Categories

اعلان

Loading…

د فراه تاریخ/ شريف الله دوست (سرواني) – هلمند

(عکس:فراه ، زوړ ښار، فريدون کلا)

نهمه برخه

فــــــراه ، د حضرت عثمان (رضی الله تعالی عنه)([1]دخلافت دوره کې :

(۲۵ ــ ۳۵ هجري)

تر۲۵ هجري وروسته اسلامي فتوحات د افغانستان په خاوره کې پرمخ ولاړل، د عربو د لښکر مشر عبدالله بن عامر ، ترکابل پوري را ورسېدی، دحضرت عثمان لخوا احنف دق يس زوی (د ابوعبيده په وينا، عميربن احمد يشکوري) په مروکې تر هرات او د (فراه ترشمالي برخو) حبيب د قوة اليربوعي زوی په بلخ ا وتخارستان او عبدالله د عميرليثي زوی په سيستان او فـــراه کې واکمن سوه.

په ۳۰ هجرې کې دخليفه لخوا ربيعه د زياد بن انس بن الديان الحارثی سيستان او (فراه) ته راغی او د پهره (فهرج) ، زالق (جالق) ترنيولو ورو سته ترهلمند پوريوت او دزرنج درې ميلۍ ته يې په (زوشت) کې سخته جګړه وکړه د سيستان ساتونکی يادهقان([2]) اپرويز (ايران بن رستم) د روغې له لاري ور وړاندي سو ، زرنج يې مسلمانانو ته وسپاره ، ربيع بن زياد پرمخ ولاړی ، ترسنارود ، قرنين او فـــراه پوري چې د رستم د آس اخور و ، ونيول همداسي بيا د فــراه تر جنوبي څنډو خواش (خاشرود) او بست پوري ورسېد.([3])

دې وخت کې دسيستان حدود او پراختيا ترخراسان زيات وه ځکه خراسان، اريا (هرات ) باختر بلخ مارګيانا او پارتيا(پښتيا) ته ويل کېده خو دسيستان پراختيا يې ترکندهار او ترنک ( يعني او سني کلات پوري رسېده.([4])

په ۳۳ هجري کې حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه عبدالرحمن بن سمره ([5] )چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ښو يارانو څخه و دحسن بصري سره يوځای سیستان او فراه ته ن رستم ورته راوړاندی سو او دسولي غوښتنه يې ترې وکړه راولېږی ايران ([6]) پرويز وويل : ربيع موږ بيهوده پرېښودو او ولاړ ([7]) پرويز اطاعت ته غاړه کښېښوده دوه ميليونه درهمه او دوه زره بلوغ ته نژدې مريان يې ورکړه ، بن سمره د داور (اوسني زمينداوري) ولايت ته ولاړ او دهغه ځای خلکو ته دروغي له لاري ور وړاندي سو هلته يې د زور په نوم بودتون چې د زور دغره په لمن کې ودان و ونړاوه بت يې راويست ، عبدالرحمن بن سمره رض يې سترګي راوکښې او لاسونه يې ورپرې کړه ، له دې پيښې څخه داسي څرګنديږي چې له فراه څخه دهلمند تر زمينداور پوري په درې د يرشموهجري کلونو کې کسان مسلمانان سوي وه خو د وو لسيزو په تيريدو سره په دې سويل لويديځه سېمه کې د افغانانو دمسلمانېدو کچه زياته وه په ۳۴ ــ ۳۵ هجرې کې چې عبدالرحمن بن سمره دحضرت عثمان دشهادت ([8]) خبر و اورېدی او حضرت علي کرم الله وجهه ته خلافت ورسيدی په (فـــراه) او سيستان کي يې امير د يشکری زوی پرځای پرېښود او پخپله عبدالله د عامر زوی ته چې د خراسان والي و ، ورغی او له هغه ځايه بصرې ته ولاړ.([9])

څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجهه :

(۳۵ ــ ۴۰ هجري)

حضرت علي د ابو طالب زوی دعبدالمطلب لمسی و او دحضرت عثمان بن عفان ترشهادت يوه ورځ ([10]) وروسته ورسره بيعت وسو دا بيت په مدينه منوره کې رامنځته سو([11]).

د تاريخ سيستان ليکوال کاږي : ((چون اميرالمؤمنين علي بنشيدکه اوبيامد وسوی معاويه شد عبدالرحمن جرو الطايې را بسستان فرستاد چون حرب صفين اغاز کردند ، عبدالرحمن بن سمره خطبه کرد عمل سيستان راومعويه او رابه سيستان باز فرستاد، چون خبر او عبدالرحمن طايې بشنيد برفت سوی علي شد و عبدالرحمن بن سمره بسيستان آمد اندر سنه ست ثلثين ، مردمان بفرمان پيش رفتند ، يکچند سيستان ببود باز به خواش (فراه) شد وبيابان بګذاشت وبُست ورخد بګشاد.([12])

ژباړه : کله چې اميرالمؤمنين په خلافت کښېناست اوهغه ، دمعاويه ، وخواته راغی، عبدالرحمن جروالطايې يې سيستان ته وليږه کله چې يې دصفين جګړه پيل کړه ، عبدالرحمن (بن) سمره خطبه و ويل او سيستان ته روان سو او معاويه هغه بيرته سيستان ته وليږه ، کله چې يې عبدالرحمن بن سمرة سيستان ته راغی په ۳۶ هجري کې ، خلکو يې فرمان ومانه ، ترڅه وخته په سيستان کې و او بيا خواش (فراه) ته لاړ له بيان او د ښتې تېرسو بُست (هلمند) او رخد (ارغنداب) يې ونيول.

اخځلیک او لمنلیک :

  • [1]ــ عثمان دعفان زوی د ابوالعاس لمسی ، قريشي او اموي و ، ترفيل شپږکاله وروسته زيږيدلی و ، اسلام ته ابوبکر دعوت کړی و ، په دې وجه ورته ذوالنورين وايې چې د پيمغبر صلی الله عليه وسلم دوې لوڼې (رقيه) او ام کلثوم يې په نکاح کړې وې خو دواړې ترواده مخکي وفات سوي دي، دحضرت عمررضی الله تعالی عنه تردفن کېدو دوې ورځي وروسته ورسره بيعت وسو ، الذهبي ويلي : دحضرت عثمان ۱۲ کاله خلافت وکړ او په ۳۵ هجري کې وفات سو(السيوطي مخ۶۶).
  • [1]ــ په اسلامي دوره کې يې د اريانا مشرانو ، پولو ساتونکو او ځايې واکمنانو ته دهقان ويل(ورګورئ د تاريخ سيستان لمنليکونه ۸۱ مخ.
  • [1]ــ علامه حبيبي ، دافغانستان لنډ تاريخ ، ۱۰۱ مخ.
  • [1]ـ علامه حبيبي ، تاريخ افغانستان ، بعد از اسلام ، درېيم چاپ افسون ، ۱۳۸۰ شمسي ، ۱۵۴ مخ.
  • [1] : عبد الرحمن بن سمرة ( ع )

    ابن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصي بن كلاب ، أبو سعيد القرشي العبشمي الأمير .

    كذا نسبه هشام بن الكلبي ، وابن معين ، والبخاري ، وأبو عبيد ، وجماعة .

    وزاد في نسبه الزبير بن بكار ، وعمه مصعب ، فقالا : ابن سمرة بن حبيب بن ربيعة بن عبد شمس .

    أسلم عبد الرحمن يوم الفتح ، وكان أحد الأشراف .

    نزل البصرة ، وغزا سجستان أميرا على الجيش .( http://library.islamweb.net/newlibrary/display_book.php?ID=255&bk_no=60&flag=1)

  • [1]ــ تاريخ سيستان ، ليکوال ناڅرګندوالي، ۴۴۵ هجري شاوخوا، دملک شعراء دبهار په سمون، ۸۳ مخ.
  • [1]ــ بلاذري وايې: عبدالرحمن بن سمره ، زرنج ته راغی، مرزبان يې پخپل قصر کې يوشپه چې جشن يې جوړکړی و محاصره کړه .(وګورئ دتاريخ سيستان لمنليک ۸۳ مخ.
  • [1]ــ دحضرت عثمان رضی الله تعالی عنه شهادت دهجرت په ۳۵ کال د ذالحجې ۱۸ دجمعې مبارکې په ورځ سوی دی. (ورګورئ ، اخبارالطوال ، ترجمه ۱۷۶ م).
  • [1]ــ عبدالرؤف بينوا، دافغانستان تاريخي پيښې ، لومړی ټوک ، ۵۱ مخ.
  • [1]ــ جلال الدين السيوطي ، يوه ورځ ښيي، خو د اخبار الطول ليکوال ابوحنفية احمد بن داود دنيوري کاږي: کله چې عثمان رضی الله تعالی عنه شهيد سو ، خلک درې ورځې بليه خليفه او پيشوا وه.(وګورئ اخبار الطول ترجمه ، ۱۷۶ مخ).
  • [1]ــ عبدالرؤف، بينوا ، د افغانستان تاريخي پيښې ، لومړی ټوک ، ۵۱ مخ.
  • [1]ــ تاريخ سيستان يې ، دنسب لړۍ داسي را اخيستې ده: علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب ، بن هاشم بن عبدمناف ، بن قصي ، بن کلاب ، بن مرة بن کعب ، بن لوی ، بن غالب ، بن فهر بن مالک بن النعد بن کنانة ، بن خزيمه، بن مدرک، بن الياس ، بن مضر ، بن نزار بن معد ، بن عدنان ابوالحسن الهاشمي. (وګورئ تاريخ سيستان ۴۴۵ هجري ۸۴ مخ).

[10]ــ جلال الدين السيوطي ، يوه ورځ ښيي، خو د اخبار الطول ليکوال ابوحنفية احمد بن داود دنيوري کاږي: کله چې عثمان رضی الله تعالی عنه شهيد سو ، خلک درې ورځې بليه خليفه او پيشوا وه.(وګورئ اخبار الطول ترجمه ، ۱۷۶ مخ).

[11]ــ عبدالرؤف، بينوا ، د افغانستان تاريخي پيښې ، لومړی ټوک ، ۵۱ مخ.

[12]ــ تاريخ سيستان يې ، د نسب لړۍ داسي را اخيستې ده: علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب ، بن هاشم بن عبدمناف ، بن قصي ، بن کلاب ، بن مرة بن کعب ، بن لوی ، بن غالب ، بن فهر بن مالک بن النعد بن کنانة ، بن خزيمه، بن مدرک، بن الياس ، بن مضر ، بن نزار بن معد ، بن عدنان ابوالحسن الهاشمي. (وګورئ تاريخ سيستان ۴۴۵ هجري ۸۴ مخ).

تېرې برخې

11 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *