Categories

اعلان

Loading…

د فراه تاریخ/ شريف الله دوست سرواني

لسمه برخه

فراه په اموي دوره کې

(۴۰ ــ ۱۳۲ هجري)

آرنوم  يې ابو عبدالرحمن معاويه بن ابي سُفيان صخر([1])بن الحرب  بن امينه بن عبدالشمس يې د (نسب لړۍ ([2]) او کړۍ ده .([3])

د تاريخ سيستان ليکول کاږي: ژباړه ، معاويه په پاچهي  وګمارل سو ، له هغه ځايه (شام) څخه مدينې (منورې) ته ولاړ ، داپيښه په يوڅلويښتم هجري (۴۱ هجري) رامنځته سوه([4]) حضرت معاويه په سياست کې  پوهه لرل، د دولت کورنۍ چاري يې منظمې کړې او دثبت لپاره يې ديوانونه تاسيس کړه پوستي نظام يې جوړ کړ ، خو اسلامي خلافت يې په ميراثي سلطنت  وا ړا وه د اړوندو ولاياتو لپاره يې عربي مشران و ټاکل ده به ويل(( چيري چې زما شلاخه کار کوي ، توره نه کاروم ، چيري چې  ژبه کار کوي شلاخه نه کاروم.)) ، ([5])

دحضرت علي کرم الله وجهه تر خلافت وروسته د اميرمعاويه په دوره کې  (فــراه) د پخواپه څېر د اموي خلافت په واک کې ورغله ، اميرمعاويه سيستان ، (فـــراه) عبدالله بن عامر کريز([6])ته وسپارل  ا وهغه د بصري  څخه سيستان ته ولاړ په نېته (۴۱ هجري) کې ، کله چې  دا ولايت نوموړې ته ورکړل سو،  سيستان ته راغی تر ده وړاندي  احنف بن قيس و چې  زياتي لښکري  ورسره وي ، دعرب ، عجم او ساداتو څخه ، ترڅه وخت همدلته مشېت و ، له دې ځايه دخراسان نيشاپور او پرخپل ځای يې خليفه پرېښود ، دوه کاله سيستان دمعاويه په وخت کې د نوموړی ترعمل لاندي و ، وروسته  معاويه  بصره ، خراسان ، سيستان او (فراه) زياد بن ابيه ته وسپارل هغه زياد ربيع الحارثي  سيستان ته را واستاوه .([7])

لکه څنګه چې د اسلامي تاريخ له پاڼو څرګنديږي د حضرت علي کرم الله  وجهه ترشهادت وروست دخلافت دستګاه دمشق ته منتقل سوه او د حضرت معاويه بن سفيان لخوا اموي لړۍ پيل سوه ، حضرت معاويه  ديوې لويې عربي  ټولواکۍ  بنسټ کښېښود  چې داکار يې دتېرو  ، راشده خلفاوو د تګلارو خلاف وګڼل سو ، دتېرو خليفه ګانو او لادونو او ځيني  نورو صحابه کرامو هم بيعت ورسره ونه کړ ، دنوموړې  ټولواکې  له لويديځ لوري د (ګرون ترسمندره) او ختيځ خواته تر اندوس سيند پوري وغوړېده، اموي دولت د دمشق په مرکز کې يوه خالصه عربي  ټولواکي او د دولت  د نورو مفتوحه ملتونو نفوذ پکښې داخل نه سو ، داسي څرګندېده ، چې د اموي  ټولواکۍ بنسټ دروم د ټولواکۍ پربنسټ طرحه سوې وه ، خوځانګړې يې بشپړ عربي  وې ، حضرت معاويه په خپل ژوند کې خلافت ميراثي کړ ، وروسته تردوهم معاويه سلطنت د د امويانو دوهمې څانګې  مروانيانو ته منتقل سو ، وروسته ترحضرت معاويه پاچهانو بېله عمربن عبدالعزيز د نورو شاهانو په څېر دربار او تحمل درلود او حکومت يې کاوه.

د افغانستان فتح سوی ، برخې  د هغو واليانو له طرفه چې له دمشق څخه به ګمارل کېده اداره کبدلې کله به دعراق والي  د افغانستان په نيول سويو سېمو حکومت کاوه او کله به بيا دخراسان ، هرات ([8]) او سيستان (= فراه) هغه وخت دشمال لوری دهرات اوسويل ختيځ لوری په سيستان پوري تړلې وه ، د خلافت لخوا په ځانګړې د لويې سيمې   په تشکيلاتو کې نه وه ، له دې ياداښتونو معلوميږي چې  فراه ت اسلام وړاندي او وروسته  د پوره برم لرونکې وه.

 امير معاويه دخپلو ټاکلو سره سم ، اسلامي لښکر د خراسان شمالي  او سويلې خوا ووته پردوو جبهو وويشی ، شمالي جبهه کې دهرات خواته ، (قيس بن الهيثم سلمي) بادغيس او فوشنج يې ونيول همداسي تربلخ پوري ورسېدی  او دهغه ځای  دنوبهار مزدک (معبد) يې وران کړ.

په جنوبي  (سويلي) جبهه کې  يې په کال (۴۳ هجري) اميرمعاويه بيا عبدالرحمن بن سمره دسيستان ، (فراه) دسيمولپاره وټاکه نوموړې  تر(۴۴ هجري) د دې سيمې  ټول کړکيچونه حل کړل  او ترهغه وروسته د (بُست) کش (کشک نخود = خاکش ؟) دهلمند پرشمالي غاړو زينداور خواته پرمخ ولاړ ، د زينداور د زور غره لوی بودتون يې ونړاوه ، هغه لوی د سرو زرو بت چې  ياقوتي  سترګي  يې وې دعبدالرحمن بن سمره په لاس مات سو.([9])

پر(۴۶ هجری) ، (دفـــراه) او د سيستان پر سېمه کې  ربيع الحارثې  والی سو په (۴۷ هجري) يې پربُست او رخج (کندهار) يرغل ور ووړ. د زابلستان (کلات) واکمن رتبيل يې مات کړ ، ربيع په سيستان ، د(فراه) ، (بست) رخج او زابلستان کې دخراج او محاسبې ديوان پرانيست  او دا هېواد اوسيمه يې  دحسن بصري  په مرسته تراسلامي  ادارې  او قوانينو لاندی را ووستل ، ترهغه وروسته  په (۵۱ هجري) کې عبدالله د ابي بکر زوی  سيستان ته راغی،  د (فـــراه) ،سيستان د زرتښتانو سره ونښت هغه چې  دخلافت  له دربار څخه د زرتښتانو د وژلو  او عبادت ځايونو دنړېدلو امر ورته سوی و.([10])

د تاريخ سيستان (۴۴۵ هجري) له متن څخه داسي معلوميږي چې په (۵۱ هجري) کې (فراه) او شا وخوا خلکو اکثريت اسلام منلی او له خپل لمر لمانځنې  او زرتښتي  او لمانځنې  اوښتی او پري ايښی وه کله چې په همدې کال  عبدالله دابي بکره زوی دخلافت  د دربار په غوښتنه په (فراه) او شاوخوا سيستان ، هلمند او هرات پوري  د زرتښتيانو  وژلو او عبادت ځايونو ته نيت وکړ ، ددې ځای  خلکو يو شکايت ليک خلافت دربارته د عبدالله په واسطه واستاوه ، داليک تاريخ سيستان داسي را اخيستی دی :

ژباړه : ((….. دوی وايې دا معابدونه بې معنادي، وايې موږ خپل زوړ (دين پري ايښی يوازي د يوه الله جل جلاله عبادت کوو([11]) د تاريخ سيستان له متن څخه څرګنديږي چې  دهجرت ترپنځوسم کال پوري په ډيره کچه (فراهيانو) او شاخوا سيمو خلکو ايمان راوړی او اسلام يې قبول کړی و.

په (۵۹ هجري) کال دمعاويه له لوري  عباد دزياد زوی دسيستان او فراه حکمران وټاکل سو. نوموړې هم له (فراه ، زرنج) څخه را رهي ترهلمند  تير سو ترکندهار او کابله پوري ورسېدی  او دمعاويه تروخت پوري دسيستان حکمران و، په (۶۲ هجري) کې يزيد د زياد زوی. دسيستان او (فراه) په اميرۍ او ټاکه او سيستان ته راغی.

په تقعيب يې له اموي  دربار څخه طلحة الطلحات ([12])  او ورور يې (عمر) د سيستان ، (فراه) دتنظيم لپاره راغلل او دعربو هريوه سردار د افغانستان ديوې غربي ناحيې  واګي  په لاس کې واخيستې  لکه چې مروان الحکم په شام (= سوريه) کې د اموي پاچهۍ په پلاز کښېناست عبدالعزيز ، د عبدالله عامر زوی  يې چې  له پلار اونيکه څخه يې  دسيستان ، (فراه) په چارو کې  بلديت او تجزيه  درلوده ، دسيستان ، (فـــراه) حکمران کړ ، نوموړې تر (۶۴ هجري) وروسته په سيستان او شاوخوا سيموکې  دطلحه لښکر راټول کړ ، څنګه چې  نور افغانانو  دخالصې  عربي  واکمنانو اطاعت نه مانه ، دبُست او کابل  په لور رهي سو له رتبيل سره د وتيښت او مات يې کړ ، دکابل، زابل (کلات) تر نيولو وروسته د ډيرو ولجو او غنيمتونو سره سيستان ته راغی. ([13])

تر (۸۲ هجري) په (فراه) ، سيستان کې د اموي  عبدالمالک  تروختو پوري په سيستان کې پاته سو ، عبدالمالک په همدې کال دسيستان او (فراه) اميروټاکه او حجاج له خپل لوري (اميه دعلانيه) زوی سيستان ته واستاوه ، پر(۷۴ هجري) يې پربست يرغل  وکړ او د زابل پاچا رتبيل سره يې جګړه وکړه.

خوپه سيستان کې  دکړکيچ له امله بياهماغه عبدالله د ابي بکره زوی(عبيده بن بکره) چې دسيستان او (فراه) په چاروکې  يې شناخت درلود دنيمروز (زرنج) پر چارو ګمارل سو، پر(۷۸ هجري يې يو لوی  لښکر د حريش بن بسطام ، په مشرۍ سيستان ته را و ويست ، زرنج ښار يې ونيو او دفـــــراه (بکوا) د دښتې  له لاري يې پربُست (لښکرګاه) او زابل (کلات) يرغل وکړ ، خو رتبيل دا لښکرمات کړ او دجيش الفناپه نوم ياد سو.([14])

په (۸۰ هجري) کې حجاج دعبدالرحمن بن اشعث په مشرۍ لس زره  مجهز سپاره (جيش  الطواويس) سيستان (فـــراه) ته راغلل ، دخوارجو لوی سالار (هميان [15]) يې دجګړې  لپاره مخته ور ووت خو هميان مات سو ، پر(۸۶ هجري) کال مسمع دمالک زوی  سيستان او (فراه) نه وليږل سو ، له ابو خلده خارجي سره يې جنګونه وکړل او هغه يې نيوی.په (۹۴ هجري) کې قتيبه د مسلم زوی  له خراسان څخه سيستان ته لاړ رتبيل له ده څخه ويريده او په کال کې يې  يوميليون درهمه خراج ومانه تردې وروسته تر (۱۰۸ هجري) پوري يوشمېر  کسان د اموي خلافت  دربار له لوري دسيستان ، (فراه) په اميري وټاکل سوه ، خوله سيستانه هاخواته پرمخ نه ولاړل، دهشام اموي په وخت کې صفح دعبدالله زوی د محمد بن جحش په سپه سالارۍ دلته راغی،  نوموړې په (۱۰۹ هجري) کې له سيستان څخه وو اوله زابلې  رتبيل شاه سره يې  سختې جګړې  وکړې چې دې کې  خپله اصفح او نور مسلمانان ووژل  سول ، تردې  وروسته په (فراه) سيستان کې دعربي  ټبرونو ترمنځ خپل  منځي اختلافات او بيلتونونه رامنځته سول هغه چې  تر (۱۳۰ هجري) پورته يې دوام وکړ ، ترڅو واک عباسيانو ته انتقال سو ، په افغانستان کې د راشده خلافت او اموي  امارت (۱۳۰ کاله) اسلامي دوره په کړکيچ او جګړو کې تېره سوه ([16]) خو افغانانو دبني هاشم او بني اميه لويو ټبرونو ترمنځ اختلاف کې د آل هاشم پرخوا وه ، هڅه يې داوه چې  خلافت بيرته بني هاشم ته ورکړل سي.

[1]ــ ګرديزي په زين الاخبار کې ، صخرکښلې ، خو اصلي بڼه صحر ده ( وکورئ ، زين الاخبار).

[2]ــ ګرديزي زين الاخبار ، د ذکر رضا زاده ملک په اهتمام .چاپ ايران ، ۱۳۸۴ شمسي. ۱۶ مخ.

[3]ــ د نسب لړۍ يې  قاضي سراج ، په طبقات ناصري کې داسي را اخيستی ده:  ،معاويه بن ابي سفيان بن حرب  بن عبدالشمس بن عبدمناف (طبقات ناصري ۹۳ مخ). او د دې کال نيټه يې  (سنة الجماعة) ونومول، ځکه دمعاويه کار

خکه چې يې غوښتل په همدې کال ترسره سو، اميرمعاويه (فراه) سيستان ، سيموته عبدالله بن عامر کريز را وليږي نيټه (نېټه ۴۱ هجرې) (تاريخ سيستان ، ۹۱ مخ). حضرت معاويه او د ده پلار ابو سفيان دمکې مکرمې دفتحې په ورځ اسلام ومانه ، د حنين په غزاکي يې برخه واخيسته ، په لومړۍ کې يې اسلام کمزوری  وخو وروسته يې اسلام مضبوط او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم کاتب سو ، له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې د ۱۶۳ حديثونو ورايت کړی دی .(السيوطي ، ۸۹ مخ). کله چې اميرمعاويه دواک پرمسند کښېناست عمروبن العاص ورته وويل (( ته د دې کار مستحق نه  وي ، واک ته چې ورسېدی يوه ناڅايې  پيښه وه)). (وګورئ زين الاخبار ۱۱۶ مخ). نوموړي خلافت په مړوسي (ميراثي) شاهۍ وا ړاوه.

[4]ــ تاريخ سيستان ، ۹۰ مخ.

[5]ــ  دکتور، ابراهيم، الشريفي، د اسلام تاريخ ، ژباړه ابوالبدر، صداقت خپرندويه ټولنه ، ۱۳۹۳ ، ۱۲۶ مخ.

[6]ــ اصلي يې متن کې لکه يزدي ، صحيح يې عبدالله بن عامر بن کريز وي، دکاف په پيښ، راپه زور او ياء په سکون( وګورئ دتاريخ سيستان حواشي، ۹۱ مخ).

[7]ــ تاريخ سيستان ، ليکوال نامعلوم ، دملک الشعراء ، بهار په تصحيح ، کابل چاپ ، ۱۳۶۶ ، ۹۱ مخ.

[8]ــ نجيب الله تور وايانا ، آريانا ياافغانسان، درېيم چاپ ، ۱۳۸۸ ، ۹۹ مخ.

[9]ــ علامه پوهاند حبيبي ،  د افغانستان لنډ تاريخ ، درېيم چاپ ، ۱۳۸۲ لمريز، ۱۰۵ مخ.

[10]ــ علامه حبيبي مخکينی اثر، ۱۰۶ مخ.

[11]ــ دتاريخ سيستان دملک شعراء بهار په سمون، ۹۳ مخ.

[12]ــ علامه پوهاند، عبدالحی حبيبي ، مخکني اثر، ۱۰۷ مخ.

[13]ــ

[14]ــ علامه ، حبيبي ، همداځای ، دطلحه په اړه شو ، ياطلح انت اخوة الندی وعقيده فيجب من المنازل يا تا شهد الانام صغرهم صغيرهم وکبيرهم ، ان التدي ان مات طلحة ماتا. وګورئ تاريخ سيستان ۱۰۱ مخ).

[15] : همیان په لغت کی اوښکو تویولو ته وایی(دهخدا لغت نامه)

[16]ــ علامه حبيبي ، همدا اثر ۱۰۹ مخ.

—————————-

تېرې برخې

125 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *