Categories

اعلان

Loading…

د ظاهرشاه د خاطراتو سوزول/ ډاکټر نبي مصداق

پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه خپل د ژوند لومړې رادیويي مصاحبه زما سره په ۱۹۸۴ کې وکړه. زمانه مخکې هغه یواځې یوه مصاحبه کړې وه چې هغه د فرانسوي اخبار لوماڼډ سره وه. شوروي سره د جهاد په دوره کې زه د بي بي سي د پښتو خپرونې لپاره څلور ځلې روم ايټالې ته د پخواني پاچا سره د مرکو لپاره لاړم. په هغه وخت کې د پاچا معتمد او خبر لوځ،  دده زوم سردارعبدل ولي وو چې ما د جنرال صاحب نه ورته خطاب کولو. برابر څلور مياشتې تليفونو او تماس نه وروسته، پخواني پاچا د لمړې مصاحبې لپاره حاضر شو.

د پاچا زوم ، جنرال ولي ډير بدګمان سړی وو او هرڅه ته به ېې د شک او ترديد په سترګه ليدل. ډير ځلې چې زه به د پاچاسره په مصاحبه کې وم، ده به لاسوسونه ورته ښورول چې یا ډير تفصيل مه ورکوه او یا په همدې ځای ېې ختم کړه. زه یوځل مجبور شوم جنرال ولي ته ووایم چې« په دې تيرو مصاحبوکې چې ما له اعلاحضرت سره کړي، کوم تنقيد او یا تبصره لرې؟» د هغه ځواب منفي وو، نو بيا ما ورځخه غوښتنه وکړه چې د پاچا حواس د خبرو په منځ کې مه مغشوشه وه.

جنرال ولي د نورو خبریالانود مرکو په وخت کې هم همدا ډول مداخلې کولې. زه خبر شوم کله چې پخواني پاچا د فرانسوي ليکوال اوليفير رو، چې د فرانسې د بهرنیوچارو د وزارت د افغانستان چارو مشاور هم وو، له پاچا سره په مصاحبه کې وو، او جنرال ولي د معمول سره سم لاسونه ښورول، پاچا ورته وویل چې د مصاحبې له کوټې څخه ووځي. جنرال ولي بیا ګیله کوله چې ولي ماته دومره په سپک نظر ګوری.

مابه د هرې مصاحبې د مرکې نه وروسته د پاچاسره د افغانستان او نړې په پيښو اوږدې خبرې کولی. ظاهرشاه ډير معتدل مزاج او آرام خوی درلود. هغه قهقه خندا نه کوله او هرې ټوکې او ظريفې خبرې ته به ېې موسکا کوله. هغه د نړې د پيښو په هکله ، خصوصاً د دوهم نړیوال جنګ په باب ډير معلومات درلودل. ما د لمړې مصاحبې په پای کې ورته وویل، کله چې فرانسه د جرمني نازیانو اشغال کړې وه، جنرال دوګول به فرانسې ملت ته د بي بي سي د رادیو لارې خپل پیغامونه رسول. تاسو هم اوس کولای شی د بي بي سي له لارې ملت په ځان راټول کړی. د دوګول سره د ده مقایسه ېې ډيره خوښه شوه او ورته مسک شو. خو په نورو مصاحبو کې چې ما به ورته ویل، د روم خبرې کفایت نه کوي تاسو که پاکستان ته نشوی تللی، ځکه هلته به مو ممکن د یوه برحاله باچا په شان ښه راغلاست ونه شي، کولای شی چې ملګرو ملتو ته اویا اسلامي ملکو او حتی هند ته ولاړ شی او د خپل ملت لپاره ملاتړ او مرستو غوښتنه وکړی. زما ددې خبرونه وروسته هغه خپل د تره زامنوو جنرال ولي او سلطان محمود غازي، چې ما د سلطان جان نه ورته ویل، مخ کړ چې “اینه جاجی، که د فارسی خود هیچ لهجه نداره” ما ورته وویل چې په انګليسي هم بې له لهجې خبرې کوم.

ما یوځل پخوني پاچا نه پوښتنه وکړه چې ولې پښتوېې نه ده زده؟ هغه وویل چې دري ېې هم ښه نه ده زده. ده زیاته کړه: ځکه چې ما مکتب په فرانسه کې شروع کړ، بیا کابل راغلو، نو په فارسي مې هم، نه ښې خبرې کولی شوې او نه هم ليکل. اوس هم څه چې لیکم نور مرسته را سره کوي. پښتو زده کړې لپاره پلار او ترونو مو مونږ ته معلمان نیولی وو، خو مونږ سهلانکاري کوله او معلمانو به هم فشار راباندې نه کاو.

د پاچا د تشويقولو خبره چې باید د روم نه بهر سفرونه پیل کړي بلاخره دا شوه چې جنرال ولي ېې په خپل وکالت پاکستان ته وليږه چې له افغان مهاجرینو او تنظيمونو سره وویني. هغه په لمړیو ورځو د باچا نماینده ګې کوله،  خو د سفر د پای په ورځو کېې واضح افغانانو ته په بلوچستان کې ویل چې که پاچا نوي زه خو یم. عیناً همدا خبره ېې ماته هم تقریباً یو کال مخکې په روم کې وکړه. ما په هغه وخت جنرال ولي ته وویل “زه څو ځلې دلته راغلی یم، ما د اعلاحضرت کوم ځوی ندی لیدلی. باچا د ډیر عمر سړی دی که دی نه وي ملت چاته سترګې واړوي؟” جنرال ولي وویل “زه خو یم”.

د عزیز نعیم د ځوی، نادر نعیم  په واده کې ما د پاچا له دریم ځوی، شاه محمود، چې له یوې اروپايۍ سره ېې واده کړی وو په لندن کې وليد او کله چې زه د لندن په پوهنتون کې او دی د اکسفورد پوهنتون کې محصلين وو، ما ورسره لیدلي وو اومختصر معرفت مو درلود.

ما ورځخه پوښتنه وکړه چې”زه څوځلې روم ته ولاړم تاسې او یا ستاسو مشر وروڼه مې ؤنه ليدل.”  هغه دواړه لاسونه پورته وغورځول “احوال ما غريبا ره کي میګیره”.

زه پوه شوم چې اعلاحضرت خپل دوه مشر ځامن چې نادر ېې په کانادا اومشر احمد شاه یې په واشنګتن کې وو،  دواړو نه له سیاست اونه هم مشرتوب سره ډیره علاقه درلوده، دا دریم ځوی په ملي او بین المللي سیاست پوه او علاقمند وو. نو ځما حدس دادی چې جنرال ولي هغه له سیاسي صحنې نه، د خپل چم او خودخواهې په غرض لرې ساتلی ؤ. اوس یواځې د اعلاحضرت کشر ځوی میرویس چې د وليعهد دعوی کولای شي له کرزي او اشرف غني سره په ارګ کې اوسیدلی دی.
پخپله جنرال ولي لا نه پوهيده دهغه نه، چې د کابل د قوای مرکز قومانان ؤ، نه اکثر د اردو صاحب منصبانو او نه هم ملکي مامورینو ښه خاطره درلوده. یوه ورځ په رستوران کې چې ما  ده ته  همدا واقعیت ؤ وایه چې خلکو په منځ کې نږدی والی نه درلود، هغه وویل: “نه پوهږم ولې داسې احساس موجود وو، خو ماته ویل شوي وو چې باید باانضباته ووسم او له ټوکو او بې ځایه خندا نه په عام محضر کې ډډه وکړم” هغه د داؤد خان سره هم د قدرت په سر مخالفت درلود. کله چې پاچا روم ته په تفريح تللی وو او آوزه وه چې داؤد خان کودتا کوي پاچا دی کابل ته وليږه، خو هغه خپلو معتمدو جنرالانو او د معارف وزير نعمت الله پژواک تير ايستلو چې هو همداسې آوازې شته خو د څو میاشو وروسته لپاره.  حال داچې کودتا په هماغه شپو وزځو کې په پلان کې وه،   اود کودتا په ورځ د جنرال ولي په کور د توپ یو ډز وشو او د  داؤد خان لخوا بندي شو.

شاه محمود چې وروسته د داؤد خان له وراره عزیزنعیم نه یواځینی کس وو چې په دې کورنې کې په نړیواله سویه ېې درس لوستلی وو او د موسی شفیق د صدارت په وخت کېې په بهرنیو چارو وزارت کې په کار پیل وکړ، خو د ثٍور د کودتا له امله د فامیل د نورو غړو په شان لویدیځ کې مهاجر شول او پخپله شاه محمود د سږي د سرطان د ناجوړې له امله څوکاله پخوا په حق ورسید.

په کابل کې د امريکایانو په راتګ سره چې ظاهرشاه ېې د ایټالې نه کابل ته د مؤقتې دورې د مشرې په غرض وطن ته بوتلو،(داچې ولې امريکایانو هغه تیر ایست او افغانستان ېې جنګ سالارانو ته ورپرېښود، دبل مضمون موضوع ده)، د شاهي کورنې نور غړي هم د نورو ملکونه کابل ته ستانه شول. هلته د ملکې او بیا د عزیزنعیم او پخپله دپاچا د مړينې نه وروسته میدان جنرال ولي ته پاتې شو او هغه د یوه بل بېخرد شهزاده سره په ګډه په کابل کې د ظاهر شاه د خاطراتو شپږ جلده په اور کې وسوزول،  اوجنرال ولي یو چاته ېې غوره کړی وه چې “ما با شمشير ورقه ها را شور می دادیم که خوب بسوزه.”

باید زیاته کړم چې عزيز نعيم هم یو کتاب ليکلی او امانت ساتل شوی چې څو کاله وروسته به نشر ته ورسيږي. یوه ورځ چې دی او میرمن ېې مریم جان، د اعلاحضرت مشره لور زمونږ کور کې د برطانیه په برایټن ښار  کې میلمانه وو. ما ورڅخه د کتاب په باب معلومات وغوښتل، چې مختصر ېې د افغانستان د ورستیو سلو کالو د پيښو تحلیل وو. هیله لرم دا کتاب په ژوند کې ولولم.

وروسته زما له وروستې مصابحې نه په روم کې چې د اعلاحضرت نه چار چاپير دده دوه دتره ځامن جنرال ولي او سلطان جان د هغو د فامیل نور ځوانان هم ناست وو ما له پاچانه پوښتنه وکړه چې ما اوريدلي تاسو خپل خاطرات ليکی. هغه وویل چې «هو خو غواړم چې وېې سوزوم ځکه چې نور کړاونه راپورته کوي.» ما فوراً ورته وویل” نه باید داسې ونه شي. تاسو د افغانستان له ټولو پاچاهانو ډير حکومت وکړ، هيچا هم څلویشت کاله په افغانستان کې سلطنت نه دی کړی او ملت حق لري چې ستاسو له خولې نه پوه شي چې په حکومت کې مو څه مشکلات او لاسته راوړنې درلودې. مونږ ته یواځې امير عبدالرحمن خان خپال خاطرات بریښودلي چه زمونږ پوهانو او ملت ته د قدرد وړ دی. که تاسو نه غواړی چې خاطرات مو اوس چاپ شي کولاس شی په یوه بانک او یا د قانون پوهانو له یوې اداره سره ېې وساتی چې ۱۵ یا ۲۰ کاله وروسته چاپ شی.” زما ددې خبرې سره د جنرال ولي په شمول ټولو،او د پاچا د دفتر مشر چې کور ېې  په لاسانجلس کې وو، موافقه وکړه جې “راست میګوید…بهترین تصمیم است.”

جنرال ولي په شاهي کورنې کې له ټولو نه ډيررقابت له داؤد خان سره لاره. ما په خپل کتاب کې چې په امازوم ډاټ کام کې شته، ددې فاميلي رقابتونو په باب ليکلي دي. کله چې داؤد خان د ۱۹۷۸ په کودتا کې په قدرت راغلو او جنرال ولي ېې چې لاسونه او سرېې د پښو سره تړلي وو، د داؤد خان په امر دهغه مخې ته سوټ بوټ کيښودل شو، نو دده خبره چې داود خان ته به ېې بې مغزه نه ویل او دهغه د شوروي له نږدې توب سره مخالف وو، داؤد خان غږ ورباندې وکړ چې« ته بې مغزه ېې او که زه؟ » خو همدا جنرال ولي، چې د افغانستان د ډيرو کړاونو محرک او د شاهې کورنې د ډيرو بې اتفاقیو د منځته راتلو مسؤل دی، بلاخره ځانته ابدي بد نوم وګاټه او افغان ملت ېې د ظاهرشاه له ډیر مهم پاتې کيدونکو خاطرونه محرومه کړ. زه نه پوهيږم ولی د اعلاحضرت لور بلقیس جانۍ، چې د جنرال ولي میرمن وه او یا دپاچا کشر ځوی میرویس ونه شول کولای چې د خپل پلار خاطرات په یو مصؤن ځای کې د چاپ لپاره خوندي وساتي؟

—————–
نوټ: دا مضمون چې د پاچا د مړینې نه وروسته ما لیکلی وو د یو لړ ملګرو د غوښتنې له امله، پاچا سره زما د یوه عکس سره ېې بیا  وړاندې کوم.

د ډاکتر مصداق نورې لیکنې

287 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2