Categories

اعلان

Loading…

زرو؛ د یو ژوند کیسه!/ داد محمد ناوک

هنري ادبیات سړي ته په خوند کې نغښتي ور زده کوي چې له پېښو سره څنګه وچلېږي، له ژونده څنګه خوند واخلي، مخکې له دې چې پېښه وشي د بل له تجربې څنګه ورته تیار واوسي، دا او د ژوند نورې ډېرې مهمې پوښتنې سړي ته ور ځوابولی شي، خو دا خبرې د ټولو هنري اثارو په اړه صدق نه کوي، زه دلته د هنري ادبیاتو د کیسې په برخه غږېږم؛ ماته ناول د یو چا د تجربو ټولګه ښکاري، یا په کیسه کې د کرکټر تجربې یا د یوې پېښې یا شي په اړه پخپله د لیکوال تجربي، دغه تجربې را زده کوي چې تر اوس وړاندې فکر وکړو او هغه څه ته چې راتګ يې راته ممکن ښکاري باید تیار واوسو.

د ښه کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي نوی چاپ شوی ناول « زرو » مې ولوست، د احمدي صاحب ټول ناولونه مې لوستي په ټولو کې يې غټه توره دا ده چې داسې موضوع انتخابوي چې نه د ټولنې په یوه قشر پسې تړلې وي، نه په سیاسي یا مذهبي لحاظ په کومې ډلې پورې او نه سړی دا هڅه کولی شي چې د نوموړي د ټولو ناولونو له کیسو ځان ګوښی وبولي او په خلاصه خوله ووايي چې زما يې څه خو د یو چا کیسه ده! د احمدي صاحب د کیسې انتخاب دومره دقیق دی چې هر څوک پکې ځان ویني او که ځان پکې ونه ويني په کیسه کې موجود کرکټرونه د خپل زړه ټوټې ګڼي. زرو کې د غزني د یو ځوان او پېغلې د مينې کیسه ده، خو په داسې انداز چې کتاب باید په یوه مجلس کې خلاص کړل شي.

په ناولونو کې ډېر وخت هڅه کېږي، چې لیکوال د خپل ناول لپاره داسې نوم وټاکي چې هم له کیسې سره تړلی واوسي او هم لوستونکی راکش کړي، چې کتاب ور پورته کړي، د احمدي صاحب تر دې وړاندې «رڼا» او « جوجو » نالونه هم د کرکټرونو پر نومونو نومول شوي او زرو يې هم د دې کیسې د کرکټر نوم دی، د « زرو » نوم دا ښېګړه لري چې لوستونکی د کتاب په لومړیو مخونو کې پوهېږي چې کیسه د مینې ده او هغه هم د کلیوالې مينې، ځکه چې زرو نومونه يا ښار کې نشته یا هم ډېر کم؛ خو تر دې به دا ډېره ښه وه چې ناول ته د کیسې د کومې پېښې نوم ورکړل شوی وای او پر دې باوري یم چې د کتاب د اخیستو لپاره او د لوستونکي په لومړي کشش کې به يې تر زرو ډېر اغېز درلود.

د احمدي صاحب په یو بل ناول « بوډا او د لېوانو پلونه » کې نږدې ټوله کیسه د کیسې د کرکټر له خولې ده، زرو کې هم کله کله راوي د صحنې د بدلون لپاره مداخله کړې، نوره ټوله کیسه د کیسې کرکټر « کامران » پر مخ وړي، چې له فني اړخه سړي ته شک ور لوېږي چې دا ځوان چې څوکاله وړاندې يې یوازې د کلي لېسه خلاصه کړې او ټول ژوند يې د نجارۍ په کار کې تېر کړی څنګه وکولی شي داسې دقیقه انځوریزه کیسه وکړي، په کیسه کې کرکټر یوه توتي ته د خپلې مینې کیسه کوي، خو د کیسې انداز يې د ناول له راوي سره یو ډول دی، کله چې راوي د کومې پېښې کیسه کوي خوندوره، انځوریزه او هنري يې کوي او ځکه يې کوي چې لوستونکي هم ورسره منلې چې راوي ډېر کمالداره سړی دی، خو کله چې له مکالمو پرته د پېښې په بیان کې همدا ډول ژبه د کیسې کرکټر هم کاروي ښايي لوستونکی يې په اسانۍ و نه مني او ووايي چې که زه د دې کرکټر پر ځای یم ولې به مې په دومره عمومي پېښه کې داسې جزوي ځای ته ور پام کېدل.

د احمدي صاحب په انځورونه کې تر ټولو غټه توره داده چې ډېرو وړو جزونو ته يې هم پام وي، خو دلته چې کله نوموړی خپل دغه هنر د کیسې د کرکټر له خولې نندارې ته وړاندې کوي ښايي ځينې ځیرک لوستونکي ورته ځير او یو څه ټکني کړي، مثلاً  د دې ناول په ۵۷م مخ کې کرکټر کیسه کوي: «حاجي ور ولاړ شو، ګیلاس مې کېښود، لاسي ساعت ته مې وکتل، جومات ته د تګ له وخته درې ساعته تېر ول. په زحمت کېناستم، بوټونه مې په پښو کړل، درب شو، رڼا ولړزېده، دوړه د څراغ پر پلته راغله. ور و مې کتل، د شریف پښو ته پلاستيکي فرش پروت و.» دلته کامران مریض دی، په یوه کور کې د نجارۍ کار کوي اوس لږ ښه شوی پورته کېږي چې د کور ماشوم په دې خونه کې د خوب کولو لپاره ورته فرش راوړ، وروسته بړستن او توشک ورته راوړي، لیکوال په همدې حال کې کرکټر داسې غږولی لکه هغه چې کیسه لیکنه کې تکړه وي او خپله کیسه توتي ته له لیکلې بڼې وايي، پورته خبره که د لیکوال مداخله پکې نه وي، د کرکټر ښايي د څراغ د رڼا لړزېدل او د دوړي پورته کول ته ور پام نه وای، ځکه هغه ته دا مهم نه و، خو د فرش راوړل ورته مهم و، اما لیکوال ته د صحنې د انځورونې لپاره دا دواړه هم مهم دي.

لیکوال په نږدې ټولو ناولونو کې دا عادت ساتلی، چې زه فکر کوم له لوستونکي سره د لیکوال خواخوږي او د کیسې د بلې برخې لپاره د ژورې تلوسې خوندوره لار ده، هغه دا چې هر ځای کې کیسه ډېره ژور خپګان ته رسېدلی چې زما د یو لوستونکي په حیث ژړا ته زړه شوی لیکوال صحنه بدله کړې ده، چې په زرو کې يې پر نورو برخو سربېره په نورستان کې د کامران د ترور له کوره د وتلو وخت کې او هم د زرو د زېندۍ کولو صحنه کې دا کار په کامیابۍ کړی دی. زرو نه یوازې د دوو مینو د ژوند کیسه ده بلکې د پښتني کلتور ځينې بد اړخونه د هېواد ترینګلي حالات يې هم جالب پکې خوندي کړي دي، د طالبانو په وخت کې د شمال جګړو یو څرک، د غزني په شیر غره کې د تاریخي اثارو لوټ  او له کسبګر سره په پښتني ماحول کې بې ځایه کرکه بیان شوي دي.

په ناول کې پښتنه مینه پښتنه پاتې شوې، دلته د مینې په نوم لوڅ تصویرونه نه دي وړاندې شوي خو داسې خوږ درد پکې نغښتی دی چې سړی خپل ژوند ته ځير کوي، د سړي دې ته ور پام کوي چې له ژونده خوند واخلي، ژوند لږ دي، کم دی کرکه خو لا څه چې مینه هم پوره نه پکې کېږي صرف یو څرک دی. کله چې کامران دې ته لېونی کېږي چې د زرو د کیسې لپار مخاطب نه لري، توتي په ګوتو ورځي توتي د زرو هم ښه اېسېده، هغه وزر ماتی توتي له ځان سره ساتي د نورستان په ځنګلونو کې د غزني له قره باغ تر پېښوره او د نورستان تر ځنګلونو د زرو او د ده د تېښتې کیسه ورته کوي، خپل ژوند ورته بیانوي او د زرو دوی په کور کې د نجارۍ ورځې ور یادوي، توتي ته لګیا دی چې د زرو تره تر نورستانه پسې ورځي او همدې ځنګله کې زرو پخپل ټيکري زېندۍ کوي، دی زخمي سیند وړي، تر غزني ځي او د زرو تره په ټټر ولي، په سر يې نه ولي، ځکه سترګې يې زرو ته ورته دي.

دلته په پښتنې ټولنه کې د «دودونو» په نوم د ژوند هغه محرمیتونه واضح شوي چې ښايي پر هر پلار او هرې مور تېر شوي وي، خو بیا هم د خپل اولاد لپاره د خپلې ځوانۍ شېپې نه ور یادوي لا هم د رواج په دام کې د دوو انسانانو څه، چې د دوو نسلونو پر ژوند ملنډې وهي، دلته پکې ښکاره شوي چې په دغسې ټولنو کې اسلام هم د رواج په حدودو کې پلي کېږي.

ماته ناول او فلم د یو ژوند کیسه ښکاري، پر خوند سربېره هیله ترې لرم چې دا ترې زده کړم چې ژوند څنګه وکړم، دې کیسه کې چې کرکټر له کومو ستونزو سره مخ شوی، څنګه بریالی یا يي څنګه د بریا لپاره قربانۍ ورکړې، کومې هیلې يې نیمګړې پاتې شوې او څنګه سړی په لنډ، تنګ ژوند کې یوازې مینې ته غېږه خلاصه کړي.

په دې خوندور هنري، مینه ناک او د ژوند ناول کې له فني اړخه د کتاب په ۱۶م مخ کې کامران د کیسې کرکټر توتي ته کیسه کوي چې کله زرو ژوندۍ وه، نو هغه وخت هم د دوی جونګړې ته څېرمه د چهارمغزو په ونه کې د توتي ځاله وه، چې پسرلی به راته او ژمی به بل ځای ته ته، دلته راوي د زرو له خولې وايي چې هغې به « ژوندۍ جنتري» بلله، په داسې حال کې چې د زرو د زده کړو په اړه څه نه دي ویل شوي، او ناول کې د تشریح شوي وضعیت له مخې ښايي زرو هیڅ زده کړې نه وې کړې، ځکه خو د هغې له خوې د «جنتري» کلمه راوتل مناسب نه ښکاري. د کتاب په ۱۲۳م مخ کې هم کامران او زرو جونګړه کې پراته دي، بام را څاڅي کامران د باندې وځي، باران اوري دی بام سموي خو ځنګله کې رڼا ويني بېرته راکوزېږي ټوپک ور اخلي زرو راويښېږي خو دی ورته وايي چې بېرته ژر راځي، دلته لیکوال بې له دي چې یا د هوا ژر بدلون تشریح کړي یا دې هم د پېښو تر منځ فاصله واوسي چې کله کامران د رڼا په خوا ټوپک نیسي نو لیکوال لیکي: «ټوپک مې مخامخ ونو ته ونیو، د میل پر سر د ستورو سپينه نرۍ رڼا پرته وه.» دلته مې مقصد دا و چې د میل پر سر د ستورو رڼا په باراني هوا کې څنګه راغله، او هم ورسره زما مخکینۍ ادعا چې د کرکټر له خولې ډېرې انځوریزې جملې راغلې بیا ثابتېږي چې ښايي یو عادي کس لکه د دې کیسې «کامران» داسې ونه غږېږي چې په دومره حساس وخت او وېره کې دې يې د ټوپک پر میل د ستورو رڼا ته هم پام شي. په کیسه کې کله کله کامران خپله کیسه ډېره غځولې وي چې لوستونکی شکمنوي چې دومره اوږدې کیسې ته به توتي څنګه کرار ناست وي، خو ځينو ځایونو کې يې د صحنو د بدلون لپاره توتي ډېر جالب په حرکت راوستی دی.

احمدي صاحب ته د دې ناول د چاپ مبارکي وایم او د لیکنې لوستونکو ته زارۍ کوم چې ويې لولي، ځکه دا د ژوند کیسه ده، ښايي ډېر د خپل ټولنیز ژوند، کورني ژوند او دودونو په اړه بیا کتو ته اړ کړي، ممکن لوستونکي زده کړي چې د دود په نوم مو څومره زړونه لولپه کړي او یا هم ځينې دا زده کړي چې د خپل ژوند له تکيې « مېرمنې » سره تر اوسه څومره بې تفاوته اوسېدلې، مګر څومره ډېره مهمه ده!

———————-

د ښاغلي ناوک نورې لیکنې

57 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *