Categories

اعلان

Loading…

د میرزا ماما (ډاکټر کبیر ستوري) په یاد

                                       شامحمود میاخېل،‌ د کورنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر

زه نه غواړم چې د ډاکتر کبیر ستوري د ژوند په علمي او سیاسي اړخونو وغږیږم،  ځکه چې ګڼو دوستانو د هغه کتابونه، مقالې او شعرونه لوستي دي، او د ویلو لپاره به ډېر څه ولري. زه غواړم چې په دی وړه مقاله کې د ډاکتر کبیر ستوري سره زما د شخصي اړیکو، تړاو  او لیدنو کتنو  په هکله څه ولیکم.

وړوکی وم، هغه وخت په کلونو نه پوهېدم، خو دا مې یاد دي‌ د کابل په واصل اباد سیمه کې د عمراخان په ابتدائیه ښوونځي کې چې اوس د عمراخان لېسه ده، د دویم صنف زده کوونکی وم، ډاکتر کبیر ستوری چې مونږ ورته میرزا ماما وایه، جرمني ته د لوړو زده کړو لپاره روان و. نو؛ زما پلار خداې بښلي سیدمحمود حسرت چې په هغه وخت کې یې د کورنیوچارو په وزارت کې کار کاوه، مونږ یې د ځان سره واخیستلو او کابل هوایې ډګر ته یې یوړو چې د ډاکتر کبیر ستوري سره چې تازه د رحمان بابا لېسې د دولسم صنف نه فارغ شوی و، خداې په امانې وکړو. د کابل هوایې ډګر ته ورغلو او دا زما لومړی ځل و چې هوایې ډګر ته لاړم. د کابل هوایې ډګر په رستورانت کې چې د میدان د ودانۍ د بام په سر و، مونږه چای وڅکه، د چای څکلو نه وروسته مو کبیر ماما سره خدای په اماني وکړه او دی د الوتکي په لور وخوځېد. ښه مې یاد شي چې مونږ ورته د کابل د هوايې ډګر د ودانۍ په بام ولاړ وو او ده د الوتکې له دننه تر هغو لاسونه خوځول چې الوتکه والوته.

دا ۱۹۶۴م کال و چې ډاکتر کبیر ستوری د لوړو تحصیلاتو لپاره پخوانې غربي المان ته لاړو. په هغه وخت کې زه د  ده په سیاسي افکارو، په مکتب کې د زده کړې په کچه او یا نورو راشه درشه باندې نه پوهیدم ځکه وړوکې وم او دده د شخصیت، پوهې او سیاسي افکارو اندازه مې نه شوه لګولی. زما مینه د ده سره یوازی د ماما ولۍ په بنیاد وه او په مورمې ډیر ګران و. ډاکتر کبیر ستوری او زما بل ماما محمد نعیم چې دواړه د رحمن بابا په لېسه کې شاګردان وو او هلته په لیلیه کې اوسېدل نو؛ اکثره به د پنجشنبې په ورځ زمونږ کورته راتلل، ځکه چې هغه وخت د لیلیې د شاګردانو او محصلینو لپاره په کابل کې دا یوه لویه تفریح وه، چې د جمعې شپه یا ورځ د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورشي. د پوهنتون د دورې په وخت کې ما هم د دې تفریح خوند لیدلی دی.

زما خدای بخښلی پلار ډېراجتماعي او سخي سړی وه، نو د جمعې په ورځ به زمونږ نور خپلوان هم چې په مختلفو مکتبونو کې یې درس وایه، زمونږ کورته راتلل او په اصطلاح ښه مېله به ګرمه وه. په هغه وخت کې چې د جامو وینځلو ماشینونه نه وه نو زما مور به همیشه د دې خپلوانو جامې هم وینځلې او پلار به مې زیادترو ته یوڅه جمعګي یعنې د جمعې د ورځي د خرچې په نامه لس شل افغانۍ هم ورکولې. خو زما د ماماګانو کورنۍ چې په سیمه کې یوڅه اندازه متموله کورنۍ وه، کله به چې دوی دواړه کابل ته راتلل نو نیا به مې ورته د خرچې پیسې ورکولې، دوی دغه پیسې زما له مور سره ایښودې، او دجمعې په ورځ به یې ترې د یوې اونۍ د خرچ لپاره یوه اندازه بېرته اخیستې. د دې پیسو برسېره کبیرماما یوه بله پټه پانګه هم لرله، او هغه دا چې زما نیا به زما مور ته  یوڅه پیسې پټې ورکولې، او ویل به یې چې، کبیر بد مصرفه دی نو که پیسو ته یې ضرورت شو، دا پیسې به له نعیم نه پټې ورکوې چې هغه خفه نشي. د کبیر ماما بد مصرفي همدا وه چې ده به پیسي په خپلو دوستانو او انډیوالانو مصرفولې، او د پیسود جمع کولو او زیاتو پيسو د راټولولو شوقي نه و او د عمر تر اخره پورې یې همدا حال و. په هغه وخت کې به د خارج نه محصلینوخپلو کورونو ته یو څه پیسي لیږلي خو ده به د جرمني نه کابل ته د راتګ ټکت هم دکوره غوښته. زما پلار په اوښیتوب سربېره، دخاص کونړ په ابتدائیه ښوونځي کې د ډاکتر کبیر ستوري استاد هم و. دا چې ډاکترستوری د مکتب په دوره کې همیشه اول نمره و نو په پلار مې ډیر زیات ګران و.

لیکوال له ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري سره

لیکوال له ارواښاد ډاکټر کبیر ستوري سره

پخوا چې ټلیفونونه عام نه و نو د یو بل سره رابطه چندان نه وه، او څوک به چې خارج ته لاړو نو میاشتي او کلونه به یې نیول چې دی د کور او کور د ده له حاله خبر شي. ډاکتر کبیر ستوری چې په اول ځل د غربي المان نه په رخصتۍ افغانستان ته راغی، نو زما د پلار وظیفه په مزارشریف کې وه، مونږ ورسره هلته وو، نو دی مې ونه لید. دویم ځل دی په ۱۳۵۰ هجری شمسي کال کې کونړ ته راغی، نو زه د خاص کونړ په لېسه کې د نهم ټولګي زده کوونکي وم یعني تقریبا پس له اته کلونو مې ولید. دا چې زمونږ د خپلوانو او ترورزو تعداد زیات و، ده به هر خوریي ته ویل چې که دېرې ته د ورځې لس ځلي هم راځئ، ماته به ځانونه رامعرفي کوئ، چې نومونه مو یاد کړم او له یاده مې ونه وځئ.

په دې وخت کې ډاکتر ستوري په خپله ماسترۍ کار کاوه او د ذهنې کچې د معلومولو لپاره يې د ریسرچ سوالونه جوړ کړي وو او دا یې د خاص کونړ او عمراخان په لېسو کې په شادګردانو و ازمویل. په خصوصی توګه یې په خپلو خپلوانو هم تجربه کړل او ما ته یې وویل چې خوریه! ستا ذهن ډیر ښه دی او دا چې زه هم په مکتب کې اول نمره وم نو راته یې وویل چې ته به خامخا خارج ته ځې، نو د اوس نه ورته ځان تیار کړه. په دې وخت کې ده د پښتو او د پښتنو د حقونو خبرې هم کولي، خو زمونږ پرې چندان سر نه خلاصیده نو یوه ورځ ورته ما وویل چې ماما په کونړ کې دا ستا خبرې څه په درد خوري ځکه دلته خو نور قومونه نشته او ټول په پښتو خبرې کوي. ده راته وویل چې دا سمه ده چیرته چې نور قومونه نشته نو زمونږ د نورو قومونو سره څه حساسیت هم نشته خو په خارج کې د نورو قومونو کسان ځانونه افغانان معرفي کوي او پښتنو ته کوچیان اود بدوي کسانو خطاب کوي چې دوی د لر او بر پښتونخوا په سیمه کې تګ او راتګ کوي اود افغانستان دایمي استوګن نه دي. خو د دې خلاف بیا په کابل د افغان نوم یوازې د پښتنو ګڼي او  پښتنو ته د افغان غول خطاب کوي او ځانونو ته افغانان نه وایي. داسې دوه ګونی چلند سړی مجبوروي چې د پښتنو د هویت او حقوقو لپاره مبارزه وکړي.

په دغه وخت کې ډاکتر کبیر ستوري او یو شمېر نورو ملګرو لکه قدوس تندر، د المان په دویچي ویلي رادیو کې د پښتو ژبي پروګرام نوی پيل کړی و او مونږ ته یې ویلې چې تاسي باید هره اونۍ د ټولو دوستانو او خپلوانو له خوا دوه سوه لیکونه راولېږئ، چې ووايي دوی د پښتو پروګرام اوري ‌او خوښ یې دی. دا لیکونه به مونږ لیکل او د پوستې له لارې به مو دویچي ویلي رادیو ته لیږل. د هماغه وخت د کوښښونو او د ډاکتر کبیر او د ده د ملګرو د هلو ځلو له امله د دویچي ویلي په رادیو کې د پښتوپروګرام اوس هم شته دی.

څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه، هغه وخت کې ټیلفونونه نه وو او د لیکونو د وړو راوړو چاره ستونزمنه وه،  نو کله به چې میاشتې، میاشتې وروسته د کبیر ماما کوم لیک راورسېد، نو زما خدای بخښلې نیا به هغه لیک د بالښت لاندې ایښی و، او چې مونږ به یې لیدو ته ورغلو، زر به یې راواخیست او ویل به یې ماته د کبیر خط ووایه، چې تسل مې پرې وشي. دا لیک به یې په بېلابېلو خلکو  دومره ډېر ولوسته چې اخر به د لیک کاغذ وشړېده، او په همدې به یې د کبیر د لیدو تنده ماتوله.

کله چې ډاکتر کبیر د دویچې ویلي په رادیو کې کار پیل کړ او د پښتو خبرونه به یې ویل نو دا زما د نیا لپاره یوه لویه سرګرمي وه. رادیو به یې د کټ سرته پرته وه او هره ورځ به یې د دویچي ویلي خبرونه اوریدل. که څه هم زما نیا ډیره پوهه او مدبره ښځه وه،  خو د هغه وخت د افغانو ښځو فکري پراختیا ته پام سره، فکر نه کوم چې د خبرونو نه یې چندان خوند اخیست خو هدف یې یوازي دا و چې د خپل زوی غږ واوري.

په وروستيو وختونوکې چې ټیپ ریکارډر (ټیپونه) راووتل، نو بیا به ډاکتر کبیر خپلي خبرې ثبتولې او د لیک په ځای به یې د ټیپ کیسټونه خپلې مور او کورنۍ ته رالیږل. نیا به مې بیا هم ټیپ ریکارډر د کټ سر ته پروت او د شپي د ویدو کیدو نه د مخه به یې ویلي چې د کبیری کیسټ ورواچوئ چې زه ویده شم.

ډاکتر ستوری بیا المان ته لاړو او څلور کاله وروسته چې زه د دولسم صنف نه فارغ شوی وم، بیا افغانستان ته راغی. دی به معمولا څلور کاله پس د اوړي په موسم کې افغانستان ته راتلو. په دې وخت کې زه یوڅه په سیاسي مسایلو پوه شوی وم، او د سیاسي بحثونو لړ مې پییلی شو، که دا مبالغه ونه کړم نو په خوریونو کې زه ورته ډیر ګران و او فکر کوم چې دا به د ده سره زما د فکری تړاو او په سیاسي مسایلو دبحث له امله و. مونږ کله هم په مادی مسایلو بحث نه کاوه اما نورو خپلوانو به په مادی مسایلو ډیر بحث کاوه چې څومره دې معاش دی او څه کوې او داسي نور. د ده به دا خبري چندان نه خوښېدې. په کابل کې یوه ورځ په شهرنو کې پښتو ټولنې ته د تګ په تکل روان و، ده له یوچانه په پښتو د پښتو ټولنې د پتې پوښتنه وکړه، خو هغه کس ورته په دری ځواب ورکړ.  ده ورته وویل چې زه په دری نه پوهیږم که دا راته په پښتو ووایې نو ښه به وي. هغه نفر په تکلیف پښتو وویله او چې حرکت مو وکړ نو راته یې وویل چې خوریه ښه په تکلیف خو مې په دې بیچاره پښتو وویله. زما په اند دا دهر چا حق دی چې خپلي ژبې ته پخپله کار وکړي او نور څوک په دې متهم نه کړي چې ولې خپلي ژبې ته کار کوي. متاسفانه زمونږ اکثره پښتانه نور د خپلو نیمګړتیاو لپاره ملامتوي او پخپله هیڅ نه کوي نودا سم کار نه دی.

ډاکتر کبیر بېرته المان ته لاړو او د وطن حالات سره بدل شول. په ۱۳۵۷ هجری شمسی کال کې په کابل کې د ثور کودتاه وشوه، دننه او بهر د خلکو ترمنځ د اړیکو ساتلو چینلونه له مینځه لاړل، تماسونه پرې شول، د مرګ او ژوند خبره شوله او په دی لړ کې مونږ مهاجر شولو او زیات وخت مو په غرونو کې تیر کړ او بیا پاکستان ته مهاجر شولو. ( د هجرت او مهاجرت قصي زما په کتاب د واقعیتونو په بهیر کې لوستلي شئ). یو وخت مو سره تماس ونیوه ځکه دی هم د خپلي کورنۍ سره بی رابطي شوی و. زما بل ماما محمد نعیم هم مهاجر شوی و او د کبیر ماما کورنۍ او مشر ورور عبدالجلیل ملنګ لا هم په افغانستان کې و. دی مو وهڅوه چې پیښور ته راشي او هم به د ده کورنۍ پیښور ته راشي او د یوبل سره به وګورو. هماغه و چې په ۱۹۸۲م کال کې پیښور ته راغی. په پیښور کې د پښتنو د ځینې مشرانو سره دلیدو نه وروسته لا یوه اونۍ نه وه تېره چې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو. په هغه وخت کې جنرال ضیاالحق د پاکستان نظامي واکمن و، د جهادي ډلو طرفداری یې کوله. هغه په پاکستان کې او هم د افغانانو په منځ کې د ملي ډلواو کسانو د رشد سخت مخالف و. په دغه وخت کې ما په پیښور کې د یو امریکایې پروفیسر سره د انتروپولوجي ریسرچ کاوه.

ډاکتر کبیر تقرییا اتلس میاشتي د پیښور په سنترل جیل کې بندې و او حتی د خپلې کورنۍ سره یې هم لیده کاته نه کېدل. د ده سره به مونږ هغه وخت لیده چې دی به یې هره اونۍ اتکړي په لاس د کچرو مجسټریټ (قاضی) ته راوستو، او مونږ به د لری نه لیده او که کله به چې د سپاهیانو مزاج ښه وه او د چایوپه نامه به مو یو څو روپۍ ورکړې نو د دې زمینه به یې برابروله  چې یو څو خبرې ورسره وکړو. د ده ګناه دا وه چې ولې یې د پښتنو د مشرانو سره لیدنه کتنه کوله. د پیښور په سنترل جېل او بالخاصه په لومړیو شپو او ورځو کې چې مونږ ته د ده د بندی کیدو دځای درک نه و معلوم، د پيښور په بالاحصار کې شکنجه شوی و او په تورو خونو کې کوټه قلفي و. په پیښورکې د جرمنی قونسل به هره اونۍ سنټرل جیل ته د ډاکتر کبیر لیدو ته ورتلو، ځکه دی د المان غږ رادیو کارکوونکی و او مونږ ته به یې اطمینان راکوه چې نن دی که سبا، دی به خلاصیږي. په دی نن سبا کې اتلس میاشتې ووتلې.

کله چې د پاکستان حکومت د جرمني په منځګړیتوب تصمیم ونیوه چې ډاکتر کبیر راخلاص کړي نو مونږ ته يې احوال راولیږه چې د ده پاسپورت راوړئ چې دی مونږ له پاکستان نه وکاږو او جرمني ته یې لیږو. ما د ده پاسپورت چې موده یې تیره شوی وه، واخیست او اسلام اباد ته مې د جرمنی سفارت ته یوړ چې موده یې تمدید کړي. د جرمني سفارت ډیر ښه وضعیت وکړاو ډیر ژر یې پاسپورت تمدید کړ. دا ۱۹۸۴ م کال و، دی یې له زندانه خوشې کړ، خو کورته د تلو اجازه یې ورنه کړه، او کورنۍ یې ورسره د لږې شېبې لپاره د پېښور په یوه هوټل کې ولیدل، زما بل ماما محمد نعیم او زه ورسره اسلام اباد ته لاړو او په هوایې میدان کې مو ورسره خدای په اماني وکړه. د حالاتو د خرابیدو له امله بیا زمونږ رابطه سره منظمه نه وه او یوازې کله کله به مو د ده کوم لیک تر لاسه کړ. ما ته یې وویل چې جرمنی ته راشه او که جرمنی دی خوښ نه و نو بیرته تللی شې او ژبه به خو یاده کړی خو مونږ هم د جهاد او د افغانستان د ازادۍ په ولولو کې غرق وو نو جرمني ته مې د تګ زړه ښه نه کړ او پلار مې هم راته اجازه نه راکوله.

په ۱۹۸۷م کال کې چې ما د امریکا غږ راډیو لپاره د محلي خبریال په توګه کار کاوه او هم د بلجیم د کمیټي مرستیال وم، په یوه  رسمي سفر امریکا ته لاړم او د امریکي نه د راتګ په وخت کې بلجیم ته د دوه اونیو لپاره لاړم. ما د کبیرماما سره اړیکه ونیوله چې که بلجیم ته راشي نو ښه به وي ځکه په هغه وخت د اروپا ټولنه نه وه جوړه شوي او د وېزې مشکل و. کبیر ماما د بلجیم د لیژښار ته زما د لیدو لپاره راغی او نیت مو و چې هالیند ته لاړ شو. خو دا چې د ده سره نقشه نه وه نو څو ساعته مو د لیژپه ښار کې سرګردانه تیر کړل چې بالاخره دشپي یوه بجه شوه نو راته وې ویلي چې، مابه بېرته زما د کوربه کره ښکته کړي، دی به بله اونۍ راشي، بیابه هالینډ ته لاړشو. هغه وخت لوګزامبورک، هالنډ او بلجیم دبنیلاکس په نامه یوه ګډه ویزه درلوده. کبیر ماما یوه اونۍ وروسته بیا بلجیم ته راغی او دهغه ځای نه د هالنډ روتردام ته لاړو. په لاره مو ښې قصې وکړې او شپه مو سره یوځای تیره کړه. په سبا دی بیرته جرمنی ته لاړو او زه د پیښور په طرف وخوځیدم. يوه خبره چې ما ورته وکړه هغه دا وه چې په پیښور د ځوانانو لپاره او دده د اولادونو د زده کړې لپاره برابر چاپیریال نه لري، اوکه خپله کورنۍ جرمني ته راولې نو ښه به وي. ده راته وویل چې زه به پیسي درلیږم او څوک چې سبق وایي مرسته ورسره کوه خو که دوی دلته راولم نو دوی بیا د وطن او خپلو خلکو په درد نه خوري.

په هرحال دی له خپلې کورنۍ نه لیرې پاتې شو ځکه پيښور ته راتللی نه شو او افغانستان کې جنګ روان و. په ۱۹۹۰ م کال زه امریکا ته لاړم او په ۱۹۹۲م کال کې جرمني ته د ده د لیدو لپاره لاړم. یوه اونۍ مو سره یوځای تېره کړه، د ویچي رادیو مو ولیده او د کولن د پوهنتون نه چې ده په کې هلته خپله دوکتورا اخستي وه، لیدنه کتنه وکړه. د ده ژوند ساده و او د ده کوټه د ډیروافغانانو، پښتنو او خپلوانو لپاره دېره وه. ډیر بحثونه مو د وطن د حالاتو په هکله وکړل او ترې د تګ په وخت کې مې ورته بیا تکرار کړه چې د افغانستان حالات معلوم نه دي نو ښه به دا وي چې خپله کورنۍ جرمني ته راولې. ده راته ښه وکړه او له هغې نه وروسته یې لومړی خپله میرمن او دوه زامن نسیم ستوری او ایمل ستوری جرمني ته بوتلل.

په ۱۹۹۶م کال کې چې کله د سوات افضل خان لالا، د بینظیر بهټو په کابینه کې د شمالي علاقه جاتو وزیر و، ډاکتر کبیر ستوری یې رسمي میلمه کړ او پس له دولس کلونو یوځل بیا پاکستان ته راغی. په دغه وخت کې زه هم له امریکا نه پاکستان ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلی وم. د اسلام اباد هوایې ډګرکې ورته خان لالا پخپله هرکلي ووایه او بیا د خان لالا کورته لاړو. شپه مو هلته وکړه او د هغه ځای نه د خان لالا سره سوات لاړو. د سوات نه وروسته چارسدې ته راغلو او د ولي خان سره مو ولیدل، همداشان مو په اکوړه خټک کې د اجمل خټک سره ولیدل. یوه میاشت یې په پاکستان کې تیره کړه او بیا بیرته جرمني ته لاړو. په دې وخت کې طالبانو کابل نیولی و او سیاسی بحثونه ډیر ګرم و. ولي خان وویل چې پاکستان خو د طالبانو حمایت کوي خو  په حقیقت طالبان د پاکستان لپاره ډیر خطرناک دي ځکه د طالبانو ځاله خو په پاکستان کې ده او دلته شل زره مدرسې دي.

اخر ځل زما په خیال چې په ۲۰۰۵م کال په مني کې ما کبیر ماما ولیده چې زه جرمني د مونشن ښار سره نږدی د اوبر امرګاو په سیمه کې د ناټوتعلیمي مرکزکې د لکچر لپاره تللی وم او یو دوه شپې مې د ده سره هم په ویسلنګ ښارګوټي کې وکړي. په همدې پېره راته د ده کورنۍ وویل چې کبیر ماما ستا خبره مني او که تشویق یې کړې چې د زړه عملیات وکړي نو ښه به وي. ما چې ورته دا خبره یاده کړه نو ده راته عملي دلایل وویل چې د زړه عملیات زما لپاره فایده نه لري او د زړه عملیات یې ونه کړ. په همدې وخت کې یوه شپه نا وخته چې تقریبا یوولس بجي به وي نو راته یې وویل چې خوریه ځه بهر به ووځو او قدم به ووهواو ازاده هوا به تنفس کړو. د ویسلینګ په ښار کې مو قدم واهه چې یو ترافیکي څراغ ته ورسیدو او انتظار مو کاوه چې څراغ شین شي او مونږ د سرک نه پوری وځو، په دغه وخت کې ده راته وویل چې خوریه! زما تقریبا څلویښت کاله وشول چې زه په جرمني کې اوسیږم، دلته مې لسانس، ماستری او دوکتورا واخستله او د دی خلکو په ژوند، کلتور او ژبه هم ښه پوهیږم خو ما ته داسي ښکاري لکه چې ما دلته څلویښت ورځي تېرې کړې وي او هیڅ مې زړه دلته نه دی نښتی. بله خبره یې راته دا وکړه چې ده یو وخت فکرکاوه چې افغانستان ته به ځي، ښه کتابونه به لیکي او په اکاډمیک ډګر کې به ډیر کار کوي  خو زیاته يې کړه چې زمونږ د پښتنو ژوند داسي کارونو ته چمتو نه دی ځکه اکاډیمیک کارونه ځانته فکر او  ژوند غواړي او مونږ هیڅ وخت ځانته کیږو نه، نو اوس هره ورځ په دویچي ویلي رادیو کې د خپل رسمي کار نه دوه درې ساعته زیات پاتي کیږم او یوڅه لیکم. که واړه کتابونه هم وی باید چاپ یې کړم او اوس وخت کې لوی لوی کتابونه هسې هم څوک نه لولي. ده وویل چې د شعرونو ویلو نه زما مطلب دا دی چې دا د پښتو شعرونه هنرمندان ریکارډ کړي او د پښتنو په کورونو کې یې خلک واوري. بله مهمه خبره یې راته دا وکړه چې ده زما یادښتونه لیدلي وو نو راته یې وویل چې خوریه دې پسي مه ګرځه چې ښه تحقیق او ریسرچ وکړې او بیا کتاب چاپ کړې نو ښه به دا وي چې خپل یادښتونه منظم کړې او چاپ یې کړې. په دی وخت کې ما د کورنیوچارو د وزارت د معینیت نه استعفا ورکړې وه او زیات شخصی یادښتونه راسره وو نو ما هم ورته لستوڼي رابډوهل چې، خپل یادښتونه چاپ کړم او دا دی اوس زما اته کتابونه چاپ شوي او درې نور چاپ ته تیار دي خو یوازې یو کتاب چې د بیړنۍ لویي جرګه په اړوند و، هغه کبیر ماما ولید او  نور یې ونه لیدل. کاش چې دی ژوندی وای او زما دا نورې لیکنې یې هم لیدلې وای ځکه دی د علمي کارونو په ارزښت پوهېده، او همیشه به يې زه تشویقولم. خو ژوند همیشه نیمګړی دی، او د انسان امیدونه نه پوره کېږي،  الله تعالی دې هغه وبخښي او جنت فردوس دې یې نصیب شي. انا لله وانا لله راجعون.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *