Categories

اعلان

Loading…

مازيګر دوه کتابونه چاپ کړل/ د باران زمزمې  

د استاد مصطفی صفا ژباړل شوی دا اثر  په ۶۸ مخونو کې  مازيګر کتاب پلورځي  چاپ کړ.

دا وړې طنزيه جملې او پيغامونه دي، چې پر لوستو به يې د ايران د نامتو ليکوال پرويز شاپور د ستونزمن ژوند د مقاومت له طرزه خبر شئ.

د باران زمزمې داسې دي چې؛ وږې پشۍ له موږک سره د لوبو کولو فرصت نه لري.

تر تشې پيالې  ډېر تږی یم.

کله چې د ویلو څه نه لرم، په اورېدلو کې ډوبېږم.

او سلګونه نورې داسې خوندورې معقولې او مفکورې به مو خوښ کړي.

دا کتاب د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی او ډيزاين يې عبدالهادي اثر کړی.

له دې سره د مازيګر کتاب خپرونو لړ ۴۵ ته ورسېد.

د مينې ټپې درېم ټوک

 په دې کې د مينې مجلې له څلوېښتمې تر ۶۰ مې ګڼې راټولې شوې لنډۍ دي.

دا لنډۍ  ثناالله ځواب راټولې کړي او ډيزاين کړي دي.

 کتاب  په ۸۸ مخونو کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر مازيګر کتاب پلورځي چاپ کړ.

یاده دې وي چې د مينې ټپې لومړی او دوهم ټوک تر دې وړاندې چاپ شوي او مينه والو خوښ کړي.

تاسې کولای شئ مازيګر ته راشئ او د ټپو په ټال وځنګېږئ!

117 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *