Categories

اعلان

Loading…

د پېښور پولیسو یو افغان استازی پر یوې ۱۸ کلنې نجلۍ په جنسي تېري تورن کړ

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان د لویې جرګې یوه غړي په پېښور کې پر یوې ۱۸ کلنې نڅاګرې جنسي تېری کړی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پېښور د حیات اباد پولیس وايي، دوی ته د پېښې قرباني شکایت کړی خو کله چې پولیس د تورن کور ته ورغلل، تښتېدلی و.

پولیسو د نڅاګرې او متهم افغان نومونه نه دي حرګند کړي. خو وايي چې نڅاګرې ورته ویلي چې د تاکال اوسېدونکې ده او رقاصي یې حرفه ده.

د حیات اباد د پولیسو مشر حسن افضل وویل، دې ۱۸ کلنې نجلۍ په خپل شکایت کې ویلي چې یوه افغان په حیات اباد کې په خپل کور کې محفل ته وبلله، کله چې د هغه کور ته ورسېده، د پارټۍ په شان محفل روان و، خو د کور خاوند په زوره یوې خونې ته ننه ایسته او په زوره یې جنسي تېری پرې وکړ.

د افضل په وینا پولیسو د تورن پر کور چاوپه واچوله، خو تورن تښتېدلی و، پولیسو د هغه موټرچلوونکی او اشيز ونیول.

پولیس وايي چې د چاپې په ترڅ کې ورته څرګنده شوه چې متهم افغان دی او له اسنادو یې داسي ښکاري چې د افغانستان د لویې جرګې غړی پاتې شوی دی.

پولیسو اسناد د تحقیقاتو لپاره له ځان سره ساتلي او د پېښې د قرباني د طبي معاینې نتیجې ته انتظار باسي.

785 total views, 26 views today

13 comments

  1. اندړ Reply

    په آج ورځپاڼه کي يی نوم هم لیکل شوی وو

  2. حامد Reply

    خیانت باید ورسره ونشی او دا چه په نریوال سطحه وپیزندل شی نوم یی باید روخانه شی.

  3. ګنډېری Reply

    لویه جرګه خو داسې څه نه دی چې دایمي غړې دې ولري. ښایي د ولسي جرګې غړی وي. او ډېره ممکنه دا ده چې دا کوم داسې څوک وي چې نه به یې غوښتل چې نور له پاکستاني استخباراتي سره همکارۍ ته دوام ورکړي نو هغوی هم پرې داسې تور لګولی یا یې دا نجلۍ پخپله کور ته ورلېږلې ده. والله اعلم

  4. سید زرغون شا اغا Reply

    اندړصاحب! نوم به دی لیکلای وای. حتمآ جهادی قومندان دی. ځکه چی په حیات اباد کی غریب افغان کور نسی رانیولای.

  5. حسن Reply

    تورلګول خو آسانه بهانه ده ، که څوک ورسره همکاری ونکړی نو بیا داسی تورونه لګول بی مصرفه کار دی .

  6. noor Reply

    le de mojahidin sahebano shak ham nashta,halakan nah prezjde najelay kho laa sa kawe

  7. mha Reply

    The Pakistani media should show have shown his name from his driver and cook.

  8. zabitkhan Reply

    کیدای شی چی پاکستانی استخباراتو کومه دسیسه ورته جوړه کړی وی

  9. Afghan Reply

    Salamoona,
    Hem name is Sher Ali Member of Walsi jarga .very big shame

  10. فيض Reply

    آيا په يوه اسلامي هيواد كي نحًاگري ته اجازه سته ؟ بعضي غوليدلي پر پاكستان مين پشتانه خو دا هيواد د اسلام قلعه بولي ؟؟ او كه دا حقيقت وي چه وكيل صاحب پري جنسي تيرى كرئ وي دا به نو حتمن د دوى روزل سوئ سپى وي ، ددغه رنگه اسلامه د بل حًه توقع كول به لويه تيروتنه وي

  11. shahed Reply

    هو! سیدان او تا ویذ ور کوونکي تل همدا کا رونه کوي د خاد او کمو نست ګوند څومره غړي چې پیښور ته را غلل لويي لویی ګیرې یی پریښودې په تا ویذ ور کولو یې پیل وکړ چې زه یی ځو کسان په نا مه پیژنم

  12. Daoud jibril Reply

    On Thursday, the police had registered a rape case against Sher Ali Ahmedzai, a member of the Afghan Wolesi Jirga or parliament’s lower house, after the victim alleged he had raped her when she was at his house in Hayatabad for a dance performance.

  13. sayedrahman.ziarmal Reply

    لعنت پر دغسی پوڅیانو دسیسه ګر که نه وای دموتر چلونکی بهیی دنوم پوښتنه کړی وه چه څوک او دکوم څای ده هسی دتهمتونوجومات کرزیدلی دی دغه بی وجدانه او کمزوری پوڅیان غواړی په شکل داشکالو افغانان بدنام کړی دوی خو بد نام دی نور دهم خدای بدنام زلیله کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2