Categories

اعلان

Loading…

پر پښتو ادب د سياست اغېز / بصيرالحق عادل

يوه ټولنه هغه وخت پرمختګ کوي چې ژبې یې پرمختګ کړی وي، د نورو ژبو سره سمه روانه وي، اقتصادي، سياسي، سوداګريزې او نورې چارې يې هم له دې امله ښې روانې وي چې نورې نړۍ ته يې ژبه مطرح وي او پېژندل شوي وي.

موږ همېشه وايو چې: «موږ وروسته پاتې خلک يو.» دا په دې مانا چې د نورې نړۍ له خلکو وروسته پاتې يو، دوی ډېر مخکې دي، خو زموږ خپلو کارونو ته مو پام نشته چې ولې وروسته پاتې يو. د خپل وروسته والي لامل مو تر اوسه مالوم نه کړ، فقط دا يوه خبره کوو چې نا لوستي يو، علم نه لرو، بېسوادي ده او. . .

دا منم چې موږ نا لوستي يو خو په هاغه کچه هم نه لکه فکر چې کوو، الحمدالله موږ په خپله ټولنه کې اوس لوی لوی عالمان تقريباً په هره برخه کې لرو. موږ داسې پوهان هم لرو چې له نړۍ يې په اوسني وخت او په وروستيو کلونو کې ميدان ګټلی دی خو ستونزه بله ده.

اصلاً ستونزه دا ده چې موږ خپل مسؤليتونه نه دي پېژندلي او يا د خپل مسلک سره سم مخته نه ځو.

لکه مخکې چې مې يادونه وکړه ټول کمال په ژبه کې دی، خو اصلاً خبره دا ده زموږ په ټولنه کې هغه خلک چې ادب ته کار کولی شي سياست کې ښکېل دي.

سياست زموږ په ټولنه کې دومره عام دی چې هر سړی پکې ښکېل شوی دی، څوک ترې خوند اخلي، څوک شهرت پسې ګرځي او يو شمېر نور بيا د واک په لټه کې دي.

هغه خلک چې په سياست کې نښتي دي تر ډېره يې د پښتو ژبې لوی ليکوال، څېړونکي او اديبان دي او دا لړۍ ورځ تر بلې تېزيږي. پر ليکوالو او څېړونکو مو ورځ تر بلې د سياست رنګ غلبه کوي. سياست هم اړتيا ده خو دومره پکې ښکېلتيا هم نه ده پکار چې زموږ ادبي چارې ټکنۍ کړي.

زموږ د ټولنې يو شمېر فرهنګپالو، ليکوالو او څېړونکو پر ځای د دې چې ادبي کړۍ جوړې کړي، بهيرونو ته وده ورکړي او فعاله يې وساتي يا يې سياسي ګوندونه جوړ کړي دي، يا اوس پرې اخته دي جوړوي يې، يا نورو ليکوالو ته  تبليغ کوي او په خپلو سياسي ګوندونو کې يې شاملوي.

د پښتو ژبې له يوه ليکوال سره مې خبرې کولې، هغه په يوه سياسي ګوند کې غړيتوب اخيستی و، ويل يې دا کار يې پر ليکوالۍ او ازادۍ  اغېز نه پرېباسي، تاسو يې منئ؟؟

زه خو يې نه منم، سياست او بيا په يوه سياسي ګوند کې ځان ښکېلول د ژوند پر ټولو چارو اغېز کوي، ځکه زموږ په ټولنه کې تاسو ته د ګوندو حالات ښه مالوم دي، زه به يوه بېلګه راوړم:

ګوندونه تر ډېره يو له بل سره مخالف دي، يوه تګلاره نه لري، په يو ګوند کې يو لوی فرهنګپال او ليکوال غړيتوب لري او په بل ګوند کې بيا بل غړيتوب لري او زموږ سياسي مخالفتونه تر شخصي تربګنيو او دښمنيو هم رسيدلي دي، نو دغه ليکوال چې په دوه بېلابېلو ګوندونو کې دي، بېلابېلې تګلارې لري، يو له بل سره کلک مخالفت لري نو بله ورځ به دوی په يوه ادبي کړۍ کې څنګه يو ځای شي، څنګه به ژبې ته کار وکړي او څنګه به د ژبې د يووالي او مختګ لپاره يوه خوله شي؟

نو مالومه خبره ده چې سياست زموږ پر ادبي ليکوالو، د ژبې پر څېړونکو ژور اغېز کړی، د دوی کار يې پيکه کړی. پښتانه ليکوال يې پر ډلو ټپلو ويشلي دي، د ژبې معياريتوب ته کار نه شي کولی، د ژبې لغوي ذخيره چې تر خاورو لاندې ده نه يې شي راپورته کولی، که کومو ليکوالو راپورته کړې دهاو په ژنبيز سيستم کې يې داخلوي نور يې ورسره نه مني، لوی لامل يې سياسي رنګ او ګوندبازي ده.

زه د ګوندونو مخالف نه يم، يو شمېر ګوندونو زموږ په ټولنه کې ښه نتيجه ورکړې، کار يې کړی خو  مهمه خبره دا ده چې موږ بايد کار وکړو، ليکوال او فرهنګپال مو بايد ژبې او ادب ته کار وکړي، سياستوال مو بايد په سياسي ډګر کې رښتيني و اوسي، ديني عالم خپل کار وکړي او معلم بايد خپل کار.

که زموږ يو شمېر ليکوال، ادبپال او فرهنګپال له سياست او ګوندونو لاس واخلي، د سياست او مخالفتونو پر ځای ژبې ته کار وکړي، کښېني، مشورې وکړي نو ژبه به مو نوره هم مخته لاړه شي، يوه به شي او پر وړاندې به يې د بېلابېلو يرغلونو مخه ونيول شي.

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *