Categories

اعلان

Loading…

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغی

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن کابل ته راورسېد او ټاکل شوې ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې د هلوځلو په باب خبرې وکړي.

ښاغلی کیري، پرون له بحراینه عراق ته لاړ او په بغداد کې یې له عراقي چارواکو سره وکتل.

ښاغلی کیري به د کابل د سفر په لړ کې د نورو مسایلو ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوو سندونو د عملي کېدو په اړه هم له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی کیري به وروسته د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته څرګندونې وکړي.

ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له افغان چارواکو څخه وغواړي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیز ګروپ پنځمه غونډه جوړه کړي.

ټاکل شوې وه چې د دې بهیر پنځمه غونډه د طالبانو په ګډون په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شي خو د سولې له خبرو سره د طالبانو مخالفت د دغه بهیر د تم کېدو سبب شو.

کابل ته د جان کیري تر رسېدو مخکې په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي وویل:«جان کیري به د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره د امریکا د متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړي.»

8 total views, 2 views today

1 comment

  1. سلیمان Reply

    دا ابلیس چې راشي نو هر وخت د ځان سره د افغانانو د وینو تویولو یو نوی فارمول راوړي. دده قدم ثابت شوی چې هیڅکله هم د نیکۍ نه وي او تل بد عواقب لري. دوی خو د باز پشان حالات له پورته څاري او چې لږ پدې پوه شي چې ددوی په ګټه نه دي خپله منهوسه پښه را اوږده کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *