Categories

اعلان

Loading…

د طنز سبکونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

د ختيځې نړۍ  پخوانيو او اوسنيو اديبانو او ادبپوهانو د سبک پر ارزښت ډېر ټينګار کړی او ځينې ادبي اثار د سبک له امله ستايل شوي دي. سبک د کره کتنې اصطلاح ده، آن دا چې د کره کتنې يوه برخه سبکپوهنيزه کره کتنه (Stylistic criticism) نومېږي. سبک(Style)عربي کلمه ده چې په لغت کې د سرو او سپينو زرو ويلي کولو او  قالب کې اچولو ته وايي، خو په ادبي اصطلاح  د يوه فکر  بيانولو طرز ته سبک ويل کېږي چې بنسټ يې تکرار دی  لکه د موضوع، قالب، جملو جوړښت، خيال انځورول،  لفظي او معنوي صنايع او نورو ژبنيو خصوصياتو تکرار يا يوه اړخ ته ډېر ارزښت ورکول د سبک عمده ځانګړتياوي بلل کېږي.

مخکې مو پر دې موضوع بحث کړی و چې طنز ادبي سبک دی، خو اوس دا خبره هم ورسره غوټه کوو چې په دې سبک کې هر ليکوال خپل ځانګړی سبک هم لري.لکه څنګه چې د انسانانو فکرونه او رنګونه سره جلا دي، دغسي د دوو ليکوالو سبکونه هم يو ډول نه دي. يو ليکوال که هر څومره د يو چا له سبک تر اغېز لاندې راشي يا په شعوري ډول وغواړي د بل ليکوال پر سبک برابره ليکنه وکړي، په نتيجه کې به يو سبک بل ته ورته شي، خو بيا هم يو سبک نه بلل کېږي.

دوه سبکونه ځکه يو ډول نه وي چې موضوع له فکر څخه زېږي، څرنګه چې د ليکوالو فکرونه جلا دي، نو سبکونه يې هم جلا دي، مثلا يو ليکوالانتقادي تفکر (Critical thinking)  لري، خو بل بيا ډېر محافظه کار وي. يو ليکوال ډېر زړه ور  او بل محتاط وي. که فرض کړو چې دوه ليکوال يو ډول فکر کوي، نو د موضوعاتو انتخاب يې توپير سره کوي. په افغانستان کې پخوانيو طنز ليکوالو ډېر عادي موضوعات مطرح کول. د ټولنې ډېرو کوچنيو نيمګړتياوو ته به يې ګوته نيوله. د نظام يا واکمن پوړ ډېر کوچني چارواکي به يې په نښه کول، مثلا د ترافيکي پوليس، کاتب، ميرزا، چوکيدار او داسې نورو په اړه به يې طنزونه ليکل، حال دا چې که دا پوړ اصلاح شوی هم وای، د خلکو پر ژوند يې ډېر اغېز نه درلود، خو نن اکثره طنز ليکوال له رئيسانو او وزيرانو نيولې بيا تر ولسمشر پورې کرکټرونه او لويې ادارې او سازمانونه په نښه کوي او په خپلو طنزونو کې د ټولنې ډېر اساسي او ضروري موضوعات رانغاړي.

که فرض کړو چې دوه ليکوال هم يو ډول فکر کوي او هم زړه ور دي، دواړه غواړي چې په ټولنه کې پر اداري فساد طنز وليکي او غواړي چې  يو فاسد وزارت په نښه کړي. ايا دواړه به وکولای شي چې د خپل طنز لپاره يو ډول قالب غوره کړي؟  که فرض کړو چې دواړه طنز ليکوال پر لنډه کیسه لاسبري دي او دا قالب يې غوره کړ، ايا دوی به وکولای شي چې په دې قالب کې فکر يو ډول ځای پر ځای کړي؟ ايا دوی به وکولای شي چې يو ډول الفاظ غوره کړي؟ ايا د دوی د جملو جوړښت به يو ډول وي؟ طنز د انتقاد او خندوونکي انځور  يا ظرافت څخه جوړ دی. د ځينو ليکوالو په طنز کې د انتقاد او د ځينو ليکوالو په طنز کې بيا د ظرافت پله درنده وي، خو ايا دوه ليکوال به وکولای شي چې خپل طنز ته د انتقاد زهرجنه دوا او ظرافت خواږه په يوه اندازه ورګډ کړي؟ ښکاره خبره ده چې دا کار ناممکن دی.

سبک په ادبياتو کې معمولاً د زمان، مکان، موضوع، ژبې، لوستونکو، هدف اوليکوال په نوم يادېږي. څرنګه چې سبک له فکر او فکر له ليکوال او د هغه له استعداد سره اړه لري، نو د نړۍ مشهور سبکونه د ليکوالو په نوم ياد شوي دي لکه د هومر سبک، د شکسپېر سبک، د خوشال بابا سبک، د حميد بابا سبک او داسې نور. د يادو شويو ليکوالو سبکونهډېر پاخه، جالب او  د لوستونکو او ليکوالو د پام وړ  وګرځېدل، ځکه نو نور ليکوال هم د دوی تر اغېز لاندې راغلل او د دېسبکونو تقليد يې پيل کړ  چې په پايله کې دا لارې ودانې پاته شوې او ځينو سبکونو پېړۍ پېړۍ دوام وکړ، آن دا چې ځينو سبکونو خو څو زريزو دوام وموند او تر اوسه پورې هم ګڼ شمېر لارويانلري. څرنګه چې زموږ موضوع د طنز سبکونه دي، نو په دې بحث کې دوه عمده سبکونه معرفي کوو.

تکرار د سبک د ملا تير ګڼل کېږي او له بلې خوا  انتقاد او خندوونکی وضعيت د طنز رغنده توکي يا بنسټونه بلل کېږي، نو د همدې دوو توکو تکرار او د دوی تر منځ تناسب په نړيواله کچه دوه عمده سبکونهزېږولي چې يو سپين او بل تور سبک بلل کېږي.

سپين طنز ته خوږ يا هوراسي طنز هم وايي چې د هوراس(Horatius)نوم ته يې نسبت کېږي. هوراس د لرغوني روم يو وتلی طنزي شاعر وچې تر ميلاد مخکې د (۶۵ – ۸) کلونو تر منځ يې ژوند کاوه. په هوراسي طنزونو کې د ظرافت پله درنده او د انتقاد دا سپکه ده يا په بله مانا هوراسي طنزونه لوستونکي ډېر خندوي، خو لږ د درد احساس کوي.

هوراسي طنز د ټولنې پر کوچنيو موضوعاتو ليکل کېږي. څرنګه چې موضوعات يې عام او ساده دي، له همدې امله يې ژبه هم ساده او کوميډي ليکنو ته  ورته وي او  ډېر لوستونکي لري. هوراسي طنز د خندا په برخه کې له کوميډي سره ډېره نژدې خپلوي لري، له همدې امله اکثره لوستونکي آن دا چې ځينې ليکوال هم د طنز او کوميډي تر منځ توپير نه شي کولای.

دوهم تور يا تريخ سبک دی چې جووينالي سبک يې هم بولي. دا سبک هم د لرغوني روم له يوه مشهور طنزی شاعر جووينال (Juvenal) څخه راپيل کېږي چې د لومړۍ ميلادي پېړۍ په وروستيو لسيزو کې يې ژوند کاوه. پر جووينالي سبک ليکل شوي طنزونه لږ خندوونکي انځورونه لري، خو د لوستونکي قهر  ډېر راپاروي. جووينالي طنز او هجوه تر خپل منځ خورا نرۍ پوله لري. هغه ليکوال چې د طنز له تيورۍ سره اشنا نه وي، اشتباه کوي او هجوه جووينالي طنز بولي.

جووينالي طنزونه د ټولنې پر سترو او مهمو موضوعاتو ليکل کېږي چې لويه ساحه يې سياسي او اجتماعي ناخوالي دي. څرنګه چې د سياسي او اجتماعي ناخوالو تحليل او تجزيه د ټولنې په محدودو خلکو پورې اړه لري، نو له دې کبله په جووينالي طنزونو باندې پوهېدل همد هر چا کار نه دی. د بېلګې په ډول په يوه طنز کې د دولت پر بهرني سياست انتقاد شوی دی. هغه لوستونکي چې پوره سواد نه لري، له ښاري فرهنګ، سياست او ډيپلوماسۍ سره بلد نه وي، د طنز موضوع يې نه خوښېږي او که يې موضوع خوښه هم شي، نو نه ورباندې پوهېږي.

په پښتو ژبه کې پر جووينالي سبک ليکل شوي طنزونه خورا لږ دي. هغه څه چې ليکل شوي يوازې په تېرو څلورو لسيزو پورې اړه لري.په لنډ ډول ويلای شو چې  د خندوونکو انځورونو ډېروالی، د انتقاد لږوالی، د ټولنې د کوچنيو موضوعاتو انتخاب، ولسي ژبهاو صراحت د هوراسي سبک ځانګړتياوي دي. دغه ډول په ملي او نړيواله کچه د سترو  موضوعاتو انتخاب، د انتقاد ډېروالی، د خندوونکو انځورونو لږوالی، سخت بريد، د دولت لوړپوړي چارواکي يا زورواکان په نښه کول، قهراو ابهام  د جووينالي سبک عمده خصوصيات بلل کېږي.

د هوراسي او جووينالي سبک تر منځ پوله انتقاد او ظرافت دی. هوراس ظرافت او جووينال انتقاد ته ترجيح ورکوي، خو د دې دوو توکو تر منځ دقيقه پوله ټاکل ګران کار دی. په اجتماعي علومو کې د ساینس غوندي يوه ټاکلې پيمانه او کاڼی نه لرو چې هر څه دي دقيق اندازه کړو. په رياضي کې د حقيقي عددونو لپاره يو افقي خط لرو. د خط ښي خوا ته مثبت او کيڼې خوا ته  منفي عددونه اوډل شوي چې پوله يې صفر بلل کېږي. موږ په طنز کې هم انتقاد او ظرافت لرو، خو د دې دوو توکو تر منځ دقيقه پوله نه شو ټاکلای، بس يوازې دومره پوهېږو چې د تلې کومه پله درنده ده.

که څه هم په عامه ليکوالۍ کې سبک فردي ځانګړنه بلل کېږي، خوپه  طنز کې يو ليکوال کولای شي چې هم هوراسي او هم جووينالي طنز وليکي، آن دا چې کولای شي يوه ليکنه پر دوو سبکونو باندې وليکي.د بېلګې په ډول ( سپي څنګه مډالونه وګټل؟) طنز پر دوو سبکونو ليکل شوی دی. لومړۍ برخه يې هوراسي او دوهمه يې جووينالي سبک لري. لومړۍ برخه يې يوازې خندوونکي انځورونه لري او لوستونکی يوازي خندوي، خو وروسته ورو ورو خندا لږ او د انتقاد برخه راڅرګندېږي. د هوراسي او جووينالي سبک سره يو ځای کول په ليکنه کې تلوسه پيدا کوي او ليکنه لوستونکي ته په زړه پورې کوي. لومړی سبک د پام را اړولو سبب کېږي او دوهم  سبک لوستونکي ته د ټولنې ناخوالې ورښيي، خو که يو طنز په انتقاد پيل او خندوونکي انځور وروسته راڅرګند شي، د طنز تلوسه کمزورې او لوستونکي يې تر پايه په مينه او شوق نه لولي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *