Categories

اعلان

Loading…

د تنویر لوړو زده کړو موسسې د لیسانس فارغان

په کونړ کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې د اقتصاد پوهنځي ،حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي  د قضا او څارنوالۍ ، اداره او دیپلوماسۍ څانګو څخه د (۱۸) نجونو په ګډون (۲۷۱) محصلین د لیسانس په کچه د ټولنې خدمت ته وړاندې کړل . په همدې پار په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي ، په فرهنګي چارو کې دلوړو زده کړو وزارت سلاکار محمد الیاس مدني ، ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل ،د ولسي جرګي غړي حاجي سخي مشواڼي ، دیني عالمانو ،قومي مشرانو او د فارغانو کورنیو غړو برخه اخیستې وه.                                                                                             

په پیل کې د تنویر لوړو زده کړو موسسې بنسټګر زاهدالله زاهد له لوري ملیمنو ته ښه راغلاست وویل شو  او د یادې علمي موسسې د فعالیتونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل .    

ورپسې د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي وینا وکړه او د تنویر لوړو زره کړو موسسې رهبرۍ،  فارغو محصلینو او دهغوي کورنیو غړو ته یې د دغې ویاړلې ورځې مبارکي وویله او هیله یې وښوده ،چې نوي فارغ شوي محصلین ،چې خپلې لوړې زده کړې یې د اقتصاد ،حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په کچه تر سره کړي بسنه ونه کړي او د ماسټرۍ او دکتورا په کچه لوړې زده کړې ترلاسه کړي، د هېواد او ولس پر وړاندې خپل مسوولیتونه په ښه او صادقانه ډول تر سره کړي او خپل هېواد دعلم او پوهې په ډګر کې د نړۍ د سیالانو  سره سیال کړي،نوموړي په ټولو ګډونوالو غږ وکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره  سره یوموټی  شئ  او د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت پرځای کړئ .           

د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار،امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخيل او پوهندوی منګل شیرزاد هم په خپلو ویناو کې فارغو محصلینو ته دټولنې د باسواده او ځوان قشر په حیث خپلې دندې او مسوولیتونه په ګوته کړل او ورته یې د لازیاتو  بریاو غوښتنه وکړه  .                                  

  د مراسمو په وروستۍ برخه کې پر فارغ شویو محصلینو د تصدیق پاڼو له ویشل کیدو وروسته مراسم په هېواد کې دتل پاتي سولې، ازاد او اباد افغانستان په دعایه کلماتو سره پای ته ورسیدل.                                              

عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند

81 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *