Categories

اعلان

Loading…

سیاسي پوستکی/ طنز/ توریالی ملیار

کاندید:    څه وکړم خلک رایه نه راکوي؟

مشاور:   ولې؟

کاندید:    دوی وايي خلک دې وژلي، جنګونه دې کړي، ابادۍ دې ورانې کړې، پاټکونه دې اچولي، ظلمونه دې کړي او….!

مشاور:   ورته ووایه دا ټول ستاسې په خاطر او ستاسې لپاره! یانې د دین، وطن او اسلام  د ګټلو لپاره.

کاندید:    نو دا څنګه ورته ووایم نه یې مني؟

مشاور:   اسلامي یا ملي پوستکی ورته واغونده، یانې لاندې یو څه، باندې بل څه یا په بله وینا په یوه کې دوه!

کاندید:    ایله دې اوس د کار خبره وکړه، خو کار به ورکړي؟

مشاور:   هاهاهاها ولې دا تجربه خو تا ته نوې نه ده، ټول عمر دې په همدغو چلونو خلک غولولي ویل به دې یو څه کول به دې بل څه اسانه خبره ده- ښه په هر صورت، یوازې ته ولسي شه، وطني شه، اسلامي شه خلک چې څو د غوټي سر پيدا کوي ته به تیر شوی وې، ته خو پوهیږي چې هسې هم خلک ظاهر ته ګوري نو ظاهر بدلول خو زموږ پدري کسب دی.

کاندید:    نو په دې به خلک راپسې ودریږي؟

مشاور:   لږ  په جیب لاس ورته ووهه، یانې ورکوه یې مه هسې یې ورته ښوروه، کار کیږي او درپسې دریږي.

کاندید:    سخت ښه مشاور یې!

مشاور:   هر چا ته وایه چې هر څه لرم، نو چې لرې یې ته، ورته خوشاله خلک وي بیا به ټول در پسې ولاړ وي!

کاندید:    نو بیا به د سرکار له غمه خلاص وم څوک خو به څه نه راته وايي؟

مشاور:   د خلکو زور د خدای زور دی حکومت نشي ورته ټینګیدلی بس مزی ته کوه چیغې په خلکو وهه!

کاندید:    هو ریښتیا دا خو دې ډېره پخه خبره وکړه!

مشاور:   بله پخه دا چې سر کار څاره، که خبرېدلې چې څوک درنه پوښتنه کوي، خلکو ته جیب وښوروه چې دوی هم ټول سره وښوري، ژوندي شي، په قهرشي، ګیله من شي، وغوړمبیږي او چیغې کړي!

کاندید:    که کوم چیغو والا مړ شي بیا څه وکړم؟

مشاور:   د ګټې ځای دې همدغه دی، که کوم یو په چیغو کې مړ شو یا یې ستونی وشکید پوښتنې جنازې ته یې ورشه او په سبا یې کور ته ټیم غوړي او بوجی اوړه ور ولیږه، ورپسې یې په خپل واړه مغز کې شیفټ ډېليټ کړه، مګر سرکار ته یې اېنه اېنه کوه چې ستاسو له لاسه زما باتور مړ شو، ښه به ارزانه درته تمام شي.

کاندید:    دا د خرزورۍ په چلو پوهیږم خو د دیموکراسۍ چلونه، نه راځي وایم هسې دا د یموکراسۍ په دام کې بند نه شم؟

مشاور:   خر زورۍ کې خو دې په سر نر نشته په دا نورو کې هم اوس ماسټر یې، تر ټولو ته ډېر ملي ملي یادوې او بیا موږ خو دې خوړلي نه یو!

کاندید:    په دې خو پوهیږم چې اوس وار د ملي پوستکي دی خو کله کله یې بدلولو کې څه وايي؟

مشاور:   کله یې چې سم کار نه ورکاوه نو کرار یې زنځير کش کړه دیموکراسي پوستکۍ ورته واغونده، کله چې خبره په بل لټ کې وه نو بیا اسلامي ورته اغونده په هغه کې خو پخه تجربه لرې؟!

کاندید:    نو دا دوه درې پوستکي به کار ورکړي؟

مشاور:   ورکوي یې ولې نه او که دغو کار ورنه کړ خپل اصلي پوستکی خو دې شته چې ورته کش دې کړ د ټولو به له ویرې زامې کړپيږي!

کاندید:    په اوس زمانه کې اصلي پوستکی هم کار ورکوي؟

مشاور:   ولې نه تر ټولو یې همدا اوس ښه وخت دی که چا زور واهه، لچري یې کوله، لوچکي یې کوله غاښونه یې تیرول، …. بیا ټول ورته لیرې کړه خپل اصلي ورته واچوه چې اصلي څيره دې خلک وویني په خدای که یې له ډاره د اعصابو ډاکتر هم په ژبه پوی شي!

کاندید:    نو که دغه پوستکی زوړ شي بیا؟

مشاور:   ته چې څو دا زړوې زه به دومره درته جوړ کړم چې ان په پاده کې دې په غوایانو او خرو کې هم څوک پیدا نه کړي؟

کاندید:    هغه څنګه؟

مشاور:   که د خپل پوستکي کار ورنه کړ، د غوایه او خره درته جوړوم بیا پاده کې ازاد څره ولا که دې څوک پټ هم پورته کړي!

کاندید:    ته یې را جوړوه په خره غوایه پسې مه ګرځه زه یې اغوندم خو چې راباندې جوړ وي؟

مشاور:   د خره او غوایه پوستکی به وي او په تا به جوړ نه وي؟

کاندید:    هو ریښتیا د پوستکیو دغه ادلون بدلون خو باید یو مشخص نوم هم ولري، اخر سیاسي ککرۍ یم!

مشاور:   سیاسي پوستکی یې نوم دی، اړوه را اړوه یې مګر خلکو ته وایه چې نه مې اړولی نه مې را اړولی!!

کاندید+ مشاور: هاهاهاهاهاها……. هاهاهاهاهاها چمبه یې کړه یاره!! هاهاهاهاها!!! ورځو پې له خیره سره!!

271 total views, 1 views today

2 comments

  1. حکمت الله روحانی Reply

    ډير په زړه پوري ملياره وروره ……………….. اوس یی ته هم چمبه که یاره چی رښتيا لیکنه دی کړيده !!!!!!ی

  2. عبدالواحدتابع Reply

    ډير په زړه پورى او سل په سلو کى ريښتيا همدا حالت له کلونو روان دى خو زمونږ ولس د خداى سم کړى چى پوه شى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2