Categories

اعلان

Loading…

د نجیب ځدران لوبه! / نجیب الله علیزی

وایې یوفقیر سړي ؤ هرځای چي به مړی سوي ؤ د سرخاکۍ د تقسیم په وخت کي به دی هلته ولاړ ؤ یو لس یا شل افغانۍ به ور سیدلې یو وخت یو ډیر خان سړي مړ سوي و د متوفی خپلوانو فقیر ته زرافغانۍ ورکړې! فقیر چي زر افغانېو ته وکتل د ډیری خوشحالې څخه یې وویل چي اوه (دغه دي مړ! هردوس پښي وغځوي وایې زه مړ یم، مړ خو دغه دي چي په سرخاکۍ کښي یئ سړي ته زر افغانۍ ور رسیږي).

په دې مملکت کې ډیرو ځانونه خوږ کړل د مختلفو هدفونو لپاره ډیرو ځانمرګي وکړل هم یې ځان هم يې وطن برباد کړي، اصلي فدایې او نثار نن په کریکیټ کښي (نجیب ځدران) وکړه داسي فدایې چي توپ یې کیچ کړي ځان یې فدا کړي درې کته یې ځان د ځمکي وواهه، د سوبی اوکامیابې په خاطر نجیب په خپله فدایې حمله کښي بل افغان نه دي وژلي برعکس د افغانانو لپاره یې ځان فدا کړي، خدایه داسي افغانان ډیر کړي چي د افغانانو په خاطر ځان فدا کړي نه داسي څوک چي افغانان فدا کړي.

138 total views, 1 views today

12 comments

  1. تقدیرالله Reply

    بلي اصلي فدا کاری همدا ده

  2. جاهد Reply

    ،هها، ريښتيا سره يه ښه لوبه وکړه زموږ ورته سلام دى

  3. samim Reply

    دیره په زره پوری لیکنه ده علیزی صاحب رشتیا هم خدای دی په افغانانو ورحمیگی.

  4. seyaam Reply

    الله دی نجیب ته ښه صحت ورکړی

  5. Dr.Atal Reply

    زه هم ددی بریا وروڼو ته چه قهرمانی وکړه مبارکی وایم او خدای رب العزت دی وکړی چه دا بریا د افغان قهرمان ملت لپاره د کامل نجات او سلامت زیری او مقدمه وی او د وطن ریښتونی بچیانو ته ښه درس وی دګډی همکارۍ ،ورورولۍ، اخلاص او صداقت تر سالم قیادت لاندی ،رب العزت دی مصلحین او صلح په دی ملت او ټول اسلامی امت حاکم وګرځوی.
    موږ الحمد لله په ټولو میدانونو کی مخلص قهرمانان لرو خو متأسفانه چه حاکم انحصار ګر د خپلی خبیثی کړۍ نه بهر څوک نه وینی قهار عزیز ذو انتقام ذات دی د دغه مفسدینو سترګی وباسی او هلاک دی کړی چه دا سر لوړي قهرمان ملت خپل مؤمنانه شجاعت اومیړانه نړیوالوته وځلوی او ثابت کړی چه ددی ملت اصلی بچیان معامله ګر او مفسد نه بلکه مؤمن خادمان او ریښتونی قهرمانان دی په ټولو انسانی کمالاتو کی،خو رب العزت دی ،دی ملت او ټول امت ته خپل باعزته ،خادم اوصادق قیادت ورکړی چه هر ځوان یی وکولی شی خپله قهرمانی او میړانه وښیی او د پر مختګ لپاره یی خنډ نه وی

  6. احمد فرید قیومی Reply

    ډیر اعلی خدای د ژوندی لري

  7. گل شیر خپلواک Reply

    اصلی فدایی کوونکی نجیب الله دی داسی افغانان نورم هم زیات کری امین

  8. janan.habib Reply

    ژوندی اوسرلوړی دی وی افغانان مړه دی وی دافغانانو دښمنان

  9. Talwar Arian Reply

    اصلي ځان وژنه هغه ده چې د نورو ژوند وژغوري نه دا چې نور ووژني کله چي یو سرباز ځان قربانوي پدی خاطر چې ولس یې ارام ژوند وکړي او د دښمن د شر څخه په امان کې وي همدارنګه د لوبو په لړي کې هم که یو لوپغاړي ځان فدا کوي خو په بدل کې یې خپل ولس ته خوشحالي په برخه کوي دا رښتیني اتلان او فدایان دی

  10. عنایت الله Reply

    چه دا سر لوړي قهرمان ملت خپل مؤمنانه شجاعت اومیړانه نړیوالوته وځلوی او ثابت کړی چه ددی ملت اصلی بچیان معامله ګر او مفسد نه دی بلکه مؤمن خادمان او ریښتونی قهرمانان دی په ټولو انسانی کمالاتو کی،خو رب العزت دی ،دی ملت او ټول امت ته خپل باعزته ،خادم اوصادق قیادت ورکړی چه هر ځوان یی وکولی شی خپله قهرمانی او میړانه وښیی او د پر مختګ لپاره یی خنډ نه جوړ وی افغانستان یومټی سی یولاس دی اودنور بریاوو په هله یو

  11. Eng Shir Ahmad Reply

    کاش علیزی صاحب چی دا نورو فدایانو هم همداسی فدایی کولای چی افغانستان او افغانانو ته یی ویاړونه راوړل

  12. Najeebullah Raihan Reply

    Yeah! Najib is hero, He has Natural Knock.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *