Categories

اعلان

Loading…

د نظم هر خنډ فساد دی/ نقيب احمد عزيزي

په شرعه کې وايي چې «ما لا يتم الواجب إلا به، فهو واجب» مفهوم يې دا دی چې له څه شي پرته واجب نه پوره کېږي، هماغه شی هم واجب دی. لنډ به موضوع ته راشم، په خواله رسنيو کې هر ورځ يوه غميزه، يو شور، د نظام او دولت يوه لوېدلې کيسه، يوه د ظلم او جبر قضيه او داستان او داسې شی حتمي پېښ وي چې شرخوښي کسان د عامه افکارو په انحصارولو او غلط رهبري کولو کې ګټه ترې اخلي.

څه موده مخکې چې بارانونه ډېر شول، د سړکونو عکسونه راسر شول، پر دولت نيوکې وشوې چې ښاري ډسپلين نه شي راوستلای. دا هماغه خلک دي چې طبيعي پېښې هم په حکومتونو پورې تړي، کله چې باران نه کېږي هم يې خپل نظام ته ملا تړلې وي چې ګواکې رحمت ستا له لاسه بند دی. په دې کې عام خلک يوې داسې اندازې کرکې ته نږدې کوي چې د هېواد د کښتۍ سوري کول ورته حل ښکاره شي.

که څوک ژاړي که خاندي، زموږ اوسنی حالت ډېر بېړنی دی، هغه ښار ته ورته دی چې خطرناک سمندري توپان پرې تېر شوی وي او لا هم هره شېبه د يوې بلې جټکې د راتګ امکان وي. دغه حقيقت ټولو ته رسېدلی چې زموږ ژوند، زموږ ارزښتونه او زموږ هر څه په خطر کې دي او که موږ لږ نور بې‌غوري ته دوام پسې ورکړو، د مسالمت يو ټکی ضمانت هم څوک نه شي کولای.

زموږ د ټولنيز شرارت دوه لوی سببونه دي. يو دا چې افغانان ډېر بې‌چوکاټه، له قانونه ازاد او له خپلسرۍ سره جوړ اموخته شوي، دويم دا چې دا کابو نيمه پېړۍ يې يو مستحکم نظام او دولتداري نه ده په نصيب شوې، که کله هم نسبي ارامي راغلې ده، په جبر راغلې ده، په فشار لارې ته سم شوي يو. دغه فشار وروسته بېرته خپل تاوان لرلی دی. انسانان فنر ته ورته خاصيت لري، کله چې تر فشار لاندې شي همدومره نور تاو اخيستلای شي او غورځي.

په پوهنتون کې مو سره ووژل، په جماتونو کې مړه شوو، په لارو کې والوتلو، په شپه کې وايستل شوو، د ورځې ولوټل شوو، په کور کې په چاړو ووهل شوو، شکنجې راکړل شوې، زندانونه ډک شوو، صحرايي محکمې وشوې، سړکونه، پلونه، مکتبونه، مدرسې، کلنيکونه، جماتونه، فصلونه، پايې، انتونه، ښارونه، لارې، کوڅې، کارېزونه او فضا مو په هره بدمرغي کې ښکېل شول؛ ځوانان ووهل شول، بې‌عزته شول، ان ګور ته ولاړل، ماشومان شهيدان شول، خويندې مينې دېوالو ته بې‌اسرې کښېناستې، ودونه بمبار شول، ودونه په بم والوتل، په ډک ښار کې انساني ټراژيډۍ را وليدل شوې، بې‌کورۍ، مهاجرتونه، پردۍ سپکې سپورې، پاټکونه، وژنې، لوټنې، تښتونې او ناانساني چارې راباندې زده او تجربه کړل شوې او ټول يې داسې شاهدان يو لکه نن چې له خوبه را پاڅېدو.

دغه ټولې ستونزې يو حل لري او بس. هغه حل د سياست مهارول دي. امام غزالي صاحب تر کور، کالي، ډوډۍ وروسته سياست د انسانانو موثره اړتيا را پېژني. سياست د انسانانو تر منځ احسان او د هر اړخيز سعادت او عدالت تامين دی. کله چې اوبه له سره خړې شي، بيا په جزيي هڅو نه رڼېږي، بيا به سر ته ځې او هڅه به کوې. زموږ اوسنۍ ستونزې يو بااقتداره او سالم حکومت ته اړتيا لري چې حل شي، که نه په دې ډول به تر قيامته پورې سره ځغلوو، ژوند ته به نه وزګارېږو. موږ يو سينه‌بغل حکومت لرو، علاج يې اړين دی، يا داسې دی لکه زوړ بايسکل، اوس به نو د دغه زوړ بايسکل تاوکشي څنګه وکاږو؟

دلته موږ دوې ډلې يو. يوه ډله غواړي چې په کباړ کې ليلام شو او بيا به که خدای وس راکړ، بل ګورو. بله ډله دا ده چې د مستري په هڅو باورمنه ده، په رغولو قناعت لري، د اصلاح توقع پالي او وايي چې تکامل په تدريج راځي. موږ داسې حل نه غواړو چې تر مشکل تاواني وي. ځينې حل‌لارې تر ستونزو خطرناکې وي، بايد په اسانو وسيلو پسې وګرځو. مثلاً د درد د ارامولو ځينې ګولۍ د معدې تکليف پيدا کړي، اوس نو عقل دا نه وايې چې همدا تابليت پسې خوره، عقل وايي چې په نورو غور وکړو. موږ ډېری مهال د ستونزو د ورکولو لپاره د حل په بهانه نوې ستونزه ايجادوو. د ګډوډي خوښونکی کس په دې وپېژنئ چې د بنسټيز بدلون خبره درته کوي، دوی په تدريجي بدلون او تکامل بې‌باوره دي او بنسټيز بدلون يې هغه ازمويل شوې وسله وي چې د وراني نتېجې يې حتا موږ غوندې کشرانو ته هم په بيا بيا غلطې ثابتې شوې دي.

زموږ په وطن کې چې هر ظلم کېږي، موږ چيغې وهو، احساسات نندارې ته وړاندې کوو؛ مګر يو لوی تاوان کوو. هغه تاوان دا دی چې له ستونزو سره د عقلاني حل چلند نه اختياروو. زموږ حال هغو پوډريانو ته ورته دی چې تر پوله لاندې په سيند کې ناست وي، کله چې اوبه يو څو تنه ترې يوسې، دوی چيغې و نارې ګډې کړې، خو کله چې اوبه لږ کرارې شي، دوی بيا په يو غيرعادي خوب ويده شي؛ څو يو بله څپه راشي او بيا يو بحران پېښ کړي. له موږ سره ستونزې مکرر خشونت کوي، خو موږ لا بيداره شوي نه يو. څو چې د فساد له دې ګنده سينده را پورته نه شو، پېښې به همدا پټ پټاني راسره کوي.

زموږ دغو ستونزو ته په کتو، زموږ حل د خپل نظام چټکه تصفيه ده. تصفيه دې ته نه وايي چې ورانی وکړو، تصفيه صفاکولو ته وايي. د خپل وس په اندازه هره نېکي، انساني، ايماني او وجداني مسووليت سم سر ته رسول، يو ډول تصفيه ده. نظامونه هغه ودانۍ دي چې اساس يې ملت دی، که دغه ودانۍ له روغو خښتو، مناسبو سيخونو او غښتليو وسيلو رغېدلې وي، طبيعي ده چې وړ نتايج لرلای شي. که موږ د بې‌غوري په ناروغي کې ويښ ويده پراته يو حال مو نه بدلېږي.

په هر صورت لازمه ده چې له تخريبه تعمير ته واوړو، له حذف او تصادم څخه جذب او تسامح ته ارزښت ورکړو. ډېر مو سره ووژل، ډېر مو سره خاورې ايرې کړل، ډېر مو سره اوښکې او وينې کړل، مګر تل يې نتېجه بل يووړه، تل موږ ته درد پاتې شو او تل موږ پايمال شوو. راځئ يو وار جوړه روغه هم تجربه کړو، که يې خوند نه کاوه خپل کار «مرګ ژوبلې کول» خو بل نه رانه تښتوي، بيا بېرته ملا ورته وتړو.

چې له هر ځايه خط‌کش پرې کښېږدې، موږ دې ته اړ يو چې ځان ټينګ کړو، په نړۍ کې يو څوک واوسو، ځان د يو ملت او سياسي موقف لرونکي په حيث ثابت کړو. اوس ژوند زموږ مسووليت دی، موږ په دې خپله ټولنيزه خودکشي کې ملامت يو. هر نظم چې له منځه ځي، بې‌نظمي او فساد ته دروازه خلاصېږي. د فساد يا ټولنيزې ګناه د مخنيوي لپاره اصلاح و تعمير په کار دي. موږ هغه کس ته ورته يو چې د خونې بام يې څاڅي او دی د بندولو پر ځای پيالې او کاسې ورته کتاروي.

زموږ د استحکام هره هڅه، که څه هم ډېره وړه وي، د نظم، تحکيم او سلامتي پر لور ګام دی او د دې برعکس هره چاره د فساد عامول، پېښول او دوامداره کول دي. راځئ کوښښ وکړو چې خدای مو د دې ايت مصداق و نه ګرځوي چې فرمايي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (۱۱) أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ (۱۲)

ژباړه: کله چې پر ځمکه له فساده را ګرځول کېږي؛ نو دوی وايي چې موږ خو اصلاح راولو، ګورئ دوی پخپله فساد ته کار کوي، مګر نه پوهېږي.

13 total views, 2 views today

1 comment

  1. sayedrahman.ziarmal Reply

    دا واضیح حقیقت ده چه مسایل په احساساتو نه حل کیږی خو دافغانانو دبری لاره په احساساتو راتلل دی .
    دولت کی مشکلات بی حده زیات دی هر هغه څه باندی کار کوی چه په ملیاردو دالر ارزښت ولری او دڅاان دپاره یی په حلقوی شکله کړیو خپل کړی زه درته مثال وړاندی کوم دفارم پیلوری په نوم وزارت زراعت دنوی پارلمان ودانی شرق خواته یو ۵۰۰ جریبه دفارمپیلوری په نوم چه تاریخی قدامت لری یو تعداد لوړ پوړی چارواکی غواړی ددغه فارم عوض په خیراباد کش وزارت زراعت ته ورکړی ایا دغه به ډیر لوی خیانت او جفا نه وی چه یوه عایداتی منبع په خلو خزلو بدله شی نن دولت چه هر کار کوی خلک هوښیار شویدی تحلیل او تچزیه کوی ننی خلک پرونی خلک ندی اوس تاسو قضاوت وکړی چه دغه کار یو کس کولی شی تر څو زنجیزی حلقه نوی دیته تاسو څه وایاست ؟ ایا دستراتژیک پلان تطبیق او که……………………….؟ وای مشت تمونه یی خروار

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *