالي له امله د هډوکو د ماتېدو او کمزوري کېدلو لامل ګرځي .

دا ناروغي په ټولیز ډول  په ښځو او هغو کسانو کې زیاته منځ ته راځې چې  په ښه توګه يې غذايې رژيم ته زیاته پاملرنه نه کيږي ( تر خراب غذايې حالت لاندي قرار ولري)  او يا هم  د داسې سیمو وګړې ورسره لاس او ګریوان کېږي چې ورځني چارې  يې   ډیر کم د لمر له وړانګو سره د مخ کېدو په صورت کې پر مخ وړلې کېږي.

طبي کتابونه لیکې چې دا ناروغۍ هغه مهال منځ ته راځي کله چې د کلیشیم او فاسفورس د کمښت   له امله د هډوکو نیمګړي منرالیزیشن   صورت ونیسې چې غټ لامل يې د ویټامین ډي نشته والی دی.

د ویټامین ډي د نشتوالي په پایله کې دوجود په هډوکین نسج کې د کلیشیوم  او فاسفورس  ځای پر ځای کېدل له خنډ او ناکامۍ سره مخ کېږي.

2دا ناروغۍ بیلا بیل لاملونه لري چې دلته ترې په سلسلواره توګه یادونه کوو:

ـ ويټامین ډي ته نه لاس رسی او يا يې هم سوی جذب

  ـ  د  زیات وخت لپاره  په خوړو کې د کلشیم او پروټين کموالی

ـ په ښځو کې د شنډتوب څخه وروسته د استروجن هارمون کموالی

ـ  د فزیکي تمریناتو او ورزش نه کول

ـ د سګریټو او الکولو استعمال

ـ په دوامداره ډول سره  د کارټيکو سټيرايئډ درملو زیات استعمال

ـ د پښتورګو، ځيګر ناروغۍ او همدارنګه د ځينې سرطاني نارغیو شتون

 ـ د هډوکو د قشر تشوشات

ـ  باید یادونه وشې چې د اسټيوملیشیا په منځ ته راتلو کې ارثیت هم رول لري  البته په ارثي ډول يې په منځ ته راتلو کې د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل،  د سرطانونو د درملنې لپاره راډیو تیراپي ، او ځينې نور  کېدای شې.

د يوې نوي څيړنې په مټ  روښانه شوې چې د ا مهال په افغانستان کې څه له پاسه شپږ نوي (۹۶) پيښې د اوسټيوملیشیا يواځي په ښځو کې ثبت شوې دي چې عمرونه يې د پنځه ویشت او څلور دیرشو کالونو تر منځ دي.

په دې ناروغۍ کې په لومړيو کې په هډوکې د فشار د راتلو په صورت کې د درد احساس او د ملا درد چې مخې ته په کږېدو سره اراميږي را څرګنديږي  خو شونې ده چې دا دردونو د بدن په ځينو نورو برخو کې هم احساس شي  همدارنګه  د ملا د تير د بڼې بدلېدل،  په اسانۍ سره د هډوکو ماتېدل يې نورې نښې دي.

دا ناروغۍ  تر ډېره حده د درمنلي وړ ناروغي ده خو که  په درملنه کې يې سستي او تنبلي وشې کېدای شې  چې پرې اخته کس له نه جبرانیدوکو کړاووونو سره مخ شي.

که چیرته مو  د دې ناروغي اړوند يادې نښې او يا هم نورې نښې په خپل ځان او يانورو کې وليدې نو اړوند ډاکټر ته تلل ترې د خلاصون يواځينې لاره ده .

  منظم فزیکي فعالیت، وزن کمول، لمر ته ګرځيدل او غذايې رژيم ته پاملرنه، شېدې مستې او پنير ډېر خوړل  کولای شي موږ او تاسو له دې ناروغي څخه خوندي وساتي.

د ډاکتر هلال نورې لیکنې

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *