Categories

اعلان

Loading…

کرزی: طالبان دې په افغانستان کې دننه دفتر پرانیزي

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د اختر له لمانځه وروسته په وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې جګړه او د بېګناه خلکو وژنې بس کړي او د سولې په بهیر ورګډ شي.

حامد کرزي، چې د ارګ په جومات کې خبرې کولې، له افغان امنیتي ځواکونو څخه د سرشیندنو او د یاغیانو پرخلاف د مبارزې په خاطر مننه وکړه.

ده وویل چې ډېر امنیتي ځواکونه د سږکال په روژه کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي خو نور باید تشدد پای ته ورسېږي.

د افغانستان ولسمشر دا هم وویل، طالبان د دې پر ځای چې په قطر کې دفتر پرانیزي، د نورو ګوندونو په شان دې په افغانستان کې پرانیزي.

کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل:«طالبانو وروڼو بیا هم درته تکراروم چې د پردیو کټ تر نیمو شپو پوري وي، د پریدو توپک ستاسو پر اوږو اچول شوی او د افغانستان معصوم او بېګناه خلک پرې وژل کېږي، په خپل کور کې به په عزت یاست، هیڅکله به هم بې عزته نه شئ، دلته خاوندان یاست، په نورو وطنونو کې د پردیو تر لاس لاندې لاس پوڅي یاست.»

د افغانستان ولسمشر د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل:که طالبان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له خبرو سره یوځای شوي وای نو به د قطر په پروسه کې دومره نه بدنامه کیدل.

کرزي وویل، د قطرپروسه د بهرنیانو په لمسون یوه ناکامه پروسه وه.

«د قطر د دفتر د پرانستلو په ترڅ کې مو ولیدل چې خاوندان نه وئ بلکې مېلمانه وئ، داسي مېلمانه وئ چې عزت مو هم ونه شو، ومو لیدل کومه لوحه او بیرغ چې تاسو پورته کړي ول، په یوه شېبه کې پورته شول او په یوه شېبه کې بېرته کښته شول، که مو دا خبرې په خپله خاوره کې په خپل وطن افغانستان کې کړې وای، د نورو ګوندونو په شان مو په خپله خاوره کې دفتر لرلی د عزت او درناوي خاوندان به وئ. که مو بیرغ پورته کړی وای یا مو لوحه لګولې وای نه به کښته کېدل.»

د طالبانو مشر ملا عمر وړمه ورځ د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په دې ټینګار وکړ چې تر هغو به په افغانستان کې جګړه بنده نه شي چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ویلي چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په راتلونکو درو میاشتو کې پیل شي.

جېمز ډابینز ونه ویل چې له طالبانو سره به د سولې بهیر په کوم هیواد کې پیل شي. خو داسي ښکاري چې طالبان هم نور نه غواړي چې په قطر کې خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده، چې له طالبانو سره تماس لري، وايي، د طالبانو په منځ کې په دې خبرې کېږي چې د سولې بهیر دې د افغانستان په هغو سیمو کې پیل شي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

273 total views, no views today

3 comments

  1. مولوی عبد الله Reply

    جناب کرزی صاحب فه فورته انزورکی وینم ستا فه سر هم دمچ دکیناستو زای نشته داسی دی سیاست ویشته توی کړی لکه مویبر مو چی فری استعمال کړی وی۰۰۰خو تول فشتانه فر دی در سخه خفه دی چی کوومو خلقو به فنچر مینی کووله هغه ستا مشاورین معا وینان او وزیران دی۰ موږبه اینده کی فنچر مینی فه چا نیسو محترم فهیم صاحب دتیلر دیر شه فنچر مین وه چی کله به ییفکول ورته کشیشود صرف ۵ دقیقو کی به یی تایر خلاص کړ۰او توله اتحادیه دفنچر مینانویی له زان سره بولی تول شار کی کرزو فنچر مین نشو فیدا کوولی۰ خدای ج دتاسو ته هدایت وکړیزموږ دهقانان هم وس دهقانی نکوی وای ریس اتحادیه دهقانین محترم خلیلی معاوین جمهوریت است۰ما میروم وظیفه در دولت میګیرم۰۰۰۰۰

  2. saidwali Reply

    Aya karzai sahib dade salahiat lari che pa khapala khabara wadreghi

  3. Alamoona Reply

    It’s surprising that Mr Karzai is asking Taliban to start the process of intra Afghan dialogue inside Afghanistan.How is it possible ? Who will guarantee the safety and security of Taliban delegates ? It means that Mr Karzai has decided to close the peace process for good and leave it for the next Afghan President to tackle.It is a vivid example of running away from one’s responsibilities and wasting precious time and resources of the poor Afghan nation.Please Mr President start the process and see whether it works or not.Don’t throw away the golden opportunity of winning peace for your battle weary nation.Remember Mr President that the ultimate beneficiary of the peace will be non other than the Afghan nation itself and history has placed a great responsibility on your shoulders.Do not lose this God given opportunity.Taliban after all are your own people and their willingness to talk to you and America is a chance for them to throw away their weapons ang bring an era of peace to your country which desperately needs such an era.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2