Categories

اعلان

Loading…

د اجمل د شاعرۍ ماهیت/ لیکوال : یونس تنویر

 هو دا خبره سمه ده چې شاعري په مسرو کې وي. خو د مسرو په ظرف کې هره خبره ماهیت نه پیدا کوي. ممکن ووایو چې هره خبره یو مفهوم لري. او همدا د ژبې خواص دي، چې د پوهولو یوه وسیله ګڼل شوې ده. مګر ژبه د انساني غږونو څخه، را منځته شوې ده. او د شاعر ژبه هم  انساني غږونه وي. خو د شاعر دخبرو ماهیت د عامو خبرو ماهیت ته ورته، نه وي. عامې خبرې یوازې مفهوم رسوي. مګر د شاعرۍ د خبرو ماهیت ناپدید وي. ژوروي. خیالي وي. سیمبولیک وي. مبهم وي.او… دا ټول د هنر په رامنځته کولو کې فاعلي حالت لري.

استاد احمل ښکلی

استاد احمل ښکلی

 د شعر د ماهیت مسله یوازې د پیغام رسول نه دي.هر ماهیت یو پیغام لري. هره خبره، هره اشاره، یو پیغام لري. خو دشاعرۍ د ماهیت پیغام په یوه محدوده کې، نه وي تړل شوی. او نه خو شاعرانو یوازې پیغام ته شاعري کړې ده.شعر وسیله نه ده. د شعر غایي علت خوند دی. شاعري هېڅ وخت یو شي ته، نه کیږي. بلکې د شیانو اغېز وي چې شاعري را وپنځوي.او په دې کې د شعریت ټول توکې نغښتې وي. ځکه چې شاعري یوازې یو احساس نه وي. یو درک نه وي.یو خیال پالل نه وي. بلکې بیلابیل خیلات وي. بیلابیل فکرونه وي.بیلابیلې عاطفې وي.بیلابیل حسونه وي. که چېرې دا شیان د شاعرۍ ماهیت په خپلو اوږ بار نه کړي؛ نو شاعري به ومري.

شاعري ويښه پوهه ده او تل یې ماهیت ژوندی وي. د نورو اکثرو علومو تخلیقونه زړیږي او له منځه ځي.ساینس ورځ تر بلې نوی شکل پیدا کوي. دا ځکه چې ماهیت یې پراخ، نه دی. دنورو علومو تجروبې زړیږي. خو د شاعر تجروبه باقي او تلپاتې وي. مرزا خان انصاري له شاعرۍ اوس هم خوند اخلو. خوشال بابا اوس هم نوي فکرونه راکوي. دشیدا صیب له شاعري اوس هم زیاته پوهه لاس ته راوړو. حمزه بابا مو اوس هم ذوقونه را ژوندي کوي. پسرلی صیب فکر راکوي. او دا به تل همداسې روښانه وي. همدا دشاعرۍ تقدس دی.

د اجمل ښکلي شاعري د ماهیت او مسرو، بډایه خزانه ده. ماهیت یې داسې را نغښتل شوی دی، چې هم ژور دی او هم لطافت لري. شاعري که په مسرو او ماهیت خوندي نه وای؛ نو د شعر لیکل به هسې ټوکې وې. خو که د مسرو ترمنځ غښتلی انسجام نه وای؛ نو د شعر ماهیت به هسې د ماشوم خبره راته ښکاریده. د مسرو تر منځ همدغه انسجام دی چې ماهیت ته یې هنر راوستی دی. دغه د مسرو ترمنځ انسجام یا تړون یا تناسب د شعر په ماهیت کې، یوه کوډګره مانا رامنځته کوي.

مهمه خبره همدا ده چې د شعر په مسرو غور وشي. او همدا شی ماهیت، نوی او پیاوړی کوي. نو بیا که په دې انسجام کې هر ډول مضمون واچول شي؛ نو شاعري به وي. که مو د شعر لیکلو په وخت کې د مسرو ترمنځ، په انسجام غور ونه کړو او مضمون په نظر کې ونېسو.نو که په هغه کې وزن او اهنګ هم وي؛ نو زه باوري یم چې شاعري به نه وي. ځکه شاعري په مسرو کې رامنځته کیږي. مسرې په الفاظو نه ښایسته کیږي.بلکې د مسرو دخبرو ارواوې باید سره، تړلې وي. د کلمو ترمنځ یو ډول تړون وي. همدا شی د شاعرۍ ماهیت پیاوړی کوي. تاسې د استاد اجمل ښکلي بیتونه وګورئ:

په صحرا کې خپل وجود ورکول غواړي

څوک روان دی په سراب پورې تړي زړه

محبت خو ستا دتندې پیداوار دی

سمندر ګوره حباب پورې تړي زړه

                                                     (اجمل ښکلی)

سراب تل ورک وي. تر اوسه چا نه دی پيدا کړی. همدا د تندې لټون وي.چې د سراب  په لیدو پسې مو تګ پیل کړی وي. دلته سراب یو لټون دی. د یوه شي لاس ته راوړل اسانه، نه وي. هغه داسې شی چې د سراب غوندې وي؛ نو په داسې شي پسې به ځان ورکوې له خپل وجوده به سفر پیلوې.هغه رحمان بابا خو هسې نه دي ویلي : چې له ځانه سفر کاندي سفر دا دی.

    دا ددې شعر د ماهیت مساله وه. چې هدف ته د رسیدو لپاره یې په مسرو کې شعریت رامنځته کړی دی.هغه داسې چې د مسرو ترمنځ یې یو ډول تړون دی. سراب غلوونکې اوبه وي. یانې ورکې وي.موجودې نه وي. چې د ورک وجود سره یې یو ډېر عجیب تړون لري. همدا شاعري ده.

     ددې بیت یوه بله مانا هم کیدای شي. ځکه چې موږ په مخکینیو خبرو کې ووېل چې د شاعرۍ ماهیت سېمبولیک هم وي. هغه داسې چې سراب، نه ښکاریدونکې اوبه وي. څوک یې د شتون په اړه ګواهي نه ورکوي. چې وجود یې حقیقي دی.مګر په داسې شي پسې تګ منزل نه لري. او کوم شي کې چې  دمنزل د نه رسېدو دعوه وي؛ نو هدف یې ناقص دی. همدا ددې شعر ماهیت هم دی.

    په دوهم بیت کې ښکلي صیب د مسرو په انسجام باندې یو عجیب دلیل، د مینې د پیدا کیدو لپاره تراشي. باران د سمندر له بخاره پیدا کیږي. او بېرته په سمندر راغورځيږي. نو د اوبو خاصیت دا دی چې د یوه شي په اخیستلو سره پڼکې پیدا کوي. ښکلي صیب د مینې د پیدا کیدو لپاره همدا دلیل راوړی دی. چې مینه د انسان پیدا واره ده. او دغه پیدا وري ازلي ده. ددې بیت د مسرو ترمنځ چې کوم تړون دی، هغه ماهیت را پیدا کړی دی. مګر دا ماهیت یوازې مفهوم نه دی. یوه تجروبه ده.یو خوند پکې شته چې ناپدید کړی یې دی. دغه ماهیت د سمندر، حباب، او تندې  په مرسته په مسرو کې  تړل دی. همدا ددې بیت د مسرو ترمنځ انسجام دی. تاسې یې دا بیتونه هم وګورئ :

پکې پيدا مې نه کړې سيده کرښې
سترگې مې پاتې شوې لاسونو باندې

***

صحراګانې تږې تږې وې اجمله
او له تا سره درياب په لاس کې نه و

***
د چا له پاکو جذبو ولې راوتې شېرينو؟
ته خو خوشبو وې په ګلاب کې اوسېدې شېرينو

***

ځينې کورونه وي، ورونه يې تالې نه لري
ځينې څېرې وي د پرانيستو کتابونو په شان

                                                            (اجمل ښکلی)

ددې نه دا معلومیږي چې د ښکلي صیب شاعري  دماهیت انځور ګري ده. دماناو شیندل دي. خو دا مانا د د ارایې، یو داسې بیان لري چې تل به ژوندی وي.د ښکلي صیب د شعر ماهیت په مسرو کې دی. که په شاعري کې دا خوند نه وای نو موږ به شاعري نه کوله؛ نثر به مو کاوه. او که په دې مسرو کې ماهیت نه وای؛ نو بیا به شاعري ټوکې راته ښکاریده. خبره دا ده چې د شعر مسرې او ماهیت به داسې سره کنډل شوی وي، لکه نوک او ورۍ.

 د ښکلي صیب د شاعري کمال په همدې کې دی. دلته مو خبره د شعر د ماهیت په جوړښت وکړه. چې د شعر ماهیت باید داسې جوړ شي.که څوک غواړي چې ښه شعر ولیکي ؛ نو په دې جوړښت باید پوه شي.او استاد په دې برخه کې پوره مهارت لري چې ماهیت څه وړ په مسرو رامنځته کړي؟تاسې یې دا بیتونه هم وګورئ :

تاریکه کې دوه رڼې ډيوې بلېږي
انځور کړې انځورګر خپله څېره ده

***

ژمی دی زغمم اجمله څومره درانه سيوري
بس د يوې خولې د افتابي وعدې په تمه

***

چې تعارف مې رانه هېر شي، ستا لېمو ته درشم
چې مې څېره شي رانه ورکه، آيينې ته راشم

                       (اجمل ښکلی)

——————————–

د ښاغلي تونیر نورې لیکنې

46 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *