Categories

اعلان

Loading…

ځان مو په ذهن کې خلق کړئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د خلاق تجسم او پر ځای پرېکړې اصلي تهداب (مثبت فکر) دی.
دغه بدلونونه کولای شي تاسو په ژوند کې هغه څه ته ورسوي، چې هیله مو ده، د بېلګې په توګه: د موخې ټاکل، له بدو عادتونو ځان څخه ژغورل لکه سګرټ څکول، احساسات او عواطف لکه خوښ ژوند او پر ځان باور او داسې نور.
خلاق تجسم هغه څه دی، چې کولای شي ستاسو جسماني او په ټوله کې بدني کړنې تنظیم کړي.
خلاق تجسم هغه کار دي، چې ډیره کله غیر ارادي او په خپل سر تر سره کېږي، خو په دې شرط، چې مخکې له مخکې په خپل ذهن کار وکړئ او دې ته یې تیار کړئ، چې په خپل سره سالمې پرېکړې وکړي.
د بېلګې په توګه په وروستي ځل، چې تاسو په چورت او فکر کې غرق تللي وئ څه وخت و؟ تاسو هم کېدای شي د نورو کسانو په څېر یو ساعت مخکې په فکر کې تللي وئ، ځکه (خیال) خپله یو غیر ارادي شی دی، چې په خپل سر تر سره کېږي او د هغه څه په اړه فکر کوي، چې ذهن ورته دنده ورکړې وي.
کله، چې تاسو په (خیال) کې ډوبېږئ هغه آیډیاګنې، چې په ذهن کې لرئ له نورو وسره یو ځای کېږي، کټ مټ لکه د خوب لیدلو په څېر!
ډیره کله چې تاسو په خپل ذهن کې د یوې موضوع په اړه فکر کوئ نو هیلې مو هم ور پسې ورځي، که په همدې وخت خپل مسیر ته بدلون ورکړئ کېدای شي څو شېبې وروسته بیا هم د هماغه مخکنۍ موضوع په اړه فکر وکړئ.
آرام ذهن تاسو ته دا وخت درکوي، چې په یوه وخت کې د ډیرو شیانو په اړه فکر وکړئ، ځکه په دې وخت کې مو ذهن په پوره دقت سره کار کوي.
کله، چې د ملي بس د راتلو په تمه ناست وئ، کله چې قهوه څښئ، کله چې په ټکسي کې ناست وئ په ذهن کې مو ګڼ څه در ګرځي، چې دا ټول لارې ته نه برابر شوي خیالونه دي.
تاسو کولای شئ، چې خپل (لارې ته نه برابر خیالونه) په ( لار برابرشویو خیالونو) بدل کړئ تر څو پر خپل تجسم نور هم کنټرول ولرئ او په دې سره هغه څه ته ورسېږئ، چې هیله یې لرئ.
انسان د الګو ګانو ( مخ بېلګو) په اړه ډیره ژر فکر کوي د بېلګې په توګه کله، چې فلم ګوري په فلم کې، چې کومې څېرې ویني له ځنډ پرته وایي ((دا داسې دی لکه فلانی!))، چې ورسته یې د کړنو او دندو په اړه فکر کوي، که مثبت وي نو غواړي، چې دی هم د هغه په څېرشي.
یا په بل عبارت ستاسو مغز کولای شي په اسانۍ سره د څو بېلا بېلو څېرو تر منځ توپیر وکړي او ورته والی یې په ګوته کړي. په خیال کې ډبېدل هغه وخت صورت نیسي، چې انسان شناخت او پېژندلو ته ورسېږي.
تاسو هم کولای شئ، چې په خیال کې ډوب شي، فکر وکړئ او په پوره غور سره د امورو او اشیاو ترمنځ توپیر کړئ. او په دې سره ځان خپلو موخو ته ورسوئ. یو څه باید په پام کې ونیسئ، چې له اوږده فکر کولو وروسته پرېکړه وکړئ.

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *