Categories

اعلان

Loading…

پاکستان؛ د کاذب اعتماد په لټه کې/ مجیب‌الرحمن لمر

د پاکستاني رسنیو رپوټ له‌مخې پاکستان وسله‌والو طالبانو ته د یوه لیک په استولو سره له‌دغې ډلې غوښتنه کړې ده چې د سولې له بهیر سره دې یوځای شي. که څه هم د لیک کره نېټه نه‌ده په ډاګه شوې؛ خو ویل شوي چې په تېرو څو ورځو کې دغه لیک لېږل شوی دی. په‌دغه لیک کې طالبانو ته خبرداری ورکړل شو چې د سولې له بهیر سره د نه یوځای کېدو په صورت کې به پر دوی او د دوی پر کورنیو فشارونه زیات شي او له پاکستان څخه د دوی پر اخراج به منتج شي.

په‌داسې حال کې چې د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت او د څلور اړخیزې غونډې ضرب‌الاجل (د مارچ میاشت) پای ته رسېدلې ده، د پاکستان له‌خوا د سولې لپاره ظاهري هڅې دوه عوامل له ځانه سره درلودای شي: ۱. پر پاکستان د افغانستان، سیمې او نړۍ باور؛ او ۲. اوږدمهال اهداف. لاندې دواړو مواردو ته لنډه اشاره کېږي.

۱. د فبرورۍ په نیمايي کې هغه مهال چې په کابل کې څلور اړخیزه غونډه تر سره کېدونکې وه؛ د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، له طالبانو د اسلام‌اباد له ملاتړ څخه پرده پورته کړه او د لومړي ځل لپاره یې وویل چې طالبان او د دوی کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستان له دولتي اسانتیاوو څخه استفاده کوي. د سرتاج عزیز په وینا، پاکستان کولای شي له خپل نفوذ څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړي څو د سولې له بهیر سره یوځای شي. پر دې سربېره چې د عزیز دغه څرګندونې د افغان چارواکو (پخوانیو او اوسنیو) د ادعا ثبوت و؛ خو دغه هېواد له خپل نفوذ څخه استفاده ونه‌کړه؛ بلکې پلمه یې وکړه چې اوس‌مهال طالبان په افغان خاوره کې د پښو ځای لري او د پاکستان نفوذ پرې کم شوی دی.

د طالبانو له‌خوا د سولې خبرو له رد وروسته، افغان چارواکو یو ځل بیا نیوکو ته مخه کړه او ټينګار یې وکړ چې ای‌اس‌ای له طالبانو ملاتړ کوي او د روان کال په اوږدو کې به دغه ملاتړ پراختیا ومومي. له‌دې سره، نه یوازې دا چې افغان چارواکي پر پاکستان بې‌باوره شول؛ بلکې د څلور اړخیزې غونډې دوه نور ګډوان‌وال (چین او امریکا) هم پر پاکستان خپل باور له لاسه ورکړ او هڅه یې وکړه چې پر دغه هېواد فشارونه راوړي.

باور دا دی؛ د دې لپاره چې پاکستان توانېدلی و اوسي له یوې خوا دغه فشارونه کم کړي او له بلې خوا د بایلل شوي باور اعادې پر لور ګام پورته کړي، طالبانو ته لیک له استولو یې خبر ورکړی دی. پاکستان غواړي له‌دې لارې ثابته کړي چې دوی ريښتیني دي؛ خو دا چې پر طالبانو بشپړ نفوذ نه‌لري، نه‌شي کولای دغه ډله خبرو ته حاضره کړي. اما د سرتاج عزیز د څرګندونو ارزښت په‌خپل ځای دی. لا هم افغان طالبان او د دوی کورنۍ د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته ژوند کوي او د پاکستان له اسانتیاوو استفاده کوي او لا هم دغه ډله د پاکستان د پوځي استخباراتو له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه ده.

۲. د پاکستان درې لوی اساسي اهداف، د ډيورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د سیالو هېوادونو خصوصا هند د نفوذ کمښت او د افغانستان د بهرني سیاست کنټرول په ګوته شوی دی. همداراز د افغانستان له اوبو او طبیعي زېرمو څخه یو اړخیزه استفاده، په کورني سیاست کې لاسوهنې او له قیدوشرط پرته منځنۍ اسیا ته لار موندل، هغه څه دي چې د پاکستان د اهدافو په لړ کې شمېرل کېږي. د دغو اهدافو ترلاسه کولو په موخه، د افغان جهاد له پیل څخه لا وړاندې پاکستان هڅې شروع کړې وې؛ خو د داوودخان پر وړاندې کودتا او پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل سره د اسلام‌اباد-راولپنډۍ هڅې نوي پړاو ته دننه شوې. نوی پړاو پر افغان جهادیانو او رهبرانو پانګونه او له‌دوی څخه اعظمي استفاده وه. د نجیب‌الله واکمنۍ له سقوط سره جوخت د پاکستان پانګونه په ثمر راغله او د کورنۍ جګړې په پیل، اسلام‌اباد-راولپنډۍ په‌دې بریالي شول چې تر وروستي بریده له‌دغې پانګونې څخه استفاده وکړي او خپلو اهدافو ته ورسېږي.

هغه مهال پاکستان افغان مجاهدینو ته تر خپل کنټرول لاندې سیمو او خاوره کې ځای ورکړ، پنډغالي یې ورجوړ کړل، روزنه یې ورکړه او د افغانستان حکومت پر وړاندې یې وکارول. وروسته په پېښو کرې جوړ شوي اووه ګوندونه افغانستان ته دننه کړی شول، څو له یوې خوا د افغانستان زیربناوې له‌منځه یوسي، خلک و وژني، جنایت وکړي او له بلې خوا د پاکستان د لویو اهدافو ترلاسه کولو پر لور ګامونه اوچت کړي.

اوس‌مهالپاکستان بیا هم د مجاهدینو له تجربې څخه استفاده کړې ده. د مجاهدینو په څېر، طالبانو ته یې ځای ورکړ، روزنه یې ورکړه، پانګونه یې پرې وکړه او اوس هم ترې ملاتړ کوي.

باور دا دی چې اوس وخت کې د پاکستان پانګونه دویم پړاو ته دننه شوې ده. د مجاهدینو تجربې ته په کتو (د ننګرهار جګړه) ورته تجربه تېر کال په کندز کې تکرار شوه او هڅه دا ده چې د روان کال په اوږدو کې ورته کار په هلمند کې وشي (د نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو سقوط او په خانشین کې د جګړې دوام). له‌دې سره جګړه افغانستان ته لېږدول کېږي او پاکستان به په‌دې بریالی شي چې له طالبانو د ملاتړ اسنادو، شواهدو او حقایقو په له‌منځه وړلو، خپل بایلل شوی اعتماد اعاده کړي. همداراز دغه چاره اسلام‌اباد ته دا فرصت ورکوي په اوږد مهال کې خپلو اهدافو ته ورسېږي. واضح ده چې د طالبانو له ملاتړ ورهاخوا، پاکستان به سیاسي هلې ځلې هم کوي.

پورتنیو مواردو ته په کتو، د پاکستان ټولې هڅې ظاهري دي. د پاکستان ريښتینولي به هغه مهال په زبات ورسېږي چې اسلام‌اباد-راولپنډۍ عملا د طالبانو پر ضد اقدام وکړي. د پاکستان تر اقدام پورې، افغان حکومت ته بویه چې په پوځي او سیاسي اړخ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. پوځي اړخ د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د قوې ځواکمن استعمال رانغاړي او سیاسي اړخ کې دا ضرورت دی چې پر پاکستان د سیمه‌ییزو او نړۍوالو فشارونو زیات‌والي په موخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا سربېره، سیمه‌ییزو او بین‌المللي سازمانونو ته مراجعه وشي او د پاکستان د ورانکارۍ اسناد له نړۍوالو اورګانونو سره شریک کړی شي.

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *